تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له ټولنې سره بې انصافي
- Author, اسدالله غضنفر
- دنده, لیکوال او کره کتونکی
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
حکایت دی وایي، په هوا کې د الوتکې توله خرابه شوه، له یوه کسه پرته نور ټول سپرلي سخت وارخطا وو. چا ژړل، چا چیغې وهلې، چا کلمې تېرولې. یوه سړي له ارام کسه پوښتل چې ولې وارخطا نه یې؟ هغه ورته وویل: څه د پلار طیاره خو مې نه ده!
موږ د دغه سړي په خبره پورې خاندو خو حقیقت دا دی چې دغه سادګي، لږه یا زیاته، زموږ اکثرو په برخه ده. که دوې ودانۍ بیخي په یوه ډول په دوو بېلو کوڅو کې جوړې شوې وي او فرق پکې یوازې دا وي چې د یوې ودانۍ کوڅه دې سیخه، پراخه او د بلې کوڅه دې تنګه، کږه وږه وي، نو ودې شي چې په بیه کې یې دوه برابره فرق وي.
موږ په سترګو وینو چې تنګه، چټله،کږه وږه کوڅه مو ژوند تریخوي او د کور بیه مو کموي، مګر بیا هم ډیر ځله د مناسبې کوڅې د جوړولو تکل نه کوو او په زړه کې راتېرېږي چې څه د پلار کوڅه خو مې نه ده!
له کوڅې به بازار ته راشو. د کابل په واټونو کې صرف په دې دلیل د موټرو دوه، درې ساعته ایسارېدل چې ځینې غواړي تر نورو مخکې شي، نااشنا خبره نه ده.
که له ښاره صحرا ته ووځو او یوې ژورې څاه ته چې واټرپمپ یې د لمر په انرژي چلېږي، ودرېږو، ممکن وګورو چې اوبه به په ساعتونو خوشې بهیږي، ځکه د لمر انرژي مفته ده او کوهی د شاوخوا تر کوهیانو ژور دی.
مالک یې فکر کوي چې زما څاه نه اوچېږي. نور نو که د ټولې سیمې د ځمکې لاندې اوبو عمر کمېږي، د ده یې ورباندې څه؟ د ده د پلار اوبه خو نه دي!
د نورو او ټولنې په مقابل کې بې پروایي ''Social apathy ''چې د نیکي کولو کلتور کمزوری کوي، خطرناکه اجتماعی ناروغی ده. سپین ږيري وایي، تر جګړو له مخه زمانه کې به که چا قتل او ناروا کوله، خلک یوازې سیل بین نه پاتېدل بلکې قاتل او ظالم یې پولیسو ته په ګوتو ورکاوه.
ویل کېږي چې د جګړو په وجه د دولت د موسسې اعتبار ته صدمه ورسېدله او پولیس هم بې اعتباره شول، نو ځکه اوس خلک د مجرم په سپارلو کې مرسته نه کوي.
پر دولت، پر ټولنه، ،ټولنیزو موسسو او خلکو باندې بې باوري د نورو په مقابل کې د بې پروایي یو لوی عامل دی. خو که د ماشومانو سمې روزنې ته پام وانه وړي، که د سختې بې وزلۍ غم ونه شي او که خلک د ټولنې په برخلیک کې ځانونه شریک و نه ګڼي، د دولت پیاوړتیا او د امنیت ټینګېدا به د دې سبب نه شي چې وګړي په لویه پیمانه او په اسانۍ سره د ټولنې مرستې ته مټې راونغاړي.
زموږ په ټولنه کې ګڼو وګړو ته ځان تر دې وړوکی ښکاري چې ټولنې ته خیر ورسوي او یا ایګو او ځانماري ورباندې دومره غالبه وي چې د نورو د درد د احساسولو توان نلري.
داسې کسان هم راکې کم نه دي چې د نورو له تباهي خوند اخلي. دغسې چلند تر ډېره حده رواني دلایل لري او په ماشومتوب کې له ناسمې روزنې سرچینه نیسي. د وهلو، وېرولو په چاپېریال کې رالوی شوي کس ته سخته ده چې له ټولنې سره د خپلوي او خواخوږی احساس یې د شخصیت برخه وګرزي.
له بلې خوا اقتصادي ستونزې د دې سبب کېږي چې وګړي هر یو په خپلو خولو کې لاهو پاتې شي او له ټولنې سره خواخوږي ته وخت و نه مومي.
سیاسي استبداد یو بل لوی عامل دی چې وګړي له اجتماع څخه انزوا ته وربولي. په دغسې ټولنو کې د قدرت خاوندانو ته دا شیطاني ارزو ورپیدا شيچې خلک خټې شي او دوی کلالان.
که یې منګي پکار وي، منګي به جوړوي او که یې کاسې پکار وې، کاسې به سازوي. په دغسې ټولنو کې د پټ او ښکاره ژوند تر منځ فرقونه زیاتېږي.
وګړي د ټولنې په منځ کې لباسي ژوند او له ټولنې د باندې په خپلو کورونو کې د خپل خوښې مخفي ژوند ته مخه کوي چې نتیجه یې ریا، ځانولي او له ټولنې سره خدای پاماني وي.
له ټولنې سره د بې پروایي عوامل ورو ورو په فکرونو هم اثر کوي او وګړي د ځانولۍ او خودخواهي په ګټه دلایل راباسي.
موږ ممکن د نورو غمخور ته (حسنِ غمکش) ووایو او هغه سړی هوښیار راښکاره شي چې یوازې په خپله ګټه ښه پوهېږي.
دغه هوښیار شاید د خپل ضمیر د تېرایستلو لپاره ووایي: ''دا یو زه که سم شم نو کوم ځای به ونیسی؟ ټولنه باید بنیادي تغییر وکړي! ''
د ټولنې خیر ته د درناوي نه کولو عادت دی چې ان د ثواب په کار کې د ریا او خودخواهي تر تاثیر لاندې یو، مثلا شتمن مو دې ته په اسانه تیارېږي چې لس پسونه حلال کړي او لوی خیرات وکړي خو د دوو پسونو د بیې پیسې خپل بېوزلي ګاونډي ته نه ورکوي چې علاج یې وشي، ځکه هلته بیا د ده نوم نه کېږي.
زموږ شتمن متقي ممکن د عمرې حج ته په خوشحالۍ لاړ شي خو له خپلې بېوسې خور سره مرسته یې په زړه نه اوارېږي ځکه په دغه ډول نیکي کې مبارکي نشته.
د ځانولۍ د غلبې په وجه زموږ په موجود اخلاقي نظام کې تر ډېره حده د ځان ژغورنې ته پام کېږي، نه د ځان او ټولنې ژغورنې ته.
همدا د ځان د ژغورنې مفکوره ده چې په دفتر کې به د دفتر کار نه کوو خو د دفتر د کار په وخت کې به د شخصي تعلقاتو د پاللو لپاره د غم، ښادي مراسمو ته روان یو.
استاد سعدالدین شپون د خپلو خاطراتو په کتاب کې د یوه کوچي کیسه کوي چې د کورنۍ اتلس غړي یې په جهاد کې شهیدان شوي دي.
له دغه کوچي پوښتنه کېږي چې که روسان ووتل نو ته به د کوچیانو رییس یې، که څنګه؟ دی په ځواب کې وایي:« ماموریت ګناه ده، ځکه په هغه کې رشوت، حق تلفي، خنایت( خیانت) خامخا راځي، دا کار نه کوم، چې جهاد ختم شو نو په ازره کې د یوې غونډۍ پورې کېږدۍ لګوم، یو تره خولی سپی به رانه تاو راتاو کېږي، یو څو مېږې به مې شپاله کې بغېږي، په بېغمه زړه به د اوس په شان خپل قاچاق کوم.»
په افغانستان کې چې بېوزلي زیاته ده، چې ګڼ اجتماعي ګروپونه په قدرت کې ځان شریک نه ویني، چې د ماشومانو روزنې ته لازمه توجه نه کېږي او چې د دوامدارو جګړو په وجه بدګوماني عامه ده، د اجتماع په مقابل کې د مسولیت احساس باید لا زیات کمزوری وای خو موږ وینو چې که خدای مکړه یوه حادثه او چادونه وشي نو ګڼ لارویان ورتاو شي او له ژوبلو کسانو سره مرستې ته اقدام وکړي.
دغه مثال او ګڼ نور مثالونه راښیي چې په افغانستان کې له ستونزو سره سره د اجتماعي تعاون روحیه مړه نه ده، مګر اصلاح او پالنه غواړي.
اصلاح ځکه غواړي چې زمانه بدله ده او د مناسب اخلاقي ژوند غوښتنې نورې دي. په تېرو زمانو کې چې خلکو د موټر کار له اوښانو او آسانو اخیست، د موټر چلولو اخلاقو او آدابو ته اړتیا نه وه او مثلا دا مشکل نه پېښېده چې خپل لاس پرېښودل دې په زرګونو کسان په لاره کې ایسارپاتې کړي.
پخوا چې د اوبو کمی نه و، دا هم څه بده خبره نه وه چې اوبه یو څه بې ځایه مصرف شي. په تېرو زمانو کې چې په اوسنۍ معنا سرحدونه نه وو، د قاچاق اوسنی مفهوم نه و نو هغه د شپون صاحب د خاطراتو کوچی که په خپلو ارزښتونو کې اصلاح رانه ولي، ټولنې ته صدمه رسوي.
دغه کس قاچاق، چې شخص ته نه بلکې ټولنې ته صدمه ده، بد نه ګڼي خو رشوت، چې فرد ته پکې د تاوان امکان ډېر دی، ناجایز بولي.
موږ د خپل پخواني قبایلي ژوند لپاره د هغه وخت له غوښتنو سره سم یو اخلاقي نظام درلود چې د حادثې په وخت کې له نورو سره مرسته کول یې د ګټورو ارزښتونو یو راپاتې مثال دی.
مشکل دا دی چې له قبایلي چوکاټه بهر اوسني ژوند له پخواني اخلاقي نظامه وار په وار لرې کړو او داسې به طبعا کېدل، مګر له نویو غوښتنو سره سمو اخلاقي ارزښتونو د لرلو پوره فرصت یې لا نه دی را کړی. دغه اخلاقي بحران تر ډېره حده د ټولنې په مقابل کې له بې پروایي سره تعلق نیسي.
اوس دا د رسنیو، علماوو، ښوونکو او لیکوالو دنده ده چې د اجتماع په وړاندې د بې پروایي علتونه او زیانونه بیان کړي او په اجتماعي ژوند کې د مشارکت د زیاتېدو لارې چارې وښيي، مثلا د ښاري او کلیوال ژوند په مختلفو ساحو کې د اتحادیو، ټولنو او شوراګانو جوړول ګڼ کسان هڅوي چې له انزوا راوو ځي او په اجتماعي ژوند کې د برکت سبب شي.
د لا بهتره ساختارونو لپاره په کوښښونو سربېره فردي هڅې خورا ارزښتناکې دي. هغوی چې بېوزلو ته ډوډۍ رسوي، له زده کړو محرومو نجونو ته د انلاین له لارې سبقونه ښیي، د زلزله ځپلو مرستې ته دانګي، د غریبو کورنیو لپاره د واده مراسم جوړوي یا مثلا د ناروغانو وړیا علاج کوي، دوی یوازې نیکي نه کوي بلکې نیکي کري او تکثیروي یې. حمزه شینواری څه ښه وایي:
راشي محبت له محبت سره
اور چېرې بې اوره بلېدی نه شي