د سعودي عرب او پاکستان بهرنیو چارو وزیران: د افغان مېرمنو ټول حقونه باید خوندي شي
د سعودي عرب او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو وايي، چې د "افغان مېرمنو ټول حقونه باید خوندي شي."
بلاول بوټو زرداري او د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن السعود دغه څرګندونې په ټیلیفون خبرو کې کړې دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا پاڼه کې راغلي چې دواړو لورو یو ځل بیا د افغان مېرمنو د ټولو حقونو په خوندیتابه او د ژوند په ټولو برخو کې د هغوی د بشپړ او مساوي ګډون پر ارزښت ټینګار کړی.
د دواړو هېوادو د بهرنیو چارو وزیران داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په افغانستان د طالبانو حکومت پر ښځو او نجونو کمساري بندیزونه لګولي دي.
په وینا پاڼه کې راغلي چې پاکستان او سعودي عرب په افغانستان کې د امن ، سولې او ټیکاو څخه ملاتړ کوي او تمه لري چې د افغانانو لپاره د یوې باثباته راتلونکې د جوړولو په برخه نړیوال هلته فعالانه ښکېل و اوسي.