د طالبانو له خوا پر ښځو د کار بندیز؛ افغانستان کې دریو بهرنیو موسسو خپل کار ځنډولی
افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو د کار له بندیز وروسته دریو لویو غیر دولتي موسسو (اینجوګانو) دغه هېواد کې خپل فعالیت وځنډاوه.
سیف ده چیلډرن، د ناروې کډوالو شورا او کېیر انټرنیشنل په یوه ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې، له "ښځینه کارکوونکې پرته" خپل فعالیت ته دوام نه ورکوي.
وروستیو کې طالبانو پر ښځو سخت بندیزونه لګولي.
په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو د کار بندیز امر یې وروسته له هغې وکړ چې څو ورځې وړاندې یې له ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو ښځې له زده کړو راوګرځولې.
د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب ادعا کړې وه چې، د بهرنیو مرستندویه موسسو ښځینه کارکوونکو د حجاب له قوانینو سرغړونه کړې.
طالبانو له دغه اعلان سره سم یادو بنسټونو ته ګواښنه کړې چې، د بندیزونو د سرغړونې په صورت کې به یې افغانستان کې د فعالیت جواز لغو کړي.
د دغو درېیو غیر دولتي موسسو مشرانو ویلي چې" که ښځینه کارکوونکي نه وای نو دوی په ګډه د ۲۰۲۱ کال راهیسي په میلیونونه اړو افغانانو ته لاسرسی نو شو موندلی ."
د دوی په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې راغلي:" مونږ خپل فعالیت ځنډوو، او غوښتنه کوو چې ښځې او سړي دې په ګډه او په مساوي ډول افغانستان کې زمونږ د بشر ژغورنې مرستو ته دوام ورکړي."