تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

یونسیف: د هرات د زلزلې ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي

د افغانستان په لوېدیځ کې نن چارشنبه سهار وختي یو ځل بیا نسبتآ زوروره زلزله شوې ده. د دې زلزلې ټکانونه پر هرات سربېره د فراه او بادغیس ولایتونو په ځینو سیمو کې محسوس شوي دي. د امریکا ځمکپوهنې یا زلزلو جاجولو ادارې دا زلزله د رېښتر په کچه ۶ اعشاریه ۳ درجې بللې او ویلي یې دي، چې مرکز یې د ځمکې له سطحې د ۹ کیلومترۍ ژورو کې و. تر اوسه د چارشنبې سهار په دې زلزله کې د سر او مال د زیان په اړه رپوټونه نشته. تېره شنبه هم په دغو سیمو کې دوو ځواکمنو زلزلو سلګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې وه.

ژوندی پوښښ

  1. رینا امیري: خپلو همکارانو سره د هرات زلزله ځپلو ته ملاتړ برابرو کې کار کوو

    د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د شنبې ورځې د مرګونې زلزلې ویجاړو ته په اشارې ویلي، چې له دې کبله د ګڼو افغانانو کړاو دوه برابره شوی.

    هغه د اېکس په پيغام کې لیکلي چې دوی به له خپلو همکارانو سره په دې موخه کار ته دوام ورکړي چې د غبرګون او ژغورنې هڅو ته ملاتړ برابر کړي.

  2. هرات کې زلزله: لا هم زرګونه کسان سرپناه نه لري

    د افغانستان په لوېدیځ کې د وړمې ورځې زورورې زلزلې له امله ځپلو کلیو ته د خوراکي توکو، خیمو او کمپلو رسول پیل شوي دي. هرات ښار ته څېرمه۶،۳ درجې زلزلې لږ تر لږه ۱۲ کلي ویجاړ کړي، دوه زره کسان مړه شوي او زرګونه نور سرپناه نه لري. د ژغورنې ډلې هڅه کوي تر خاورو لاندې ژوندي پاتې کسان ومومي، خو لرې پرتو سیمو ته رسېدل ګران دي. دغه سیمه لا له وړاندې له سختې لوږې او بې وزلۍ سره لاس او ګریوان ده.

  3. د هرات زلزله د تصویر په ژبه؛ د ژغورنې چارې، جنازې او د مرستو اړتیا

    نن درېیمه ورځ هم په هرات کې د زلزلې له کبله د نامالوم شمېر کسانو مړي‌ تر خاورو لاندې پټ پاتې دي. سیمې ته رسېدلي خلک د مړو پر رایستلو، جنازو او مرستندویه چارو بوخت دي. هلته د روان وضعیت څرک په دې انځوریزه ټولګه کې کتلی شئ:

    د ژغورنې او مړو رایستلو چارې:

    که څه هم د درو ورځو په تېرېدو سره د دې امکان اوس ډېر کم ښکاري چې لا دې هم تر ویجاړۍ او خاورو لاندې څوک ژوندي پاتې وي خو د ژغورنې او د مړو د رایستلو چارې روانې دي.

    جنازې او ډله‌ ييز قبرونه:

    تر اوسه د هرات په زلزلو کې د وژل شویو کسانو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی، پرون د طالبانو حکومت چارواکو شاوخوا دوه نیم زره وژل شوي او زرګونه ټپیان یادول خو نن یې مخکېنۍ شمېرې ناسمې او د مړو شمېر تر زرو او د ژوبلو تر دوو زرو اوښتی بللی دی.

  4. د بشري حقونو شورا د هرات زلزله ځپلو ته د درناوي په موخه یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه

    د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ د هرات د زلزلې قربانیانو او د اسرائیلو او حماس د جګړې قربانیانو په درناوي یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

    د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (اوچا) د معلوماتو له مخې، په هرات کې د شنبې ورځې زلزلې له امله ۱۰۲۳ کسان وژل شوي او ۱۶۶۳ نور ټپیان شوي دي.

    تېره ورځ‌ يو شمېر طالب چارواکو د وژل شويو کسانو شمېر نژدې ۲۵۰۰ تنه ښودلی و.

    د اوچا په وینا، د هرات زلزلې لږ تر لږه ۱۱۵۰۰ کسان اغېزمن کړي دي.

  5. ملګري ملتونه: د هرات زلزلې لږ تر لږه ۱۱۵۰۰ کسان اغېزمن کړي دي

    د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د هرات زلزلې لږ تر لږه ۱۱۵۰۰ کسان اغېزمن کړي دي.

    د اوچا د شمېرو له مخې ټولې ۱۶۵۵ کورنۍ اغېزمنې شوې دي. په زنده جان کې ۱۳۲۰ کورنۍ، په انجيل کې ۱۵۰، ګلران کې ۹۵، کهسان کې ۶۰ او کشک کې ۳۰ کورنۍ زيانمنې شوې دي.

    د ماشومانو د ژغورنې صندوق هم وايي‌ لږ ترلږه ۹۰۰۰ کورونه ويجاړ شوي دي.

    داسې ښکاري چې د ارزونې او د پلټنې چارو له بشپړېدو وروسته به د اغېزمنو کورنيو شمېر نور هم زيات شي. د اوچا د راپور له مخې طالبانو د هرات ولايت د نايب رفيع کلي هغه ماشومان او مېرمنې چې کورونه یې نړېدلي د هرات ولايت مرکز ته لېږدولي دي.

    اوچا همدا ډول په خپل اېکس ليکلي چې بېلابېلو ادارو له قربانيانو سره د مرستې هڅې ګړندۍ کړې دي.

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان ځانګړي رپورټر ریچارډ بېنېټ له ټولو هغو موسسو څخه چې د بشري مرستو په برخه کې فعالې دي، غوښتي چې په هرات کې د قربانیانو د ژغورنې او له هغوی سره مرسته وکړي.

  6. د هرات زلزله؛ "لا هم مړي تر کنډوالو لاندې دي، ۳۰۰ جنازې نن خاورې ته سپارل شوې"

    د افغانستان په لوېدیځ کې د زلزله ځپلو لپاره د طالبانو حکومت د مرستې رسونې کمیسیون وايي، لا هم په هرات کې تر خاورو لاندې ګڼ مړي پراته دي.

    د دې کمېسیون غړي او ویاند احمدالله متقي بي بي سي ته وويل، د مرګژوبلې په اړه لومړۍ شمېرې سمې نه وې خو وايي په دغه زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۰۰۰ اوښتی دی.

    پرون د طالبانو حکومت چارواکو بي بي بي سي ته ویلي وو، چې زلزله کې شاوخوا دوه نیم زره کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

    نوموړی وايي، د وژل شویو کسانو کره شمېره ځکه نه مالومېږي چې اوس هم ګڼ شمېر قربانیان تر کنډوالو لاندې دي او د را ایستلو چارې یې روانې دي.

    د طالبانو د دغه چارواکي په وینا، یوازې نن (دوشنبه) شاوخوا ۳۰۰ مړي خاورو ته سپارل شوي دي.

    ښاغلی متقي وايي "د مړو را ایستلو بهیر روان دی، نو ځکه یې کره شمېر نه شو په ډاګه کولای. خو اوس دومره ویلی شو چې د وژل شویو شمېر له ۱۰۰۰ لوړ دی."

    د دغه طالب چارواکي په وینا، څه باندې ۲۰۰۰ کسان په زلزله کې ټپیان شوي او اوس په روغتونونو کې تر درمنلې لاندې دي.

    د ربوټونو له مخې په دغه زلزله کې ۱۳۰۰ کورونه په بشپړ ډول وېجاړ شوي دي

  7. د ماشومانو د ژغورنې صندوق: زلزله ځپلي ماشومان عاجلو مرستو ته اړتیا لري

    په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې بنسټ (Save the Children) مشر ارشاد ملک رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د هرات زلزله کې څه باندې ۹۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي او ماشومان هم اغېزمن شوي دي.

    ښاغلي ملک وویل، "ماشومان ډیر زیان منونکي دي. هغوی سرپناه، خوراک او مرستې ته بېړنۍ اړتیا لري."

    ښاغلي ملك وويل، دوى دا اندېښنه هم لري، چې ايا په نژدې راتلونكې كې به دغه ماشومان د زلزلې له امله د څښاك اوبو، خوړو او زده كړو ته لاسرسى ولر او که نه.

  8. وتلی سندرغاړی عدنان سمیع: د هرات په زړورو خلکو مې زړه درد کوي

    د پاکستان مشهور کاناډایي سندرغاړي عدنان سمیع په هرات کې د شنبې ورځې د زلزلې انځورونه خپاره کړي او ليکلي يې دي چې "ډېر خواشينی او زړه ماتی دی."

    د ښاغلي سميع چې نيکونه او مېرمن یې د افغانستان د هرات ولايت دي وايي، زړه يې د هرات په زړورو خلکو باندې سوزېږي او د زلزله ځپلو لپاره یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

  9. د روغتیا نړیوال سازمان: د هرات د زلزلې دوه پر درېیمه برخه قربانیان ښځې او ماشومان دي

    د روغتيا د نړيوال سازمان استازی وايي، د هرات د زلزلې د قربانيانو دوه پر درېيمه برخه ښځې او ماشومان جوړوي.

    د یاد سازمان مشر علا ابو زید چې په دې وروستیو کې هرات ته تللی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي،"دغه زلزله د سهار ۱۱ بجې وشوه. هغه مهال چې د کورنۍ ډېری نارینه د کار لپاره بهر وو او له بده مرغه ماشومان او مېرمنې په کور وې."

  10. د هرات زلزله؛ "د لور مې نیم بدن کنډوالو کې ایسار و، څوک مرستې ته رانغلل او مړه شوه"

    د هرات د کشک سیمې اوسېدونکې ګلزاده چې له ټول کور او شتمنۍ یې یوازې څو بړستنې او توشکې ور پاتې دي، پر سپېرې بیدیا ناسته ده.

    ګلزاده وايي، هر څه یو دم پېښ شول، لور یې د سترګو پر وړاندې په داسې حال کې له لاسه ورکړه چې د مرستې غوښتنه یې کوله، خو څوک ور ونه رسېدل.

    "موږ په دروازه کې ولاړ وو، نجونو لوبې کولې، یوه مو د ګاونډي لور وه، یوه زما. یو دم لوخړې راپورته شوې، هر څه لکه ږلۍ او باران راتویې شول او نجونوې تر خاورو لاندې شوې. نجونو چیغې وهلې چې موږ راوباسئ، ملا یې بنده وه چې را ویې باسو، چیغې مو ووهلې، هیڅوک مو داد ته را ونه رسېدل. لور مې مړه شوه، اوس دا زما ژوند دی."

    د هرات زلزله ځپلو سیمو ته له شاوخوا سیمو سلګونه کسان د مرستې لپاره ورغلي وو، که څه هم یو څه ناوخته و، خو دوی خپلې هیلې نه وې پرېکړې.

    مولا داد چې له ورڅېرمه کلي مرستې ته ورغلی و، وايي دوی په یوه زلزله ځپلي کلي تر خپلې وسې وروستۍ هڅې وکړې، خو مرګژوبله هومره ډېره وه چې اټکل یې نه کېده.

    "موږ د شپې نژدې نهه نیمې بجې دلته راغلو، وروستی کس مو د شپې یوولس بجې راویست، د دوی د شهیدانو شمېر اوس ۱۷۰ تنو ته رسېدلی دی. د ټپیانو شمېر هم له حده ډېر وو." نور ولولئ.

  11. ډله ییزو قبرونو کې د مړو خښول

    د هرات د شنبې ورځې زلزلې ځینې قربانیان نن او پرون په ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي. خو په ځینو سیمو کې لا هم تر کنډوالو لاندې مړي را اېستل کېږي.

  12. وروستی, ملکري ملتونه وايي، د زلزله ځپلو اړتیاوې ډېرې دي

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي ار وايي، په هرات کې د زلزله ځپلو خلکو اړتیاوې ډېرې دي.

    دغه اداره وايي، هڅه کوي له نورو همکارو ادارو سره ځپل شویو سیمو ته خیمې، پاکې اوبه او خوارکي توکي ورسوي. رپوټونه وايي، په سیمه کې زرګونه کسان بې کوره شوي دي او سرپناه ته اړتیا لري.

  13. وروستی, زلزله ځپلو سره د مرستو ټولولو کمپاینونه

    د افغانستان په لویدیځ هرات او بادغیس ولایتونو کې له زلزله ځپلو خلکو سره د مرستو راټولو بهیر روان دی.

    د مرستو راټولولو دغه بهیر په کور دننه او بهر پیل شوی دی.

    د افغانستان په پکتیا، ننګرهار، خوست، کونړ، ارزګان، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د مرستو راټولولو لپاره صندوقونه اېښودل شوي دي.

    دغه راز په بهر کې مېشتو افغانانو هم له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره کمپاینونه پیل کړي دي.

    تر اوسه یو شمېر سوداګرو او لوبغاړو د مرستو ژمنې کړې دي.

  14. وروستی, هرات کې بیا د زلزلې ټکانونه حس شوې دي

    رپوټونه وايي، د افغانستان په لوېدیځ کې یو ځل بیا د زلزلې ټکانونه حس شوي دي. د طالبانو ځايي چارواکي او د سیمې خلک وايي، نن غرمه مهال یې په هرات کې د زلزلې ټکان حس کړی دی.

    په تازه زلزله کې تر اوسه د مرګزژوبلې په اړه رپوټونه نه دي ورکړل شوي خو ویل کېږي چې تېرې هغې پرتله کمزورې وه.

  15. د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو حکومت یو جګپوړی پلاوی هرات ته تللی

    د طالبانو حکومت کې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی نن دوشنبه سهار هرات کې د زلزله ځپلو سیمو لیدو لپاره دغه ولایت ته تللی دی.

    له دغه معاونیته په خپاره شوي بیان کې راغلي چې ملا برادر به د بېړنیو مرستو د رسولو ترڅنګ اړوندو ارګانونو ته پر زیانمنو شویو هېوادوالو د راټولو شویو مرستو د سم او عادلانه وېش لازمې لارښوونې وکړي.

  16. له کندهاره لس روغتیایي ټیمونه هرات ته روان شوي

    د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزارت وایي له کندهاره لس روغتیايي ټیمونه، چې ۳۷ غړي لري، له دوه ټنه درملو سره هرات ته روان شوي دي.

    دغه وزارت پر خواله رسنۍ یوه پيغام کې لیکلي چې دغه روغتیایي کارکوونکي به د هرات ولایت زلزله ځپلو هېوادوالو لپاره روغتیايي خدمتونه ترسره کړي.

    د یادونې وړ ده، تر دې مخکې له هلمند، فراه، بادغیس او ځینو نورو ولایتونو هم روغتیايي ډلې هرات ته رسېدلې دي.

  17. بلېنکن: امریکا د افغانستان شمال لوېدیځ کې د زلزلې اغېزې په دقت څاري

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، چې هېواد یې د افغانستان په هرات کې د زلزلې اغېزې په دقت څاري.

    هغه د اېکس یا پخواني ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي چې د دوی بشردوستانه همکاران د افغانستان له خلکو سره ملاتړ لپاره بېړنۍ مرستې برابروي.

    هممهاله افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ هم د دې مرګونې زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي شودلې ده.

  18. ایران د هرات له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو ژمنه وکړه

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر امير عبداللهیان له امیرخان متقي سره تلیفوني خبرو کې د هرات له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو ژمنه کړې او هر راز همکاريو ته یې چمتو والی ښودلی دی.

    د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې دواړو بهرنیو چارو وزیرانو د دغې ټليفوني مکالمې پای کې د خپلمنځي سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پاللو او لا تقویې او همدا راز د افغان-ایران دوه اړخیزو همکاریو پر پياوړتيا ټینګار وکړ.

  19. د طالبانو حکومت کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې ویاند ملا جانان سایق له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې ویلي، نژدې دوه زره کورونه هم په دې زلزله کې نړېدلي دي.

    له سيمې څخه راپورونه وايي، ژغورونکې ډلې اوس هم د ژوندي پاتې شوو په لټه کې دي خو چارواکي وايي د ټپي شوو کسانو سره د مرستې لپاره پوره ډاکتران او طبي امکانات نشته.

  20. پخواني ولسمشر حامد کرزي له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو څخه د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې

    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتي چې د هرات له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

    "له بده مرغه چې په هرات کې د زلزلې د قربانيانو شمېر مخ په زياتېدو دی او د ابتدايي معلوماتو پر بنسټ لوی ځاني او مالي تلفات پېښ شوي دي. له همدې کبله د ملګرو ملتونو له سازمان، ملي او بين الملي خيريه مرستندويه بنسټونو او ملي تاجرانو او شتمنو هېوادوالو څخه هيله کوم چې زلزله ځپلو سيمو ته د دې غمجنې پېښې قربانيانو لپاره بېړنۍ مرستې ژر تر ژره ورسوي."