تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ملګري ملتونه: پر ښځو د کار بندیز افغانستان کې له نیمايي ډېر خلک له مرستو محروموي

ملګرو ملتونو کې د ښځو د ملاتړ اداره وايي، د طالبانو له خوا پر ښځو د کار بندیز افغانستان کې له نیمايي زیات نفوس له مرستو محروموي. دغې ادارې پر خپله ټوېټر پاڼه د ښځو برخه کې د طالبانو وروستۍ پرېکړې ته په اشارې ویلي: "دا د ښځو پر وړاندې یو بې رحمه چلن دی، دا د ښځو پر ازادۍ، د هغوی پر ونډې او د هغوی پر غږ ناوړه برید دی."‌

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, مجاهد:‌ د ښځو د کار بندولو په اړه فرمان د هغوی د "پت او عزت" ساتلو لپاره صادر شوی

    د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو ښځینه کارکوونکو د کار بندیز په اړه مکتوب د ښځو د "پت او عزت" ساتلو لپاره صادر شوی.‌

    د طالبانو د اقتصاد وزارت بي بي‌ سي‌ پښتو پاڼې ته ویلي چې په دغه "مکتوب کې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې نه دي شاملې."

    ښاغلي مجاهد له بي بي سي سره پښتو سره په مفصلو خبرو کې دا وویل چې ولې طالبانو تر یو نیم کال واکمنۍ وروسته په دغو سازمانونو کې د ښځو د کار د بندیز په اړه پرېکړه وکړه.

    ده وویل: "د ټولو دولتي بنسټونو په هغو برخو کې چې د ښځو کار ضروري نه و، واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم لومړي سر کې بند و. په نا دولتي مؤسسو کې ښځو ته هم فرصت ورکړل شوی و او د اسلامي امارت له څېړنو وروسته دې پایلې ته ورسېدو چې ښځې باید په هېڅ ډول په دې مؤسسو کې کار ونه کړي؛ ځکه چې دا ادارې د امارت تر کنټرول لاندې نه دي، ښځو ته خطر ډېر دی او خطرناک رپوټونه هم موږ ته را رسېدلي دي".

    د ښاغلي مجاهد نورې خبرې دلته اورېدلی شئ.

  2. بریتانیا: طالبان د افغانانو له ژوند سره لوبې کوي او نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي

    بريتانيا وايي، د طالبانو له خوا په بهرنيو او کورنيو نادولتي موسسو کې پر ښځو له کاربندیز وروسته يو شمېر موسسو په ناڅاپي توګه تر ۴۰ سلنې کارکوونکي له لاسه ورکړي دي.

    د افغانستان لپاره د بریتانیا چارسمبالي سفیر هوګو چارتر ویلي، د طالبانو دا پریکړه "د ښځو پر وړاندې ښکاره توپیري چلند او له نړیوالو قوانینو او د بشري مرستو له اصولو سرغړونه ده."

    نوموړی وايي، طالبان په دې کار سره د افغانانو له ژوند سره لوبې کوي او زياتوي چې ډېرو هغو ښځينه وو چې ښځو او ماشومانو ته یې داسې مرستې او خدمتونه وړاندې کول، چې نارينه يې ځاى نه شي نيولاى.

    ښاغلي شارتر ویلي، د طالبانو له خوا له لګول شویو محدودیتونو سره سره، بریتانیا له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه موسسو سره په ګډه کار کوي، چې وکولای شي اړمنو کسانو ته لږ تر لږه "حیاتي مرستې" ورسوي.

    خو له نړیوالو غبرګونونو سره سره، طالبان ټینګار کوي چې د دوی پریکړه د "اسلامي شریعت" سره سمه ده او دوی به ترې په شا نه شي.

  3. کرزی: د پاکستان زندانونو کې د افغان کډوالو حالت دردونکی دی

    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو حالت "دردوونکی" بللی. هغه ویلي، په دې برخه کې د پاکستان د حکومت کردار ناوړه او ارزښتونو خلاف دی.

    نوموړي پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې له "افغان کډوالو سره د یوه نیک او متمدنه ګاونډي په توګه او د بشري حقونو نړیوالو اصولو سره سم چلند وکړي."

    په ورته مهال په افغانستان کې د طالبانو حکومت له پاکستانه غوښتي چې هلته بندي افغانان خوشي کړي.

    خواله رسنیو کې د پاکستان زندانونو کې د بندي افغان کډوالو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ويډيوګانې خپرې شوې وې چې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

    په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسل وايي دغلته په زندانونو کې څه باندې ۳۲۵ افغان ماشومان بندیان دي.

  4. د افغانستان د خبریالانو د مرکز راپور:۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۱۲۰خبريالان نیول شوي، خو هېڅ يو د هدفي بریدونو قرباني شوی نه دی

    د افغانستان د خبریالانو مرکز د۲۰۲۲ کال د رسنیو د وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د رسنیو لپاره کار "سخت محدود" شوی او درې خبریالان له مياشتو راهيسې په بند کې دي.

    د دغه راپور موندنې ښيي چې په افغانستان کې د رسنیو د ټولنې هغه ازادي چې د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې په تېرو دوو لسیزو کې ترلاسه شوې وه، په چټکۍ سره له منځه ځي.

    د راپور له مخې "په ۲۰۲۲ کال کې یو مثبت پرمختګ دا و چې هېڅ خبریال او د رسنیو کارکونکي د هدفي بریدونو قرباني شوي نه دي."

    په تېرو کلونو کې یو شمېر خبریالان د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوي او یا هم د هدفي بريدونو ښکار شوي.

    خو په راپور کې راغلي، چې سږ کال د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۲۶۰ پېښې، چې ګواښونه، نیونې او له تاوتریخوالي ډک چلند په کې شامل دي، ثبت شوي، چې د تېر کال پرتله ۱۳۸ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.

    د راپور له مخې په لږ تر لږه ۱۱۹ قضیو کې د خبریالانو د موقتي توقیف، د توقیف پر مهال فزیکي او رواني تاوتریخوالی او سپکاوی شامل دي.

    د خبريالانو د نيولو پېښې ۵۸ پېښې په کابل، ۱۱ په کندهار، ۱۱ پکتيا، ۷ په غزني، ۶په فارياب، ۳ پېښې په هرات، سمنګان او باميان ولايتونو او پاتې نورې يې په نورو ولايتونو کې ثبت شوې دي.

  5. په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیره: بشري مرستې یوازې په خپلواکه توګه او له خنډونو پرته شونې دي

    په کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافیر رفاله اوډيسي وايي، له افغانستان سره بشري مرستې يوازې په خپلواکه او بې پرې ډول دوام کولی شي.

    نوموړې پر ټوټېر ليکلي، د بشري مرستو چمتو کولو لپاره د ښځینه کارکوونکو شتون "اړین" دی.

    پرون د امريکا او بريتانيا په ګډون د ١٢ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له اروپايي ټولنې سره په ګډه اعلاميه کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بنديز لګولو پرېکړه دې لغوه کړي.

    دغه اعلامیه د امریکا، استرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویس، بریتانیا، نېډرلنډزد بهرنيو چارو وزيرانو او اروپايي ټولنې له خوا خپره شوې ده.

  6. "د کراچۍ زندانونو کې ۳۲۵ افغان ماشومان بنديان دي"

    په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسل بي بي سي پښتو پاڼې ته ومنله چې دغلته په زندانونو کې څه باندې ۳۲۵ افغان ماشومان بندیان دي.

    مولوي سید عبدالجبار وايي، په بندیانو کې داسې ماشومان هم شته چې عمرونه یې تر دوو کلونو دي.

    نوموړی زیاتوي چې د کراچۍ په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اوس له ۱۵۰۰ ډېر افغانان بندیان دي چې ملګرو ملتونو یې په اړه اندېښنه ښودلې.

    حفیظ الله معروف له ښاغلي عبدالجبار سره په کراچۍ د افغان زندانیانو په اړه خبرې کړې دي.

  7. وروستی, د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر د ښځو پر کار د بندیز په اړه خبرو لپاره کابل ته ځي

    د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټین ګرېفېتس د طالبانو حکومت لخوا په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندېز په اړه خبرو لپاره کابل ته ځي.

    د رویټرز خبري اژانس په حواله افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف نیویارک کې رسنیو ته ویلي چې‌ ښاغلی ګرېفېتس به راتلونکو اوونیو کې د دغه کېدونکي سفر پر مهال د طالبانو حکومت کې د امکان تر حده له جګپوړو چارواکو سره وګوري.

    هغه زیاته کړې "خواشینې یو چې دې پرېکړې [نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز] وار له مخه زموږ ځینې پروګرامونه اغېزمن کړي دي."

    نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې چې ملګرو ملتونو وویل افغانستان کې یې له زماني اړخه ځینې مهم پروګرامونه په لنډمهاله ډول درېدلي او ښايي نور فعالیتونه یې هم ټکني شي.

    افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کوونکی وايي ښځې د دوی د مرسته رسونکي ځواک ۳۰ سلنه برخه جوړوي او دا چې د دوی پر ځای نارینه نشي ګومارل کېدلی.

    هغه دې ته هم اشاره کړې چې افغانستان کې "د خلکو بشرپاله اړتیاوې خورا ډېرې دي نو دا مهمه ده چې موږ پاتې کېدو او د دغو مرستو لېږدېدو ته دوام ورکړو."

    ملګرو ملتونو ویلي‌ چې د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي بې وزلۍ کې ژوند کوي، هرو دریو کې دوه کسان د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري او شل میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي.

    ښاغلي الاکبروف دا هم ویلي چې دوی د طالبانو حکومت له وزارتونو سره د دې پرېکړې د اغېزو په اړه پر خبرو بوخت دي او په دې لړ کې یې د عامې روغتیا له چارسمبالي وزیر سره د ښځینه مرستندویانو لخوا ښځو او نجونو ته د خدماتو رسولو په اړه ناسته "یو څه رغنده" وه.

    دی وايي د روغتیا له وزیر سره "وار له مخه یوې هوکړې ته رسېدلي یو او هغه دا چې په دې سکتور کې به خنډ نه رامنځته کېږي او د خدماتو برابرونکې ښايي کار ته راستنې شي. نو راځئ وګورو چې دا څنګه پایله ورکوي."

    نوموړي ویلي‌ چې له نورو وزارتونو سره هم په دې تړاو خبرې روانې دي، خو کومه هوکړه لا نه ده شوې.‌

    هغه پر دې هم ټینګار کړی چې د دې پرېکړې بېرته اخیستلو لپاره د فشار پر ځای باید طالبانو سره خبرو ته لومړیتوب ورکړ شي.

    د افغانانو د مړینې خطر

    د ماشومانو ژغورنې صندوق، پاملرنې، ورلډ وېژن او د ناروې کډوالو شورا د طالبانو حکومت لخوا په نادولتي‌ ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز له پرېکړې وروسته افغانستان کې د فعالیتونو ځنډولو اعلان کړی.

    دوی پنجشنبه یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې که نړیوالې مرستې درېږي نو د زرګونو کسانو د مړینې خطر رامنځته کېږي.

    د ماشومانو ژغورنې نړیوال صندوق اجرائیه مشره ایګنر اشېنګ وايي"که موږ ونه توانېږو چې خپل پروګرامونه پیل کړو نو ماشومان به مړه شي. سلګونه او زرګونه کسان به مړه شي. وضعیت همدومره جدي دی."

    د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت د ډسمبر په ۲۳مه د دغه وزارت د سرپرست مولوي دین محمد حنیف لخوا یوه لاسلیک شوي مکتوب کې وویل، چې د اسلامي حجاب نه مراعاتېدو له امله یې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

    خو د ملګرو ملتونو د مرستو همغږی کوونکی وايي دا پرېکړه کندهار کې د طالبانو مشرتابه شورا کړې ده.

    د نوموړي په وینا طالبان د دې پرېکړې پر سر ویشلي دي.

    تېره ورځ د امریکا په ګډون د افغانستان ۱۲ مهمو مرستندویه هېوادونو او اروپايي ټولنې یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې طالبان باید دا پرېکړه بېرته واخلي.

    دوی ویلي و چې دغه ګام د میلیونونو کسانو ژوند خطر سره مخ کړی دی.

    د یادونې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو،‌ د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼو نورو ادارو او هېوادونو هم د ښځو په تړاو د طالبانو پر وروستیو پرېکړو نیوکه کړې او له هغوی یې غوښتي چې دا پرېکړې بېرته واخلي.‌

    طالبان بیا وايي د "شریعت او افغاني‌ دود" په چوکاټ کې د ښځو له کار او د نجونو له زدکړو سره ستونزه نه لري‌ او ګواکې د یوه "مناسب چاپېریال" جوړېدو لپاره یې کار کوي.‌

  8. بې پولې ډاکټران: په افغانستان کې زموږ ۵۱ سلنه کارکوونکي ښځې دي او له هغوی پرته زموږ فعالیتونه ناشوني دی

    د بې پولې ډاکترانو ټولنې د طالبانو وروستۍ پرېکړه چې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې يې د ښځو پر کار کولو بنديز لګولی غندلې او دا یې په افغانستان کې له "ټولنیز ژونده د ښځو د لرې کولو" وسیله بللې ده.

    دغې ادارې په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې د استازي له قوله یوه بیانیه کې ويلي،"زموږ ۵۱ سلنه طبي کارکوونکي ښځې دي. شاوخوا ۹۰۰ډاکټران، نرسان او نور مسلکي کسان هڅه کوي هره ورځ زرګونو افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي. "د بې پولېډاکټرانو فعالیت له دوی پرته شونی نه دی."

    فېلېپ ریبیرو وايي، "د طالبانو د دې وروستي فرمان پایلې به زیانمنونکې ډلې لکه ښځې او ماشومان سخت زیانمن کړي، او دا به د دوی لپاره خورا ستونزمن وي چېډاکټر ته مراجعه وکړي. د بېلګې په توګه، د خوست د ولادت په روغتون کې زموږ له ۹۰٪ زیات روغتيايي کارکوونکي ښځې دي چې هره میاشت د ۱۸۰۰ميندو سره زېږون کې مرسته کوي. که د طالبانو دا پرېکړه په بشپړه توګه عملي شي، نو ډېرې میندې خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو خنډونو سره مخ شي."

  9. اروپايي ټولنه: پر ښځو د لګېدليو بندیزونو لرې کول د بشري مرستو وېش شوني کوي

    افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی توماس نیکولسن وايي، که طالبان د ښځو د کار برخه کې بندیزونه لرې کړي، بشري مرستې به دوام ومومي.

    ښاغلي نیکولسن پر خپله ټوېټر پاڼه په بهرنیو انجیو ګانو کې د ښځو پر کار بندیز د لرې کولو غوښتنه کړې.

    نوموړي لیکلي: "په کورنیو او بهرنیو بنسټونو کې د ښځو پر کار د طالبانو د خطرناکه او بې پروا بندیزونو له لرې کولو سره به د نا دولتي او دولتي سازمانونو له خوا د بشر دوستانه مرستو د لېږد فرصت برابر شي."

    نوموړي داسې مهال د دغو بندیزونو پر لرې کولو ټینګار کړی چې د طالبانو دغه پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې.

    ملګرو ملتونو د طالبانو دغه پرېکړه د بشر حقونو ضد کړنه بللې او د ژر تر ژره لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.

    پر خواله رسنیو هم د دغې پرېکړې د بدلولو لپاره د "یا ټول، یا نه" کمپاین پیل شوی چې د ګڼو افغانانو تر څنګ یو شمېر بهرنیانو هم پکې برخه اخیستې.

  10. وروستی, ګډه اعلامیه: " ښځينه کارکوونکو پرته اړمنو کورنیو ته بشردوستانه مرستې نه شو رسولی"

    د اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویتزلنډ، نیدرلنډز، بریتانیا او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو او همدا راز د اروپايي ټولنې جګپوړي استازي افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا په کورنیو او نړیوالو نادولتي ادارو کې د ښځو د کار پر بندېدو 'ژوره اندېښنه' ښودلې ده.

    دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي‌ چې د طالبانو دا "بې پروا او خطرناک" امر هغه میلیونونه افغانان له ګواښ سره مخامخوي چې د ژوند د دوام لپاره پر بشردوستانه مرستو تکیه دي.

    د دوی په خبرپاڼه کې راغلي‌ چې "ښځې د بشردوستانهمرستو رسولواو بنسټیزو عملیاتو کېد پام وړ او مهمرول لري، نو که دوی په افغانستان کې د مرستوپهرسولو کې برخهوا نه خلي، نادولتي موسسې به ونه شي کړای چې د هېواد تر ټولو زیان منونکو خلکو ته خوراکي توکي، درمل، ژمني او هغه نوروسایل ورسوياوخدمات وړاندې کړي چې د ژوندددوام لپاره اړتیا ورته لري."

    له افغانستان سره بشردوستانه مرستو کې د دغو۱۲ښکېلو هېوادونو او اروپايي ټولنې ګډه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو له لوري پر ښځينه کارکوونکو د بندیز دغه اقدام به "د نړیوالو سازمانونو لخوا چمتو شوې بشردوستانه مرستې هم اغېزمنې کړي، ځکه چې نړیوال سازمانونه د دغو توکو او خدماتو وړاندې کولو لپارهغیردولتي موسسې کاروي."

    "د ښځو حقونو ته درناوی وکړئ"

    په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې طالبانو همدا راز "د افغانستان خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د خیر ښېګڼې، حقونو او ازادیو ته سپکاوي، او نړیوالې ټولنې سره عادي‌ اړیکو ته د لیوالتیا نه ښودلو ته دوام ورکړی دی."

    دوی ویلي "موږ کار،‌ ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو د ورګرځېدو او د بشردوستانه مرستو او بنسټیزو اړتیاو تامین کې د ښځو د نقش دوام لپاره د افغانستان د خلکو د غوښتنې ملاتړ کوو او له طالبانو غواړو چې د افغانستان د ښځو او نجونو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو ته درناوی ولري."

    د طالبانو حکومت د روانې میاشتې پر ۲۳مه افغانستان کې کورنيو او بهرنيو موسسو ته امر وکړ چې د دوی تر "امر ثاني" دې د خپلو ټولوښځينه کارکوونکو دندې وځنډوي.

    د طالبانو حکومت څو ورځې وړاندې افغانستان کې د نجونو لوړې زدکړې هم تر خپل بل امره وځنډولې. واک د رسېدو له پیل راهیسې یې په زیاتره دولتي ادارو کې هم کارکوونکې مېرمنې په کور کېنولې دي او د کار اجازه نه ورکوي.

    همدا راز، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا د روان ښوونیز کال له پیله تړلي دي.

    دا پرېکړې د دې لامل شوې چې د طالبانو پر حکومت په کور دننه او له بهره نیوکې ډېرې شي.

    خو طالبان وايي د "شریعت او افغاني‌ دود" په چوکاټ کې د ښځو له کار او د نجونو له زدکړو سره ستونزه نه لري‌ او ګواکې د یوه "مناسب چاپېریال" جوړېدو لپاره یې کار کوي.‌

    د یادونې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو،‌ د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼو نورو ادارو او هېوادونو هم د ښځو په تړاو د طالبانو پر وروستیو اقداماتو نیوکه کړې او له هغوی یې غوښتي چې په دې اړه خپلې پرېکړې بېرته واخلي.‌

    په دې لړ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې د طالبانو له خوا په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه به بشردوستانه فعالیتونه اغېزمن کړي.‌

  11. د فرانسې د نړیوالو ډاکټروانو ټولنې "افغانستان کې خپل فعالیت په لنډمهالي ډول درولی"

    د فرانسې د نړیوالو ډاکټروانو ټولنې ویلي چې په افغانستان کې يې خپل فعالیت په لنډمهالي ډول درولی. دغې ادارې له پاریسه په خپره شوې خبرپاڼه کې ليکلي چې د طالب چارواکو هغه لیک ورته رسېدلی چې په دغه هېواد کې يې په نړیوالو او ملي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او دوی دا بندیز په سختو ټکو غندلی. د دغه بنسټ په اعلامیه کې راغلي چې له دېرش کاله فعالیت وروسته دا پرېکړه ورته سخته ده او په چارواکو په کلکه غږ کوي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي. دغه بنسټ وايي، په کابل کې روغتون لري او دغه راز د مور او ماشوم د صحت په برخه کې فعالیت کوي او له یو لک او پنځوس زرو ډېر کسان ددوی د روغتون له خدماتو برخمن کېږي.

  12. جرمني وایې له افغانستان سره بشري مرستې بندوي

    د جرمني حکومت د دې پرېکړې نیت وروسته له هغې کړئ چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه.

    د طالبانو دا پرېکړه د دې لامل شوې چې ډېری بشرپالې ادارې خپل فعالیت ودروي، ځکه دوي وایې له ښځو پرته یې کارونه مخکې نشي بېولی.

    د جرمني د پراختیا او اقتصادي همکاریو وزیره سوینیا شولتزه وایې د طالبانو دا ډول محدودیت د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو پر رسونې غیر مسئولانه ګوزار دی.

    نوموړې وایې، "پرته له ښځو یادې ادارې نشي کولای، د افغانستان نیمو وګړو ته خدمتونه ورسوي او خپل کار ته دوام ورکړي."

    د طالبانو وروستۍ پرېکړه د دې لامل شوې چې د جرمني د پراختیا وزارت او نړیوال بانک چې د افغانستان لپاره نړیوالې مرستې همغږې کوي، د مرستو د رسونې یا بندولو د بهیر په څرنګوالي خبرې وکړي.

    په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بایربوک په خپل ټویټر د طالبانو پریکړه غندلې او ویلي یې دي، "موږ نشو منلی چې طالبان له بشري مرستو د ښځو سره دوښمنۍ له مخې د وسیلې په توګه ګټه واخلي، دوی (طالبانو) د نیمو وګړو حقونه یرغمل کړي، بشري اصول له پښو لاندې کوي او بشري مرستې له خنډ او ځنډ سره مخ کوي."

    د جرمن سرچینو په وینا په روان کال کې دې هېواد ۱۲ میلیونه یورو د بشري مرستو په توګه مرسته رسوونکو ادارو ته ورکړې.

    ویل کېږي تېر کال له امریکا وروسته جرمني دوهم هېواد وو چې له افغانستان سره يې ډيرې بشري مرستې کړې دي.

  13. حامد کرزی وايي طالبان دې د ښځو د کار برخه کې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي

    د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي،‌ طالبان دې د کار برخه کې پر ښځو د بندیز لګولو پر پرېکړه له سره غور وکړي.

    ښاغلي کرزي افغانستان کې د طالبانو له سرپرست حکومته غوښتي چې، هېواد کې دې د ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

    نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:" د هېوادوالو د اقتصادي ستونزو د حل او د کورنیو د ژوند او شرایطو د بهبود لپاره له سرپرست حکومته غوښتنه کوم چې د ښځو د کار په مسله کې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي او هېواد کې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي."

    هغه د ښځو او زده کړو د کار برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دریځ هرکلی هم کړی.

    ښاغلي کرزي ښځو ته د هغوی د کار حق تر څنګ د زدکړې د حقونو پر ورکړه هم ټینګار کړی او ویلي یې دي : "سرپرست حکومت دې د هېواد د پرمختګ، ودې او د حیاتي ګټو د تامین لپاره هر څه ژر د نجونو د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو درازې پرانیزي.

    افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو پر زدکړو او کار بندیز له اعلان وروسته په کور دننه سربېره نړیوال غبرګونونه هم زیات دي.

    ګڼو نا دولتي بنسټونو په دغه هېواد کې د خپلو فعالیتونو د ځنډولو اعلان کړی، چې له مخې یې پر طالبانو فشار راوړي چې ژر تر ژره دې برخه کې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

  14. ملګرو ملتونو کې د ښځو دفتر؛ د طالبانو وروستي بندیزونه 'له انساني کرامته انکار دی'

    د جندر یا جنسیت د برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو دفتر نادولتي بنسټونو کې پر ښځو د کار بندیز "د ښځو له حقونو ښکاره سرغړونه" بللې ده.

    دغه بنسټ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي:"موږ د طالبانو دغه پرېکړه په کلکه غندو او په دې برخه کې په بشپړ ډول د افغان ښځو ملاتړ کوو."

    په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي: "دا یو ظالمانه جنایت او پر ښځو، د هغوی پر ونډې، ازادۍ او غږ یې یو وحشیانه برید دی، دا یو ځل بیا د ښځو له بشري حقونو او انساني کرامت ته د درناوي له ټولو معیارونو انکار کول دي."

    د یو اېن وومن له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې طالبانو داسې حال کې پر ښځو تازه بندیزونه لګولي چې، د نړیوالې ټولنې تر بشپړ څار لاندې دي.

    یاد دفتر همدا راز ویلی چې، د طالبانو له دغو نویو بندیزونو سره پر نیمای‍ی وګړو مرستې بندې کړې، او دا هغه کسان وو چې د ښځو له خوا به بشري مرستې ور رسول کېدی.

    د دوی په وینا، له دغو مرستو پرته د افغانانو ژوند سخت دی.

    ملګرو ملتونو کې د ښځو ملاتړ دغه دفتر وايي، له دغو بندیزونو وروسته به افغانستان کې شپږ اعشاریه ۱۱ولیکل شي اسانه به وي میلیونه ښځې نور اړینو مرستو ته لاسرسی و نه لري، ځکه چې د کورنیو له څلورو د یوې برخې سرپرستي ښځې کوي، نو دوی به نور د خپل ژوند د پایښت بله هېڅ لاره و نه لري.

    ملګري ملتونه وايي،‌ د طالبانو وروستۍ پرېکړه له اوبو او روغتیايي‌ خدمتونو نیولې بیا د ښځو تر خوړو،‌ خوندیتوب، ژوند بڼې، سرپناه او نورو برخو اغېز لرلی شي.

  15. وروستی, دلاور:‌ تر وري میاشتې به د نجونو د زدکړو بندیز ته یوه لاره وموندل شي

    یوه لوړپوړي طالب چارواکي ویلي حکومت یې ښايي‌ تر را روان پسرلي پورې د نجونو د زدکړو بندیز ته یوه لاره ومومي.

    پر ملګرو ملتونو سربېره ګڼو هېوادونو پر طالبانو غږ کړی چې بندیزي پرېکړو تېر شي او خبرداری یې ورکړی چې وروستي ګامونه یې له افغانانو سره نړیوالې بشري مرستې اغېزمنولای شي.

    د طالبانو حکومت د کانونونو او پیټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور یوې خصوصي خبري شبکې (طلوع نیوز) ته ویلي چې ښايي تر پسرلي مخکې د نجونو زدکړو ته یوه حل لار ومومي.

    نوموړي خبریالانو ته ویلي "په هېواد کې د ښوونيز او تحصيلي بهير د بېرته پيل کېدو په موخه داسلامي امارت د مشرتابه په کچه ګړندۍ هڅې روانې دي".

    "د ابتدايي، ثانوي ښوونځيو او پوهنتونونو په اړه به ان شاءالله ژر تصمیم ونیول شي او اوسمهال تر حمل/وري میاشتې په اکثرو ولایتونو کې رخصتۍ دي. پوهنتونونه هم رخصت دي او ثانوي ښوونځي او د لومړنیو ښوونځيو درسونه هم نه شته".

    ښاغلی دلاور وايي، تر وري میاشتې به یو داسې تصمیم ونیول شي چې له شریعت او له افغاني دود او دستور سره به مطابق وي.

  16. وروستی, د ملګرو ملتونو سرمنشي: پر افغان ښځو محدودیتونه هېڅ د توجیه وړ نه دي

    د طالبانو د حکومت له لوري د افغان نجونو او ښځو پر زدکړه او کار د بندیز پرضد د نړیوالو غبرګونونو په درشل کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، دا محدودیتونه د توجیه وړ نه دي،‌ له بشر حقونو سرغړونه ده او باید لغوه شي.

    انتونیو ګوتېرېش په دوو لنډو ټویټونو کې لیکلي:

    "پر ښځو او نجونو د کاري ګومارنې او زدکړې په اړه د طالبانو وروستي محدودیتونه د نه توجیه وړ بشري حقونو سرغړونه ده او باید لغوه شي."

    ښاغلي ګوتېرېش په دویم ټویټ کې لیکلي "د ښځو او نجونو د محرومولو او خاموشولو کړنې دوام لري چې دا کار د افغان ولس د کړاو او لویې رنځونې او د بالقوه افغانانو د بې توانه کولو لامل ګرځي".

  17. وروستی, د ملګرو ملتونو امنیت شورا: طالبان د خپلو ژمنو خلاف پر ښځو محدودیتونه لګوي

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، په افغانستان کې پر مرستندویه کارمنو ښځو محدودیتونه له افغان ولس سره د طالبانو د ژمنو خلاف عمل او د نړیوالې ټولنې د تمو برعکس چاره ده.

    امنیت شورا ویلي، د مرستندویه ټولنو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز به پر بشري کړنو لوی او سم لاسي اغېز ولري.

    امنیت شورا د ښځو له پوهنتونونو د ښځو د منع کولو او تر شپ‍ږم ټولګي د لوړو ښوونځیو د نجونو د تعلیم بندولو په اړه هم ژوره اندېښنه ښودلې ده او په افغانستان کې یې د ښخو او نجونو د بشپړ هدفمن مشارکت او برابرۍ غوښتنه کړې ده.

    په وینا پاڼه کې د امنیت شورا ۱۵ غړو په اکثریت رایو ویلي، په افغانستان کې د منځنیو او لېسې د عمر پر نجونو د تعلیم بندیز "د انساني حقونو د احترام او اساسي ازادیو د سلبونې ډېرېدو په مانا دي".

    طالبانو د پوهنتون پر نجونو د تعلیم محدودیت داسې مهال اعلان کړ چې هم‌مهاله امنیت شورا تېره اونۍ د افغانستان په تړاو نیویارک کې غونډه لرله.‌

    امنیت شورا وايي، بشري برخه کې د ښځو پر کار بندیز چې تېره شنبه اعلان شو د ملګرو ملتونو د چارو په ګډون "په هېواد کې د بشري چارو ‌پر بهیر لوی او سم لاسي اغېز لري".‌

    د امنیت شورا په ویناپاڼه کې راغلي، دوی په افغانستان کې د خپل سیاسي او د همکارۍ دفتر (یوناما) له لارې له افغانانو سره خپلو ژمنو او بشپر ملاتړ ته متعهد دی.

  18. ملګري ملتونه وايي طالبان دې د ښځو اړوند ځپونکې تګلارې سملاسي بدلې کړي

    د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر، ولکر ترک د طالبانو پر حکومت غږ کړی، چې په بیړه هغه سیاستونه او تګلارې چې ښځې او نجونې هدف ګرځوي، بدلې کړي.

    نوموړي د طالبانو ځپونکې تګلارې "وحشت ناکې او بې سارې اغیز لرونکې" بللې دي چې د هغه په ټکو دا ډول سیاستونه د افغان ټولنې ثباب ګواښي.

    د بشري حقونو دغه کمیشنر وايي "هېڅ هېواد تر هغې پرمختک نشي کولای او ان په حقیقت ژوندی نشي پاتې کېدلی چې نیم وګړي یې په ټولنیزو او اقتصادي چارو کې برخه ونه لري. دا ډول محدودیتونه چې پر نجونې او ښځو تپل کیږي، د درک وړ نه دي، نه یوازې دا چې د افغانانو درد او غم نور زیاتوي، بلکې وېره دا ده چې د افغانستان له پولو بهر ننګونې او ګواښونه به له ځان سره ولري."

    د ملګرو ملتونو دغه جګپوړی کمیشنر له طالب واکمنو غواړي چې د ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي او درناوی یې ولري. دغه کمیشنر ټینګار کوي چې "ښځې باید په ټولو برخو کې د پام وړ برخه" ولري.

    د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۴ مه د طالبانو اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې پر هغو ښځو تر "دویم امره" د کار بندیز ولګاوه چې په کورنیو او بهرنیو این جیوګانو کې کار کوي.

    ښاغلی ترک وایې، تر بل اعلان یا امرثاني پورې د دا ډول مهمو موضوعاتو ځنډول په دې مانا دي چې یو لویه برخه وګړي باید خپل ژوند ودروي.

    "له کاره د میرمنو او نجونو راګرځول به د دوی په کورنیو پر ګټې وټې بد اغېز وکړي، دوی به د هېواد د پرمختګ په برخه کې له ونډې اخیستنې راورګرځول شي، او په ټولنه کې بې ګټې خلک حساب شي."

    موسسې او مرسته رسوونکي بنسټونه دا مهال یوازینۍ هغه ادارې بلل کیږي چې د ملګرو ملتونو مرستې بې وزلو خلکو ته رسوي.

    طالبانو اقتصاد وزارت چارواکو بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي چې په وروستي مکتوب کې یې د ملګرو متلونو اړوندې ادارې شاملې نه دي، خو په دې اړه له نورو مالوماتو ورکولو ډډه کوي.

    د ملګرو ملتونو کمیشنر وایې، که د دوی همکارې موسسې خپل فعالیتونه ودروي، نو دوی ته به ستونزمنه چې د دې هېواد ټولو برخو ته بشري مرستې ورسوي.

    "دا ډول محدودیتونه به د یادو ادارو د خدمت رسونې چارې ټکنۍ او یا بیخې بندې کړې، چې زیان یې بیا هم یوازې اړو افغانانو ته رسیږي، هغه خلک چې دا مهال په دې ساړه ژمي کې له بل هر وخته ډیر لاس نیوي ته اړتیا لري."

    د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري اندیښنه ښيي چې پر ښځو او نجونو دا ډول بندیزونه به هغوی نورې هم له کورني تاوتریخوالي او ځورونو سره مخ کړي.

  19. د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون: طالبان دې د ښځو پر کار د بندیزونو پایلو ته په کتو حل لارې ومومي

    د "سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون" د طالبانو حکومت لخوا افغانستان کې په غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار په بندیز لګېدو ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دوی د "جنسیتي تنوع" ساتلو ته ژمن دي.

    دغه فدراسیون یوه بیانیه کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې "پایلې پام کې وساتي او داسې حل لارې ومومي چې د افغانستان ګوټ ګوټ کې د نجونو، ښځو او نورو ټولو خلکو په ګټه د ژوند ژغورونکو مرستو دوام شونی کړي."

    دا فدراسیون افغانستان کې زرګونو کسانو سره ولږې او تنګسو سره مقابلې او همدا راز روغتیايي پاملرنو ته لاسرسي لپاره همکاري کوي.

    دغه فدراسیون وايي ګڼې نجونې او ښځې د دوی مرکزونو کې د ډاکترانو، نرسانو او قابلو په توګه خدمات وړاندې کوي.

    دا سازمان وايي "تر اوسه مشخصه نه ده چې د طالبانو فرمانونه به د دوی د کارمندانو اړوند څه ډول عملي شي."

    دغه فدراسیون د ځینو سازمانونو لخوا د فعالیت درېدو ته په کتو ویلي "دا ډول محرومیتونه په لنډمهال او اوږدمهال کې هېواد لپاره ویجاړوونکې دي. پایلې به یې د هغو کسانو لپاره لا ډېرې وحشتناکه وي چې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري."

  20. د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر: طالبان هڅه کوي مېرمنې له ټولنې ورکې کړي

    د برتانیا بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي ویلي طالبان هڅه کوي چې مېرمنې له ټولنې ورکې کړي.

    هغه پر خپل ټویټر یوه پیغام کې زیاته کړې چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز به ژوند ژغورونکو مرستو ته د میلیونونه افغانانو د لاسرسي مخه ونیسي.

    د هغه په وینا دا به پر هر چا اغېز وکړي او طالبان باید ژر تر ژره دا پرېکړه بېرته واخلي.