تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

یونسیف: د هرات د زلزلې ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي

د افغانستان په لوېدیځ کې نن چارشنبه سهار وختي یو ځل بیا نسبتآ زوروره زلزله شوې ده. د دې زلزلې ټکانونه پر هرات سربېره د فراه او بادغیس ولایتونو په ځینو سیمو کې محسوس شوي دي. د امریکا ځمکپوهنې یا زلزلو جاجولو ادارې دا زلزله د رېښتر په کچه ۶ اعشاریه ۳ درجې بللې او ویلي یې دي، چې مرکز یې د ځمکې له سطحې د ۹ کیلومترۍ ژورو کې و. تر اوسه د چارشنبې سهار په دې زلزله کې د سر او مال د زیان په اړه رپوټونه نشته. تېره شنبه هم په دغو سیمو کې دوو ځواکمنو زلزلو سلګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې وه.

ژوندی پوښښ

وروستی, د وژل شویو شمېر له دوه زره کسانو اوښتی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت رسمي شمېرې وايي،‌ د هرات ولایت په پرونۍ زلزله کې د وژل شویو کسانو له ۲۰۵۰ اوښتی دی.

د‌ طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طبیعي‌ پېښو پرضد د مبارزې وزارت د شمېرو له مخې پر اېکس لیکلي، چې د هرات په ۱۳ کلیو کې ټولټال ۲۰۵۳ کسان وژل شوي دي.‌

د مجاهد په وینا،‌ څه باندې ۱۲۰۰ کسان ټپیان دي‌ او شاوخوا ۱۳۰۰ کورونه بشپړ وېجاړ شوي دي.‌

تر ټولو ډېر زیان د هرات زنده جان ولسوالۍ کې اوښتی. ځینې رپوټونه وايي،‌ چې تر نړېدلو کورونو لاندې د ایسارو پاتې کسانو د لټون هڅې روانې دي.دې ځواکمنه زلزله کې د ملګرو ملتونو ادارو هم د سلګونو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.‌

هممهاله افغاني سرې میاشتې ټولنه ویلي،‌ چې زلزله ځپلو سیمو ته د خوراکي‌توکو، درملو او روغتیايي ډلو ترڅنګ خیمې، ترپالونه، د اوبو ذخیره کولو لوښي، د پخلنځي وسایل، کمپلې او ګڼ نور اړین توکي‌ استولي دي.

دا ټولنه وايي چې کارکوونکي او رضاکاران یې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې مرسته کوي او زیانمنو شویو خلکو ته د هستوګنې د بیړني کمپ او سرپناه پر جوړولو بوخت دي.