ماشومان ولې او د څه لپاره دومره ډېرې پوښتنې كوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مینه محمود
- دنده, لیکواله
- د خپرېدو وخت
ماشومان چې کله نوې ژبه زده کړي او په ژبه راشي، نو د هر شي او چاپېریال په اړه پوښتنې کوي. دا پوښتنې د ماشوم په ژوند کې مهم رول لوبوي.
که د ماشوم دغه پوښتنې په حوصله او مینه ځواب نه شي، ماشوم به له کومو اروايي ستونزو سره مل شي؟ دا او نورې ګڼې پوښتنې دي چې تر اوسه ډېر لږ پام ورته شوی دی.
د کورنیو په منځ کې د ماشوم لپاره (چوپ شه) کلمې ډېرې اورېدل کېږي او ډېر کله ماشومانو ته په خورا قهرجنه لهجه هم اورول کېږي.
په نوره نړۍ کې له پينځلسمې پېړۍ را پدې خوا ماشوم ته د یو شخصیت په سترګه کتل کېږي او د ماشوم ادبیاتو را منځته کیده یې تر ټولو غوره نمونه ده.
د ماشوم شخصیت ته کار کول له هماغې زمانې تر دې دمه روان دی. ارواپوهان وايي، پوښتنې کول ماشوم ځیرک او پلټونکی کوي.
د همدې پوښتنو له مخې موږ کولای شو د ماشوم وړتیا او استعداد هم ځان ته مالوم کړو.
د ماشومانو پوښتنې د شوق له مخې نه، بلکې دا د ماشوم په وده کې یو طبيعي پړاو دی.
مېرمن اناهیتا روهي لیکي ''د ماشومانو پوښتنې د دوی د زکاوت او کنجکاوي ښکاره هنداره ده. '' ماشومان ځان ته د نږدې څېزونو په اړه پلټنې او پوښتنې کوي.
دا پوښتنې کله نا کله مشرانو ته ډېرې عجیبې او جالبې وي.
داسې پوښتنې چې دوی یې په اړه فکر نه وي کړی یا یې هم ډېر کم فکر کړی وي.
په داسې حالاتو کې د ماشوم سره که ناسم چلند وشي او د هغه د پوښتنې د ځواب پر ځای چوپتیا ته راوبلل شي، نو د ماشوم په روان خورا بد اغیز لرلای شي.
د ماشومانو د پوښتنو د ځوابولو ډول تر ټولو ډېر مهم دی

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې ماشوم د دریو کلونو شي، نو پوښتنې یې پيل کېږي. هغه ماشوم چې لومړی ځل د واورې اورېدل ویني په ذهن کې یې پوښتنې راولاړېږي. دا څه شی دي؟
د ماشوم دغه پوښتنه ظاهرا ډېره عادي او سطحي ده خو په حقیقت کې دا یوه ستره پوښتنه ده، چې د ماشوم په ژبه او ادبیاتو باید ځواب شي.
دوه کاله وړاندې زه له همداسې یوې پوښتنې سره مخ شوې وم، چې بېرته مې له ماشومې وپوښتل:
''ته ووایه دا به څه وي؟ '' دې راته ویل چې د بورې کڅوړه پرې شوې او له پاسه بوره را تویېږي.
د ماشومې دغه ځواب زما لپاره تر ټولو غوره او جالب ځواب و، چې په ماشومانه تخییل ولاړ منطقي هم و.
خو که چېرې ماغوښتي وای ځواب ورکړم دومره به ورته د پوهې وړ نه و زه به په یقین سره پاتې پکې راغلې وای.
ځکه چې ماشوم ته د واروې ورپېژندل ګران کار و نه مې یې ورته ماشومانه الفاظ لرل او نه ماشوم ته زما خبرې د پوهې وړ وې. دا واقعا زما له پاره ننګوونکې خبره وه.
زموږ له پاره ډېر داسې ننګوونکي مسایل شته چې موږ ته ډېر سطحي او اسانه برېښي خو په خپل وجود کې ډېر ستر او عظیم وي لکه د ماشومانو وړې خو په مانا کې سترې پوښتنې.
خو له شپږو تر نهو کالو ماشومانو ته بیا د پوښتنې ځواب یو څه اسانېږي، ځکه هغوی سره په ژبه پوهېدل دومره ګران نه وي.
خو له دغې اسانۍ سره سره بیا هم د ماشومانو د پوښتنو د ځوابولو پر ځای هغوی ښکنځل کېږي. د بیا پوښتنې جرئت ورنه اخیستل کېږي.
موږ په کورنیو کې د ډېرو داسې ماشومانو شاهدان یو چې هغوی تر پينځلس کلنۍ د خبرو کولو وړتیا نه لري. دوی سمې عادي خبرې هم لا نشي کولای. ارواپوهان د ماشومانو د دغې وضعیت یوازینی دلیل د دوی رټل یادوي.
په اوړي کې د شپې اسمان ځلاند او ښکلی برېښي، کله چې ماشوم د دغو ښکلاوو ننداره کوي، طبعا چې دوی ته د ستورو او سپوږمۍ په اړه پوښتنې راولاړېږي، خو ماشوم د پوښتنې د سم ځواب د ترلاسي پر ځای رټل کېږي او توبې ایستو ته یې اړباسي. ماشوم وېروي او د پوښتنو ځواک یې د زوال کندې ته ټيل وهي.
همدې توپير د نورې نړۍ او افغان ماشوم په ذهني وده کې بې کچې توپیر رامنځته کړی دی.
دا ښکاره خبره ده چې ماشوم به په جسمي ډول د نورو ماشومانو په څېر وده کوي خو پرته له سالمې روزنې د ماشوم ذهني وده ټکنی کېږي.
د پرمختللې نړۍ ماشوم له وړکتون نه تر تنکۍ ځوانۍ د ذهني ودې په موخه یې بیلابیلې هڅې کېږي، بې شمېره کتابونه، لیکنې، لوبې، سندرې، کیسې او ترانې ورته لیکل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له تلویزیوني خپرونو نیولې چې کارتون او نورې په زړه پورې خپرونې ورته چمتو کېږي، د نوې تکنالوژۍ په کارولو سره د هر سن ماشوم ته د هغوی د پوښتنو ځوابونه مومي. له سپوږمۍ نیولې تر موټرونو، کامرو، بحرونو او لوړ پوړیزو ودانیو چې دا ټول د اوسني عصر د ژوند اسباب او د ماشوم په چاپېریال کې شته توکي دي.
خو د افغان ماشوم د ادبیاتو په برخه کې نه یوازې دا چې په پوره اندازه کار نه دی شوی او بیلا بیلو مسلو ته پکې لیکل نه دي شوي بلکې د ماشومانو د ذهني ودې له پاره هېڅ ګټورې لارې نه دي په ګوته شوي.
په دې برخه کې د اناهیتا روهي ډاکټر صیب محب زغم او نعیمې غني لیکنې دي چې سترګې ور اوړي، خو دا نیمګړتیاوې څنګه سمولای شو یا یې لږ تر لږه د دغو ستونزو د کمولو هڅه کولای شو؟
بیا هم مېرمن اناهیتا روهي لیکي: ''زموږ دنده دا ده چې له ښكنځلو تر مخه لومړى ماشوم ته د هغې د پوهې سره سم، په داسې الفاظو كې د دوى د پوښتنې په اړه معلومات وركړو چې ماشوم د معلوماتو د اورېدو په اوږدو كې د خپلې پوښتنې په ځواب پوه شي. په دوهم قدم كې دې ته هم بايد پاملرنه وشي چې ماشوم ته تيار ځواب ورنه كړل شي. پوښتنې په خپله د ماشوم ذهن فعاله ساتي او تيار ځوابونه د ماشوم ذهن غير فعاله كوي. ماشوم ته د پوښتنې د ځواب پر ځاى بايد د ځواب د پيدا كېدو او د معلوماتو له لارې د زده كړو چل وروښودل شي. ماشوم ته د پوښتنې په اړه بايد دقيق او د رښتيني معلوماتو منبع وروښودل شي. ماشوم ته بايد په هېڅ صورت درواغ ونه ويل شي. كه چېرې دقيق معلومات مو درلودل خو ښه خبره ده. كه مو نه درلودل دا به غوره وي چې له كتابونو، انټرنېټ او يا هم له كومې بلې منبع څخه له ماشوم سره په ګډه معلومات راغونډ كړو. له مشرانو سره بحث او له دوى سره په ګډه د يوې پوښتنې په اړه پلټنه ماشوم په ذهني لحاظ په ځان متكي او باوري كوي. ځكه ډېر ځله په ګډه پلټنه د پوښتنې له ځواب څخه اغېزناكه تمامېږي . ''
د ماشومانو پوښتنې که په کورنیو کې په پوره حوصله مندۍ ځواب شي، نو ماشوم د نورو پوښتنو د مطرحولو ځواک پیدا کوي. ماشوم پلټونکی په ځان باوری را لویېږي.
د ماشوم کوچنۍ پوښتنې باید جدي وګڼل شي. ماشوم ته د چاپېریال او نورو توکو په اړه هغه مهال پوښتنه راولاړېږي چې کومې نتیجې ته پکې ونه رسېږي.
ماشوم فطرتا هڅه کوي هرڅه لومړی خپله تجربه کړي او په ذهن کې یې حل کړي لکه مخکې مې چې د واورې په اړه مثال وړاندې کړ، خو که چېرې يې ماشوم حل نشي کړای او نتیجې ته ونه رسېږي، نو بیا به ضرور پوښتنې کوي.
دا پوښتنې یې که سمې ځواب شي نو ماشوم ته به مو د چاپېریال پېژندنې او پلټنې نوې لار پرانیستې وي خو که مو ځواب نکړې هغه مو ورټو او ومو ښکنځه نو ماشوم به مو چوپتیا او ذهني ګډوډیو په لور روان کړی وي.
ځکه خو د ماشوم ادبپوهان او اروا پوهان په دې اند دي چې د ماشومانو د ښې روزنې او ودې له پاره له وړکتون نه تر ښوونځیو داسې درسي مواد په نظر کې نیول شوي چې د ماشوم ذهن پکې وده وکړي.
د پښتو ادبیاتو په غېږ کې هم د ماشوم کیسۍ ترانې او نورې د لوبو سندرې او ترانې شته چې ماشوم پکې د پوښتنې او ځواب چلونه زده کوي وړتیاوې او مهارتونه یې پیاوړي کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
زموږ په ټولنه کې د پیشو د بچیو په اړه داسې ویل کېږي چې پيشو یې خپل نوي زېږېدلي بچي اوو کورونو ستروي.
د لویانو په ذهن کې په دې اړه هېڅ داسې سوال نه پیدا کېږي چې خبره ماشومانو ته ورسېږي، هغوی ضرور پکې دا ولې مطرح کوي.
ولې پيشو خپل بچي په اوو کورنو تاووي؟
دا په رښتیا کې ګرانه پوښتنه ده.
دا پوښتنه یوازې د فلکلوریکې پوهې په مرسته ځوابېدی شي.
دا چې په اکثرو کورنیو کې میندې لوستې نه دي او نشي کولای چې د ماشومانو په کوچنیو ذهنونو کې چې کومې سترې پوښتنې راولاړېږي ځواب یې کړي، نو دغه تشه ستونزه منه ده چې زر ډکه شي خو میندې د خپل ژوند د تجربو په مټ کولای شي د ماشومانو دغو پوښتنو ته سم او قانع کوونکي ځوابونه پیدا کړي، د ښکنځلو پر ځای یې په سمو ځوابونو ونازوي.
اخځلیک: اناهیتا روهي، یو ماشوم یوه نړۍ



















