تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د افغانستان ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنو شېبه په شېبه حال

نن 'شنبه، تله ۶مه' د افغانستان ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنې کېږي، چې څه باندې ۹ میلیون رایې اچوونکو په کې نوملیکنه کړې. په ټول هېواد کې د رایو اچولو شاوخوا پنځه زره مرکزونه جوړ شوي او د ټاکنو د امنیت لپاره څه باندې ۷۰ زره امنیتي سرتېري ګومارل شوي دي. د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په وينا د ټاکنو پايلې به په راتلونکو دريو اوونيو کې اعلان شي.

ژوندی پوښښ

  1. د افغانستان د ټاکنو د کمېسیون یو غړی: هغه کسان چې نومونه یې نوملړ کې نه وي رایه کارولی شي

    د رایې ورکونې په لومړیو ساعتونو کې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې خلکو شکایت درلود چې نومونه یې په نوملړ کې نشته. یو شمېر یې وايي چې په فهرست کې د نوم د نشتوالي له امله د رایې ورکولو له حق محروم شول.

    خو د افغانستان د ټاکنو کمېسیون یو غړی مولانا عبدالله وايي د هغو کسانو نومونه چې د رایه ورکوونکو په فهرست کې وي خو د بایومټریک په دستګاه کې ثبت شوي نه وي په هماغه محل کې خپله رایه کارولی شي.

    ښاغلي عبدالله وویل:"د هماغه محل کارکوونکی کولی شي خپله قانوني کړن لاره پلې کړي او د هغه چا نومونه چې د رایو ورکوونکو په نوم لړ کې وي کولی شي خپله رایه وکاروي. "

    هغه وویل په هغه صورت کې چې د چا نوم په بایومټریک دستګاه کې وي خو د رایه ورکونکو په نوملړ کې یې نومونه نه وي ثبت شوي کولی شي په هماغه محل کې رایه وکاروي.

    ښاغلي عبدالله وویل:'د هغه چا چې د رایه ورکونکو په کاغذي نوملړ کې نومونه نه وي کولی شي رایه ورکړي خو نوم یې پر تذکره د سټېکر شمېره یې پر کاغذي نوملړ کې لیکل کیږي.'

    ښاغلي عبدالله زیاته کړه، کله چې د یو چا نوم په نوملړ کې نه وي نو د بایومټریک په دستګاه کېد سټېکر د شمېرې په پلټلو سره یې نوم ښکاري چې د رایه ورکونکو نوم په بل مرکز کې ثبت دی نو بیا دې هماغه ځای کې رایه وکاروي.

    هغه وویل که په بایومټریک دستګاه کې د سټېکر شمېره "لېرې شوي" وښیې، د رایه ورکونکي نوم په نوملړ کې شته او په وروستیو کې خپله رایه کارولی شي.

    نوموړي ټینګار وکړ که' که چېرته په بایومټریک دستګاه کې د سټېکر شمېره نه وي یانې سټېکر تقلبي وي نو رایه ورکونکی له رایې کارونې بې برخې کیږي.'

  2. د انساني حقونو کمېسون: درې ولایتونو کې د ښځو ګډون ډېر دی.

    د افغانستان د انساني حقونو کمېسون درې ولایتونو کې د ښځو ګډون ډېر ښيي.

    دا کمېسون وايي، لومړنۍ موندنې یې ښيي چې دایکندي، بامیان او هرات کې د ښځو ګډون ډېر دی.

    دا کمېسون وايي، په کندهار، بلخ او کندوز کې د ښځو ګډون پیکه دی.

  3. حکیم تورسن هم رایه وکاروله

    د ولسمشرۍ ټاکنو یوه نوماند حکیم تورسن هم خپله رایه وکاروه.

    ښاغلی تورسن اول ځل ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دی او ځان ریښتونی ګټونکی بولی.

    هغه وايي، سل په سلو باوري دی چې بریالی شي.

    نوموړی له ټاکنو مخکې باوري دی چې خلک پرې باور لري.

  4. حکمتیار: برېښنايي تذکرې سره رایه ور کړه

    د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار نن د شنبې په ورځ د کابل په حبیبه لېسه کې خپله رایه وکاروله.

    نوموړي له رایې اچونې وروسته خبریالانو ته وویل چې نوموړي پر تذکرې له سټیکر پرته خپله رایه کارولې.

    هغه زیاته کړه سټېکر درغلیو ته لار برابروي او همدارنګه یې وویل چې د کورنۍ ټولو غړو یې پر تذکرو سټېکر نه درلود او خپلې رایې کارولې دي.

    هارون زاخېلوال چې د حکمتیار د زوی سکرتر دی دا موضع تایید کړه.

    خو د ټاکنو کمېسون د دارالانشا پخوانی مشر امام احمد وریماچ وایي، د ګلبدین حکمتیار رایه باور نه لري.

  5. د ټاکنو کمېسون غړی: د ۲۳۸ مرکزونو مالومات نه لرو

    د افغانستان د ټاکنو کمېسون غړی ذبیح سادات وایي، د سهار تر اتو بجو ۵۳۳۸ مرکزونو ته ټاکنتوکي رسېدلي، خو له ۳۳۸ مرکزونو مالومات نه لرو.

    د هغه په خبره، ۴۳۱ مرکزونه تړلي او نه پوهېږي چط په ۲۰۰ نورو مرکزونو کې ټاکنې کېږي که نه.

    مخکې ویل کېدل چې د رایې ور کولو لپاره به نږدې پنځه زره مرکزونه نن پرانیستي وي.

  6. ننګرهار کې دې بوډۍ هم رایه ور کړه

    د افغانستان ختیځ ننګرهار کې دې بوډۍ هم رایه ور کړه

  7. رحمت الله نبیل: خلک دې له درغلۍ او طالبانو سره مبارزه وکړی

    د ولسمشرۍ ټاکنو یوه نوماند رحمت الله نبیل د رایې ور کولو په مهال وویل، ټاکنې دوه دوښمنان لری چې درغلي او طالبان دي.

    نوموړي له افغانانو وغوښتل چې ټاکنو کې ګډون سره د دغو "دوو دوښمنانو" سره مبارزه وکړي.

  8. سادات: ټاکنو ته پوره امنیتی تیاری نیول شوی

  9. د پکتیا زرمت کې خلک وايي، له ۲۲ مرکزونو ۶ فعال دي

    د پکتیا زرمت کې خلک وایي، له ۲۲ مرکزونو شپږ فعال دی، خو کمیسون وايي ۱۴ فعال دي.

    د دغه ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې خلک شکایت کوي چې ۳ مرکزونه تړلي دي، په دا مهال

    احمد خيلو کې له ۱۴مرکزونو ۷ فعال دي، چارواکي وایي، نورو ته مواد نشي لېږدلوی.

    له بلې خوا چارواکی وایي، ګردېز ته څېرمه دولتزیو کې چاودنه شوې چې ۲ سرتېري پکې ټپیان شوي دی.

  10. کندهار کې د ۱۶کسانو ټپي کېدل

    کندهار کې د بي بي سي خبریال وایي، دغه ښار کې د رایې مرکز کې د چاودنې له امله ۱۶ کسان ټپي شوي، چې پکې سرتېری هم دی.

    د هغه په خبره، باروت د رایې مرکز کې په یوه لاسپېکر کېاېښودل شوي وو.

  11. په ننګرهار کې څو چاودنې شوې خو مرګ ژوبله نه لري

    د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې سیمه ییزو چارواکو بي بي سي ته وویل جلال اباد ښار کې د رایو مرکزونو ته نږدې څو چاودنې شوې.

    د دوی په خبره، دا چاودنې په دوهمه، څلورمه او اوومه حوزه کې شوې دي.

  12. خوست کې رایه له ډول او اتڼ سره

    په خوست کې د بي بي سي خبریال وايي چې چارواکو ورته ویلي په دې ولایت کې ۱۸۶د رایو مرکزونه دي او ۱۶یې د امنیتي ګواښ سره مخ دي.

    دی وايي په دې ولایت کې رایه ورکوونکي له ډول او اتڼوڼو سره د رایو مرکزونو ته تللي او خپلې رایې کاروي.

    دی زیاتوي چې تر اوسه په دې ولایت کې د چاودنې خبر نه دی ورکړل شوی.

  13. بلخ کې خلکو پیکه ګډون کړی

    بلخ کې د بي بي سي خبریال حمید فهیم وایي، د رایې مرکزونه پرانیستل شوی، خو رایه ور کوونکي ډېر نه دي او تر سړیو ښځې کمې دي.

    د بلخ د ټاکنو د کمېسیون رییس ایوب بیاني بي بي سي ته وویل ټاکلې ده نن د شنبې په ورځ په دې ولایت کې د رایې ورکولو ۱۵۸مرکزونه پرانیستي وي خو د ټیلیفوني اړیکو د پرې کېدو له امله د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې شورتپه او کلداره کې به پرانیستې وي که یانه.

  14. 'امریکا نه غواړي د افغانستان د ټاکنو کړکېچ ووینی'

    په واشنګټن کې د بي بي سي خبریال کامبیز فتاحي وايي امریکايي چارواکي نه غواړي افغانستان د روانو ټاکنو د بحران شاهد وي. هغه وویل امریکايي چارواکي د افغانستان د ټاکنو پایلو ته په تمه دي.

  15. پکتیا کې د مرکزونو له تړل کېدو شکایت کېږي

    په پکتیا کې د بي بي سي خبریال د دې ولایت د خلکو په وینا وايي د ټاکنو پروسه په مرکز ګردېز او زرمت کې پڅه روانه ده.

    دی وايي ددې ولایت د والي شمیم خان کټوازي په وینا په ټوله پکتیا کې ۱۹۶د رایو مرکزونه دي چې اوو هغه یې له امنیتي تهدیدونو سره مخ دي.

    د خلک په وینا د دې ولایت په زرمت، لجې منګل، اریوب او روحاني بابا کې ولسمشریزې ټاکنې سختې روانې دي.

    او همدارنګه ددې ولایت خلک وايي په ولسوالیو کې د رایو پر مرکزونو کې راکټونه لګېدلي

  16. هرات کې د رایه ور کوونکو اوږده کتارونه

    د هرات د والي دفتر د انځورونو خپرولو سره وایي چې خلکو د رایې ور کولو لپاره اوږده کتارونه جوړ کړی دی.

    دې انځورونو کې ښکاري چې ښځې او سړي د رایه و رکولو لپاره اوږدو کتارونو کې ولاړ دي.

    په هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي په دې ولایت کې امنیتي تدابیر جدي دي.

    سیمه ییزو چارواکو د بي بي سي خبریال ته ویلي چې هر ډول امنیتي پېښو د دفع کولو لپاره بشپړ چمتوالی لري.

  17. ننګرهار کې رایه پیل شوې

    د افغانستان ختیځ کې د ننګرهار د والي دفتر وایي، والي شاه محمود میاخېل خپله رایه واچوله

    د هغه په خبره، دې ولایت کې ۳۹۵ مرکزونه او ۵۳۴ د رایې محلونه پرانیستي دی.

  18. تخار کې د ټاکنو لپاره مېرمنو تر نارینه وو ډېره نوملیکنه کړې

    په تخار کې د بي بي سي خبریال زلمی اشنا وايي د تخار د ټاکنو کمېسیون رییس اغا شیرین نیازي ورته ویلي چې په دې ولایت کې۲۴۷د رایو مرکزونه دي چې ۱۶۳یې نورمال دي ۲۷له له کم ګواښ سره مخ دي او ۱۴له ډېر ګواښ سره مخ دي او همدارنګه ۴۳د رایو مرکزونه تړلی دي.

    په دې ولایت کې ۲۸۹زره رایه ورکوونکي ثبت شوي چې ډیری یې مېرمنې دي.

    په دې ولایت کې دا اندېښنې شته که برېښنا او ټیلیفوني شبکې کار ونه کړي ښايي بایومټریک الې له ستونزو سره مخ شي خو د ټاکنو کمېسیون وايي چې پاوربانک او جنراتور لري.

    د تخار د امنیت لپاره ۸۶۹افغان سرتیري د ټاکنو لپاره ګمارل شوي دي.

    تر اوسه د رایو په مرکزونو کې د خلکو ګډون کمرنګه ده. په ښار کې د خلکو تګ راتګ د نورو ورځو په پرتله هم کمرنګه ښکاري.