عبدالله ټاکنو کې د خلکو پر ګډون ټینګار وکړ
د افغانستان اجرایه رییس عبدالله عبدالله د کابل ښار په نادریه لېسه کې خپله رایه وکاروله.
نوموړي د ټاکنو پر شفافیت ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې په ټاکنو کې برخه واخلي او خپل برخلیک وټاکي.
اجرایه مشر وسلوالو طالبانو ته په اشارې وویل، د ولسواکۍ ننګونه داسې لار نه ده چې څوک هدف ته ورسوي.
وسلوالو طالبانو د پنجشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې له خلکو وغوښتل چې ټاکنو کې ګډون ونه کړي او د دې بهیر د ګډوډولو ګواښ یې وکړ.