د ولسمشر د لوړې مراسم، شېبه په شېبه

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته تیاری بشپړ شوی او د ځینو هېوادونو د استازو په ګډون به په دې مراسمو کې شاوخوا څلور زره کسان ګډون وکړي. د عبدالله عبدالله ډله وايي، دوی هم د لوړې مراسمو ته چمتووالی نیولی. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ویلي، د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم د څو ساعتونو لپاره وځنډېدل.

ژوندی پوښښ

  1. د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او همپالنې" د ټاکنډلې ویاند فریدون خوځون بي بي سي ته وویل، تېره شپه یې له له زلمي خلیلزاد سره ارګ هوکړه کړې چې د لوړې مراسم لغوه کوي موږ هم لغوه کړه خو اعلان مو نه کړه، اوس چې ارګ د هوکړې خلاف د لوړې مراسم ترسره کوي، مېلمانه راغلي او د ۵ زره کسانو لپاره مو څوکۍ اېښې.

  2. څلور زره مېلمانه

    د اشرف غني سلاکار شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته وویل چې د یوناما، امریکا او اروپایي ټولنې په ګډون د ټولو هېوادونو استازي او د ځينو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي.