افغانستان کې زلزله، شېبه په شېبه تازه مالومات

د افغانستان په سویل ختیځو سیمو کې د ریکټر په کچه له شپږ اعشاریه یو درجې زورورې زلزلې وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت له نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې. د ځايي چارواکو په وینا د دې زلزلې له کبله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر ۱۵۰۰ ډېر ټپیان دي. دا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې تر ټولو سخته زلزله بلل کېږي، چې د سر او مال دروند زیان یې اړولی دی.

ژوندی پوښښ

هدایت الله همیم

  1. د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد سوېل ختیځ کې د زلزله ځپلو د مرستې او د ټپیان ود لېږدولو لپاره یې اوه چورلکې او روغتیايي ډلې او لومړنۍ مرستې استولې دي.

    دفاع وزارت وايي، دا چورلکې به ټپیان او ژوبل شوي کسان پوځي او ملکي روغتونونو ته رسوي.

  2. شهباز شریف:

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  3. وروستی, زلزله ځپلو سره د سل ميليونه افغانیو مرسته

    بلخوا د طالبانو حکومت وايي، رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند وروستیو زلزله ځپلو سره د سل ميليونه افغانیو نغدي مرسته اعلان کړه.

    د طالبانو د خبرپاڼې پر بنسټ ملا اخند امر کړی، چې د ټپیانو درملنې او د مرستو د وېش په اړه دې بېړني ګامونه واخیستل شي.

    ملا حسن اخوند

    د عکس سرچینه، bakhtarnews

  4. 'تېرو ۱۰ کلونو کې زلزلو کې تر ۷۰۰۰ ډېر افغانان مړه شوي'

    اوسنۍ زلزلې ته په تازه غبرګونونو کې د لرغونو اثارو یوه کارپوه فیډاټو پر ټویټر. لیکلي، په تېره یوه لسیزه کې افغانستان کې د زلزلو له کبله تر ۷۰۰۰ ډېر افغانان مړه شوي. دی پر نړیوالې ټولنې د بېړنۍ بشري مرستې رسولو غوښتنه کوي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  5. زلزلې ځپلې سیمې ته ځینې چورلکې هم رسېدلې چې قربانیان روغتونونو ته ولېږدوي.په یوه وېډیو کې ښکاري چې یوه کلي ته څېرمه په یوه ډاګ کې د افغان پوځ یوه چورلکه بېړنۍ ناسته کوي او خلک منډې وروهي.

    Afghanistan

    د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

  6. د پېښې په اړه نور جزییات دلته هم په رپوټ کې لوستلی شئ.

  7. وروستی, د مرګ ژوبلې ډېرېدو وېره شته

  8. د افغانستان په سوېل ختیځ کې تېره شپه داسې مهال زلزله شوې چې خلک ویده وو.

    افغانستان کې پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله سلګونه کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

    دوی وايي چې د مرګ ژوبلې د ډېرېدو وېره شته ځکه ډېرو ځایونو کې خټین کورونه ویجاړ شوي دي.

    پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د دولت وزارت معين مولوي شرف الدين مسلم وايي، "د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه ٩٢٠ شهيدان شوي ٦١٠ تنه هېوادوال ټپيان شوي دي. د هر شهيد کورنۍ ته ١٠٠ زره افغانۍ او د ټپي کورنۍ ته ٥٠ زره افغانۍ په پام کې نيول شوې دي".

    map