د اسلامي تمدن یو شهکار

د نهمې پېړۍ سامرا جامع جومات مینار (ارشیف تصویر)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نهمې پېړۍ سامرا جامع جومات مینار (ارشیف تصویر)
    • Author, هیله پسرلی
    • دنده, .
  • د خپرېدو وخت

بغداد، که نن سبا دا نوم واخیستل شي، ممکن ډیرو ته یو جګړه ځپلی ښار سترګو ته ودریږي. خو، که له نن سبا تېر شو او د تاریخ په کوڅو کې لږ ډېر مزل وکړو، پوهېږو چې د اسلامي خلافت مرکز، بغداد، نه یوازې د خپل عصر یو ډېر اباد ښار و، بلکې د ډېرو داسې ساینسي او هنري پنځونو کوربه و چې تر ننه یې بشري تمدن منندوی دی.

له اتمې تر څوارلسمې میلادي پېړۍ زمانې ته د عباسیانو د خلافت اوج او د اسلامي تمدن" طلايي عصر" ویل کېږي.

دا هغه زمانه وه چې عالم اسلام یوازې فتحې نه کولې، بلکې په ډیپلوماسي، تجارت، ساینس او هنر کې هم برلاسی و.

که د اسلامي تمدن پر " طلايي عصر" بحث وي، نو خامخا به پکې د بيت الحكمة یادونه کېږي.

بيت الحكمة یا د حکمت کور، د بغداد هغې اکاډيمۍ، کتابخانې او د ژباړې مرکز ته ویل کېږي چې په پېړیو - پېړیو عربي ژبې ته د مهمو کتابونو د ژباړی او د مهمو اثارو د لیکلو ځای و.

دا چې بيت الحكمة په لومړي ځل څه وخت جوړ او څه وخت بيت الحكمة وبلل شو په دې ټراو روایتونه بېلابیل دي خو تقریبا ټول مورخین دا مني چې بيت الحكمة د اسلامي تمدن د " طلايي عصر" الماس و.

فزیک پوه پروفیسر جيم الخليلي په خپل کتاب کې لیکي چې، عباسیانو په لومړي ځل په سمرقند کې له چیني اسیرانو کاغذ جوړول زده کړل.

د اتمې میلادي پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې په بغداد کې هم کاغذونه جوړیدل. له کاعذ سره اشنايي نه یوازې دا فرصت برابر کړ چې د یوه اثر څو کاپیانې ولیکل شي، بلکې د کتابونو تولید یې تر پخوا ارزانه کړ. همدا وجه وه چې د نهمې میلادي پیړۍ په دویمه نیمايي کې بيت الحكمة د دنیا په تر ټولو لوی کتابتون بدل شوی و.

د اسلامي تمدن د دې شهکار په هکله د منځنيو پېړیو د نورو مرکزونو غوندې متاسفانه کافي معلومات نه دي را پاتې، خو له هغو معلوماتو چې تاریخ خوندي ساتلي، د نن سبا افغانستان لپاره ګومان کوم دوه مهم درسونه زده کولی شو.

۱. سیال تمدن

د بغداد په بيت الحكمة کې د نړۍ له بېلا بېلو ګوټونو عالمان راټول شوي ول. دوی د یونان، هند، فارس او نورو تمدونونو مهم اثار عربي ته ژباړل. دا هغه زمانه وه چې اروپا خپل دانا بچیان هېر کړي ول، اورپا په تورو شپو کې ډوبه وه او مذهبي خرافات پکې ورځ‌ تر بلې ډېرېدل. بله خوا، په همدغې زمانې کې د عالم اسلام په پلازمېنه بغداد کې د بيت الحكمة عالمان د ارسطو، بطلموس او ډېرو نورو مهمو اثارو په ترجمې بوخت ول.

عرب‍ی ته د یوناني اثارو د ژباړې بهیر کابو ۲۰۰ کاله دوام وکړ چې د اسلامي تمدن په غوړېدو کې یې مهم رول درلود. د اسلام د طلايي عصر اوسېدونکی، مشهور لیکوال الجاحظ په یو مطرح تالیف ( کتاب الحیوان) کې لیکي: "که چيرې لرغونو يونانيانو خپله عالي پوهه او د ژوند بېلا بېلې بڼې په ليکلې بڼه موږ ته نه واى پراېښې نو زموږ پوهه به اوس خورا لږه او د پوهې ترلاسه کولو لارې به راته محدودې واى. د دوى ليکنو پټې خبرې راڅرګندې او راوسپړلې. نو په دې توګه يې زموږ کمې پوهې ته ډېر څه راپېرزو کړل او هغه څه يې راکړل چې بې له دوى به راته ممکن نه و. "

له یوناني او نورو ژبو انتقال شوې پوهې په بغداد کې داسې علم غوښتونکې فضا رامنځ ته کړه چې د الخوارزمي غوندې ډېر نور ستر عالمان پکې پیدا شول.

دنیا وال، مسلمان عالم الخوارزمي د الجبر د علم پلار بولي او که دغه نن نن هم د هغو بې شمیره اختراعاتو په هکله مطالعه وکړئ چې د لوګارتم منطق پکې کارول شوی دی نو الخوارزمي ته به لاس په دعا شئ.

د بيت الحكمة له سرګذشته دا زده کولی شو چې که غواړو د سیالانو سیال شو اول باید په سیالۍ کې شامل شو. هیڅ کلتور او تمدن له ځانه نه دی پوره، مترقي او برلاسی پکې هغه دی چې تعامل کوي او مخ په بره روان وي.

استاد بهاوالدین مجروح په خپل کتاب، د ختیځ او لوېدیځ مخامختیا، کې لیکي، اسلامي نړۍ هغه وخت له غربي دنیا شاته پاتې شوه چې عثماني سترواکۍ د خپل سیاسي اقتدار او استبدادي دولت د بقا لپاره د اوږدې مودې لپاره اسلامي نړی له مهمو اروپايي بدلونونو او پرمختګونو بې خبره وساتله.

که آباد، باثباته افغانستان او برلاسی تمدن غواړو پکار ده چې د ۲۱ پېړۍ له تکنالوژي او علمه ځان خبر او د دې عصر د ‍ژوند له بڼې سره تعامل وکړو.

۲. ازاد فکر

په بيت الحكمة کې راټول شوي مترجمان یوازې عرب او مسلمانان نه ول بلکې د مختلفو قومونو او دینونو خلک ول. له نورو ژبو عربي ته د ژباړې د بهیر ډېر مترجمان په دین عیسویان او په نژاد غیر عرب ول. د یو اثر اهمیت په دې که نه و چې عرب ژباړلی که عجم او نه هم پر عیسوي یا یهودو پوهانو دا فشار و چې خامخا به له خپل دینه اوړي او اسلام به مني.

د اسلام په طلايي عصر کې د بحث او فکر ازادي تکړه یهود او مسیحي ژباړونکي او پوهان وهڅول چې د خپل کار د شهرت او اغیزې لپاره د عباسیانو د خلافت په پلازمېنه بغداد کې په کار بوخت شي.

د اسلامي تمدن په طلايي عصر کې د یونايي-عربي ژباړې بهیر په هکله امریکايي پروفیسر دیمتري ګوتاس وايي: " د دې نهضت اهمیت په دې کې و چې د لومړي ځل لپاره یې په تاریخ کې ښکاره کړه چې علمي او فلسفي افکار تر یوې ژبې یا کلتوره نه وي محدود بلکې نړیوال وي" .

ځینې تاریخ پوهان په دې باور دي چې له علم سره د عباسیانو د دلچسپۍ یو عامل په قران شریف او حدیث کې د علم طلب ته د مسلمانانو هڅونه ده.

د بيت الحكمة له کیسې دا سبق اخیستلی شو چې د یو هېواد د پرمختګ لپاره د فکر ازادي او د بېلو فکرونو زغمل دومره ضرور دي لکه نوي پیدا شوي ماشوم ته د مور شیدې. که د یو وطن اوسېدونکي د ازاد فکر له حقه محروم وي بیا خو د شاعر په قول:

چې انحصار کړي نظرونه د نظر ټېکه دار

دا په معنا کې خپل ولس له خپل وطنه باسي