د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا تراوسه د افغان
ټاکنو لپاره لویه ننګونه په نوملړ او بایو متریک الو کې د رایه ور کوونکو د نوم
نشتوالی بولي.
د دې ادارې په خبره، په ۳۴ ولایتونو کې د رایې ۸۸ سلنه
مرکزونه له دې ستونزې سره مخ دي او خلکو رایه نه ده ور کړې.
دا اداره زیاتوي، ځینې ولایتونو کې ان د رایه ور
کوونکو په نوملړ کې ځینې نومونه نه و.
بل هم په یوه مرکز کې د رایه ور کوونکو د نفوس او د
نوملړ ترمنځ توپیر دی.
د ساری په ډول د غزنی د کډوالو ښارګوټي روغتیایي مرکز په
خپل نوملړ کې د ۳۸۰ کسانو نوم لري، خو دغه مرکز ته ۲۵۰۰ کسان ورغلي او دعوه کوي چې
ټاکنو ته یې نوم لیکلی و.
تیفا دا هم وایي، چې د خلکو ګډون پیکه بلل شوی، په تېره
خوست، پکتیا، جوزجان، غزني، نیمروز، بدخشان، کابل، تخار، فراه، کندهار او سرپل کې
د ښځو ګډون ډېر کم دی.
ځینې مرکزونو کې ښځو د ټاکنو کارمنانو ته اجازه نه ده ور
کړې چې انځور یې واخلي.