افغانستان کې زلزله، شېبه په شېبه تازه مالومات

د افغانستان په سویل ختیځو سیمو کې د ریکټر په کچه له شپږ اعشاریه یو درجې زورورې زلزلې وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت له نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې. د ځايي چارواکو په وینا د دې زلزلې له کبله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر ۱۵۰۰ ډېر ټپیان دي. دا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې تر ټولو سخته زلزله بلل کېږي، چې د سر او مال دروند زیان یې اړولی دی.

ژوندی پوښښ

هدایت الله همیم

  1. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پکتیکا برمل د لواړه سیمې ګڼ کورونه زلزلې ویجاړ کړي او تر ۱۵۰ کسان پکې مړه شوي او همدومره ټپیان شوي. دغه وزارت له الوتکې د سیمې یوه وېډیو هم خپره کړې ده.

    Afghanistan
    د ویډیو تشریح، د پکتیکا برمل ولسوالي
  2. د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، ۹٫۸ ټنه طبي توکي یې د افغانستان له زلزله ځپلو سیمو سره د همکارۍ په موخه روان کړي دي چې په روغتونونو کې د ټپیانو درملنه پرې وشي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  3. حرمین شریفین:, فیسبوک:

    "د افغانستان د نننۍ ویرانګرې زلزلې شهیدانو ته دې الله تعالی جنت او ټپیانو ته عاجله شفا ورکړي".

    حرمین شریفین

    د عکس سرچینه، حرمین شریفین

    Afghanistan

    د عکس سرچینه، EPA

  4. وروستی, راشد خان: زلزله ځپلیو ته د مالي مرستې کمپاین پیلوو

    د افغانستان کرېکټ وتلي لوبغاړي راشد خان په زلزله کې د افغانانو پر مرګ ژوبله خواشیني ښودلې او وايي ډېر ژر به له ځپل شویو خلکو سره د مالي مرستې راغونډولو کمپاین پیل کړي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  5. د مخکیني افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د زلزلې له کبله د اوښتي سر او مال زیان په هکله د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ هیله څرګنده کړې چې خیریه ټولنې به د پېښې قربانیانو سره د مرستې لپاره بېړني اقدامات وکړي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  6. دغه زلزله چې ۶.۱ درجې وه د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته يې تر ۵۰۰ کيلومترو پورې سيمې اغېزمنې کړې دي.

    د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي افغانستان کې د زلزلې له امله په تېره یوه لسيزه کې له ۷۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

    زلزله
  7. افغانستان کې پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله سلګونه کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي. دوی وايي چې د مرګ ژوبلې د ډېرېدو وېره شته ځکه ډېرو ځایونو کې خټین کورونه ویجاړ شوي دي.

    د ویډیو تشریح، زلزله
  8. وروستی, محمد اشرف غني: په دې سختو شېبو کې له افغانانو سره مرسته وکړئ

    "په پکتیکا، خوست او د هیواد په نورو ولایاتو کې زلزله ځپلو کورنیو ته تسلیت وایم. شهیدانو ته یې د خدای (ج) د دربار څخه د جنت او ټپيانو ته یې د عاجلې روغتیا غوښتنه کوم. پر نړیوالو خیریه بنسټونو، سازمانونو او په هیواد کې دننه هیوادوالو غږ کوم چې له زلزله ځپلو کورنیو سره مرستې وکړي او په دې سختو شېبو کې زموږ د دیني فریضې او اجتماعي فرهنګ په توګه د یو بل په څنګ کې ودرېږي".

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  9. اوچا: د زلزلې ژوروالی لس کیلومتره و

    ملګرو ملتونو سیمه کې د لټون او ژغورنې عملیاتو د دوام خبر ورکړی.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په پکتیکا کې د نننۍ زلزلې د مرکز نقشه خپره کړې ده.

    دغې ادارې ویلي، زلزله د لس کیلومترو په ژوروالي کې شوې او مرکز او شاوخوا سیمې یې لړزولي دي.

    د ملګرو ملتونو ادارې هم اعلان کړی چې سیمه کې به مړو او ټپیانو د لټون او ژغورنې عملیات به یې دوام وکړي.

    د طالبانو د نوي حکومت له پرزېدو وروسته په لسګونو نړیوالو مرستندویه بنسټونه له افغانستانه وتلي. ملګري ملتونه یو له هغو فعالو نړیوالو سازمانونو دی چې په افغانستان کې پاتې دی.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  10. وروستی, د مړو شویو شمېر تر ۱۰۰۰ او د ټپیانو تر ۱۵۰۰ واوښت

    د پکتیکا ولایت زلزله کې د مړو شمېر له ۱۰۰۰ او د ټپیانو له ۱۵۰۰ واوښت.

    د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد امین حافظي بي بي سي ته وویل، د تېرې شپې زلزلې له کبله د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې د مړو شمېر زرو کسانو او د ټپیانو ۱۵۰۰ ته رسېدلی دی. دی وايي، مرستندویه ډلې له کنډوالو او خاورو د لاندې شویو کسانو پر رایستلو بوختې دي.

    د رپوټونو له مخې د دغه ولایت زیړوک او نکې ولسوالیو کې هم زیات شمېر خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتې دي. د مړو او ټپیانو د شمېرو په تړاو ضد او نقیض رپوټونه خپرېږي. ویل کېږي چې د مرګ ژوبلې شمېر له دې هم پورته دی او د لا زیاتېدو وېره یې شته.

    Afghanistan
  11. دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  12. رپوټونه وايي د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب د تېرې شپې زلزلې ځپلو سیمو ته تللی چې ویجاړي له نژدې وګوري او د ژغورنې او مرستې کارونه له نژدې وڅاري.

    ملا محمد یعقوب

    د عکس سرچینه، .

  13. انارکلي هنریار: غمیزه پسې بله غمیزه

    د افغانستان د پارلمان پخوانۍ سیک وکیله انارکلي هنریار وايي، د افغانانو یو غم لا ختم نه وي چې بله غمیزه پرې راشي. "بله غمیزه، نه پوهېږم ولې زموږ خلک دا ډول دردونه وویني او غم وزغمي، یوه پېښه پر بله پسې، زما دردېدلې خاورې، د ټولو شهیدانو روح دې ارام وي او جنت ورته غواړم او ټپیانو ته بېړنۍ رغېدنه".

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  14. وروستی, عبدالله: ټپیان بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري

    عبدالله عبدالله په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې. د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله له مرستندویه ادارو غوښتي چې د پکتيکا او خوست ولايتونو له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

    عبدالله عبدالله، دا پېښه "دردوونکې" بللې او پر ټوېټر یې لیکلي چې یو شمېر کسان لا هم "په ویجاړو شویو کورونو کې بند پاتې دي" او "ټپیان بېړنۍ مرستې ته " اړتیا لري.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  15. یوازې پکتیکا کې د زلزلې له امله تر ۴۰۰ ډېر کسان مړه شوي

    د پکتیکا د روغتیا برخې مشر ډاکټر حکمت الله عصمتي‌ بي‌ بي‌ سي‌ پښتو پاڼې ته وویل،‌ د دوی روغتیايي‌ ټیمونو د مالوماتو له مخې یوازې په دغه ولایت کې د د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۰۰ اوس اووښتی.‌

    ښاغلی عصمتي‌ وايي‌،‌ دا یوازې د هغو کسانو شمېر دی چې تر اوسه را له خاورو را وېستل شوي‌.‌

    د نوموړي‌ په وینا هغه کلي‌ چې مړي‌ یې نه دي‌ ویستل شوي،‌ له هغو ډېر دی چې مړي یې له خاورو خځلو را ویستل شوي.‌ د روغتیا د برخې دغه مشر وایي،‌ د ټولو مړو شمېر ښايي‌ یوازې په پکتیکا ولایت کې دوه برابره شي.‌

    Afghanistan
  16. پاپ فرانسز: د ټولو په همکارۍ باید د افغانانو کړاو راکم کړو

    پاپ فرانسز ویلي،"په تېرو څو ساعتنو کې، افغانستان کې زلزله د پراخې ویجاړۍ لامل شوې ده. زه له ټپیانو او اغېزمنو شویو سره خپله خواخوږي اعلانوم او په ځانګړې توګه هغو کسانو ته دعا کوم چې خپلوان او د کورنیو غړي یې پکې مړه شوي.

    هیله لرم د ټولو په همکارۍ د افغانانو کړاو راکم کړای شو‏".

  17. د پاکستان مخکېني لومړي وزیر عمران خان پر ټویټر افغانستان کې زلزله کې د مړو شویو وګړو له کورنیو سره غمشریکي ښودلې او وايي چې دوی له افغانانو او افغان حکومت سره دي.

    نوموړی وايي، د خیبر پښتونخوا حکومت نه یې غوښتي چې له زلزله ځپلیو سره مرستې په تېره طبي مرستې چمتو کړي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  18. له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په لسو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو له امله لږترلږه لس کسان مړه شوي او دووه نور ټپیان دي او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.