د ولسمشر د لوړې مراسم، شېبه په شېبه

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته تیاری بشپړ شوی او د ځینو هېوادونو د استازو په ګډون به په دې مراسمو کې شاوخوا څلور زره کسان ګډون وکړي. د عبدالله عبدالله ډله وايي، دوی هم د لوړې مراسمو ته چمتووالی نیولی. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ویلي، د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم د څو ساعتونو لپاره وځنډېدل.

ژوندی پوښښ

  1. ننګیال:هیلمن یو نن د یو مقتدر او قانوني حکومت بنسټ کېښودل شي

    د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سلاکار نجیب ننګیال په خپل فسبوک پاڼې لیکلي:"په دې هیله چې نن د یو مقتدر او قانوني حکومت بنسټ کېښودل شي. داسې چې د لن‌‌‌‌‌‌ډغرۍ، باجګیرۍ، زورګویۍ او د نه منلو د فرهنګ جنازه وځي. افغانستان یو قوي حکومت له بحرانه وېستلی شي."

  2. وروستی, عبدالله: د کلپو رایو باطلول له کړکېچه د وتلو لار ده

    عبدالله عبدالله پر ټوېټر لیکلي: "هېڅوک باید د ریښتینې ډیموکراسۍ او د قانون د واکمنۍ په ملاتړ کې زموږ هوډ کم ونه ګڼي. د ټولو کلپو رایو باطلول د وتلو لار ده."

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  3. کابل کې رخصتي او د لارو بندښت

    کابل ښار کې نن رسمي رخصتي ده. په ښار کې ټینګ امنیتي تدبیرونه نیول شوي او ارګ او سپېدار ماڼۍ ته غځېدلې لارې د عمومي تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

  4. د پښتون ژغورنې غړي کابل ته راورسېدل

    د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د پارلماني غړي محسن دوړ او علي وزیر جلال اباد ته له رسېدو سره سم دوی ته د ننګرهار د ولایت مقام کې له هرکلي وروسته شېبه وړاندې کابل ته ورسېدل.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  5. د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر او تېرو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل پر ټوېټر لیکلي، یو دولت څنګه پرځي؟ نن یې موږ شاهدان یو.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  6. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د کابل په لور وخوځېدل

    د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د پارلماني غړي محسن دوړ او علي وزیر جلال اباد ته له رسېدو سره سم دوی ته د ننګرهار د ولایت مقام کې د هرکلي مراسم ونیول شول او اوس د کابل په لور د لوړې د مراسمو په پار راوخوځېدل.

  7. د لوړې مراسمو ته چمتووالی

    د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته یې تیاری بشپړ شوی، خو د لوړې مراسم به تر غرمې وروسته پیل شي. اجراییه ریاست هم د عبدالله عبدالله د لوړې د مراسمو لپاره چمتووالی نیولی.

    د ویډیو تشریح، د لوړې مراسمو ته چمتووالی
  8. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي جلال اباد ته ورسېدل

    د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د پارلماني غړي محسن دوړ او علي وزیر جلال اباد ته ورسېدل. دوی د ننګرهار د ولایت مقام کې دي.

    والي او نورو خلکو يې په ولايت مقام کې هرکلی کړی.

  9. ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی
    د عکس تشریح، ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی
  10. د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره ارګ ته ننتونکي کسان معاینه کېږي

    په ارګ کې د بي بي سي خبریال وايي، د لوړې مراسمو لپاره چارواکي او خلک ارګ ته راروان دي او د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره ننوتونکي کسان معاینه کېږي.

    ارګ

    د عکس سرچینه، د بي بي سي خبریال

    د عکس تشریح، ارګ
  11. فرهمند: د عبدالله د لوړې مراسم له غرمې وروسته دي

    د عبدالله عبدالله د ټاکنډلې مرستیال عنایت فرهمند په خبره، د نوموړي د لوړې مراسم له غرمې وروسته ترسره کېږي.

    له دې مخکې ارګ هم وویل، چې د ښاغلي غني د لوړې مراسم هم څو ګړۍ ځنډول شوي او له غرمې وروسته تر سره کېږي.

    ښاغلي فرهمند د بي بي سي خبریال خلیل نوري ته وویل، په دې تړاو خبرې د سهار تر پنځو روانې وې.

    نوموړی زیاتوي، د شپې په دوو بجو خلیلزاد دوی ته ډاډ ور کړ چې ارګ مراسم ځنډولي او له دې ډلې هم غوښتنه کېږي چې خپل مراسم وځنډوي.

    عنایت فرهمند دا هم وايي، چې د ملي یووالي حکومت دوام د ښاغلي خلیلزاد غوښتنه وه، خو دوی ټینګار کاوه چې د لوړې مراسم وځنډول شي، وروسته به د حکومت پر راتلونکي او د دواړو خواوو پر ونډه بحث وشي.

    سپیدار
  12. د بي بي سي خبریال: اجراییه ریاست کې د لوړې مراسم تت ښکاري

    د بي بي سي خبریال صابر عزیز وايي په اجراییه ریاست کې د لوړې مراسم تت ښکاري او دده پر ټکو هیڅ کوم مهم کس دلته نه ورته ښکاري، یوازې عام خلک راټول شوي.

    سپیدار ماڼۍ

    د عکس سرچینه، bbc

  13. تورخم کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د غړو هرکلی

    ننګرهار مرستيال والي، د تورخم ښاروال او نورو ملکي او پوځي مسوولينو په تورخم کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو علي وزير او محسن داوړ هرکلى کړی او جلال اباد ته په لار دي. ټاکل شوې ده، چې په يوه چورلکه کې بيا له جلال اباد څخه کابل ته وليږدول شي.

  14. ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لومړې مراسمو ته زموږ ورغلي همکار اسمعیل سعادت دا وېډیو خپره کړې چې وايي، د محمد اشرف غني د لومړې مراسم لږ تر لږه د څو ساعتونو لپاره ځنډول شوي دي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  15. خوځون: مراسم په خپل وخت کېږي

    د ولسمشرۍ ټاکنو د بل نوماند عبدالله عبدالله یوه ویاند فریدون خوځون په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې د ده په خبره، د ښاغلي عبدالله د لوړې مراسم په خپل وخت کېږي.

    ښاغلي خوځون کره وخت نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې لیکلي، د دواړو ټاکنډلو ترمنځ د منځګړو په غوښتنه دا مراسم تېره شپه ځنډول شوي دي.

    که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسون تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې ولسمشر غني بریالی اعلان کړی، خو سیال یې عبدالله عبدالله ځان بریالی بولي او وايي، چې ټول شموله حکومت جوړوي.

    سپیدار
  16. ارګ کې د لومړې مراسمو ته چمتووالی

    د عکس سرچینه، وکیل کوهسار

    د عکس تشریح، ارګ کې د لومړې مراسمو ته چمتووالی
  17. محسن دوړ: کابل جانه، موږ در روان یو

    د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د پارلمان غړي ښاغلي محسن دوړ په خپل ټویټر کې لیکلي، "کابل جانه موږ در روان یو"

    د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د لومړي وزیر عمران خان په سپارښتنه د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د پارلمان غړو علي وزیر او محسن دوړ ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې ګډون لپاره کابل ته ولاړ شي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  18. علي وزیر او محسن دوړ هم کابل ته په لار دي

    د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران علي وزیر او محسن دوړ هم افغانستان ته په لار دي.

    پرون دوی ته اجازه ور نه کړل شوه چې دې مراسمو کې ګډون وکړي.

    خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وروسته وویل، د لومړي وزیر عمران خان په سپارښتنه علي وزیر او محسن دوړ ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې ګډون لپاره کابل ته ولاړ شي.

    د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی خپله فیسبوکپاڼه کې لیکي: علي وزیر او داوړ تورخم ښارګوټي ته را ورسيد.د نوموړي په خبره، دوی به د‌ ننګرهار له والي سره تر لنډې ناستې وروسته چورلکه کې کابل ته وليږل شي.

  19. وروستی, د لوړې مراسم د څو ساعتونو لپاره وځنډول شول

    د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پر ټوېټر لیکلي، د افغانستان د منتخب ولسمشر د لومړې مراسم نن له غرمې وروسته ترسره کېږي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

    ارګ

    د عکس سرچینه، @Murtazawi3