د هند ۲۰۰ کلنو لرغونو ودانیو بیا رغونه

    • Author, چیريلان مولان
    • دنده, بي بي سي نیوز، ممبۍ
  • د خپرېدو وخت

د یوې لویې شل کلنې پروژې په ترڅ کې د هند ۲۰۰ کلنې لرغونې ودانۍ بیا ورغولې.

د ښځو پوهنتون د بیارغونې چارې روانه میاشت کې پای ته ورسیده دا پوهنتون پخوا د عثماني پوهنتون (Telangana Mahila Viswavidyalayam) په نوم یادیده چې د هند د تلینګانا ایالت حیدر اباد ښار کې اباد شوی.

دا لرغونې ودانۍ لومړیو کې د انګریز ډګروال جیمز اکیلس ( James Achilles Kirkpatrick) استوګنځای و.

نوموړی له ۱۷۹۷-۱۸۰۵ کلونو پورې حیدراباد محکمه کې د بریتانویانو استازی و.

یاد استوګنځي ودانۍ وروسته بیا پوهنتون ته ځانګړې شوه.

د تېرو کلونو په اوږدو کې یاد پوهنتون د سختو سیمه ایزو ترافیکو، ناسمې ساتنې له کبله ویجاړ شوی و.

۲۰۰۲ کال کې د نړۍ د لرغونو ودانیو صندوق (WMF) چې یو غیرانتفاعي سازمان دی دا ودانۍ یې خپل هغه نوملړ کې شامله کړه چې رغونې او ساتنې ته سخته اړتیا لري او د بیا رغونې لپاره یې یوه شل کلنه پروژه پیل کړه.

د یادې ودانۍ ځینې برخې د WMF، نړیوالو او سیمه ییزو خیریه موسسو او خصوصي بسپنه ورکوونکو په مرسته ورغول شوې.

د تېر کال مې میاشت کې د نړۍ د ګډې میراثي شتمنۍ د بحث په پروګرام کې اړین ګام واخیستول شو او د وروستي فاز چارې یې بشپړ کړې په دې درې لرغونې دروازې او د ودانۍ اصل تالار ورغول شوو.

د ملکې الیزابت دویمې پلاټینم جوبلي د ګډې میراثي شتمنۍ روزنې پروګرام کې چې د انګلیستان خیریه موسسې لخوا یې مالي ملاتړ کېږي یاد پروژې سره یې ۱۹۳،۰۰۰ډالره مرسته وکړه.

همدارنګه د انګلستان او حیدرآباد ځوانانو ته یې فرصت ورکړ چې په ودانۍ کې کار وکړي او له متخصصینو د ساتنې تخنیکي چارې هم زده کړي.

د بیارغونې پروګرام کې په ۲۰ پروژو کار کېده چې د پوهنتون پروژه یې لومړنۍ وه.

بله پروژه به د روکسبورګ کور رغول وي چې د ختیځ ښار کلکتې په بوټانیکل باغ کې موقعیت لري.

یاد پوهنتون په حیدرآباد کې یو مشهور تعلیمي مرکز دی چې هر کال ۲۵۰۰ ښځې په کې زدکړې کوي.

د ښه وخت تېرولو لپاره د مرکزي ودانۍ دواړو خواو ته شنه ځایونه جوړ شوي همدارنګه د زدکوونکو استوکنځي کې د ګټې اخیستنې پراخ ځای جوړ شوی.

د پوهنتون لیوتیننت روبرټز (Lieutenant Roberts) په نوم دروازه هم ورغول شوه چې د په ۱۸۵۷ کال کې د ډهلي په محاصره او نیول کې برخه لرله.

د پوهنتون د تالار چت بیارغونې چارې کارپوهانو ترسره کړې.

دوی د چت لویې او وړې ټوټې سره یو ځای کړې چې په تېر کلونو کې رالوئیدلې وې او مسولو کسانو ساتلې وې.

کارپوه منندر سینګ چې د چت په رغونې کې برخه لرله وايي:"دا له سختې خوارۍ ډک پړاو و. موږ غوښتل په بیا رغونه کې له هرې ټوټې کار واخلو او هره ټوټه مو کاروله."

د دې ودانۍ جوړښت د ماڼۍ ګانو په ډول شوی او سپینې ماڼۍ ته ورته دی.

جیمز دا ودانۍ ځان او خپلې هندۍ میرمنې خیر النسا لپاره جوړه کړې وه.

د ویلیم ډالرمپل (William Dalrymple) د ۲۰۰۲ کال کتاب سپین مغل پر بنسټ د جیمز او خیرالنسا مینې د هغې زمانې ټولې مذهبي، سیاسي او کلتوري پولې ماتې کړې وې.