د هرات مرکزي روغتون په انګړ کې هم داسې کسان لیدل شوي،
چې له مرکزي ودانۍ بهر یې درملنه کېده او دا ښيي، چې څومره ګڼ شمېر کسانو عاجلې
درملنې ته اړتیا لري. په ځینو نورو تصویرونو کې بیا د هرات اینجل ولسوالۍ لویې
لارې ښکاري چې د زلزلې له کبله خنډونه پکې رامنځته شوي او د مرستې چارې یې هم له
خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې دي.
د اټکل له مخې ویل کېږي، چې د هرات نفوس یو اعشاریه
نهه میلیونو کسانو ته رسېږي. هممهاله افغاني سرې میاشتې ټولنه ویلي،
چې زلزله ځپلو سیمو ته د خوراکيتوکو، درملو او روغتیايي ډلو ترڅنګ خیمې،
ترپالونه، د اوبو ذخیره کولو لوښي، د پخلنځي وسایل، کمپلې او ګڼ نور اړین توکي
استولي دي.
دا
ټولنه وايي چې کارکوونکي او رضاکاران یې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې مرسته کوي
او زیانمنو شویو خلکو ته د هستوګنې د بیړني کمپ او سرپناه پر جوړولو بوخت دي.
هممهاله افغاني سرې میاشتې ټولنه ویلي، چې زلزله ځپلو سیمو ته د خوراکيتوکو، درملو او روغتیايي ډلو ترڅنګ خیمې، ترپالونه، د اوبو ذخیره کولو لوښي، د پخلنځي وسایل، کمپلې او ګڼ نور اړین توکي استولي دي.
دا ټولنه وايي چې کارکوونکي او رضاکاران یې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې مرسته کوي او زیانمنو شویو خلکو ته د هستوګنې د بیړني کمپ او سرپناه پر جوړولو بوخت دي.