'مس مارویل'؛ د امریکايي ډرامې زړه کې د هند او پاکستان وېش

    • Author, زويا متين او ميريل سيباستين
    • دنده, بي بي سي نيوز - ډیلي
  • د خپرېدو وخت

"پاسپورټ مې د پاکستان دی، پلرونه مې د هند دي، د دواړو ترمنځ په وینه او درد پولې جوړې شوې دي".

تر ډېره په امریکايي تلوېزیوني ډرامو کې داسې ممثل نه مومئ چې د هند او پاکستان په اړه وغږېږي.‌ خو ښکاري چې Ms Marvel ډرامه د دې وینا بدلون لپاره کار کوي.

د کامله خان ډرامې اتله نیا - چې سانا یې په اړه غږېږي، د بېلتون کرښې ته اشاره کوي چې په ۱۹۴۷ کال د دوو خپلواکو هېوادونو (هند او پاکستان) جوړېدو ته یې لاره هواره کړه.

له شپږو برخو جوړې د دې ډرامې ګوتنیوونکو په ډېر حساسیت سره د ډرامې د پېښو انځورول ستایلي دي.

دا بېلتون په پای کې پر هند د بریتانوي ښکېلاک په خاتمه تمام شو، چې په لړ کې یې له جګړې او لوږې لیرې تاریخ کې ډېر انسانان کوچېدو ته اړایستل شول، کابو ۱۲ میلیون خلک کډوال شول او د مذهبي تاوتریخوالي تاو کې د ۵۰۰ میلیون زرو او یو میلیون ترمنځ انسانان ووژل شول.

د بېلتون کړاو او غم پاکستان او هند کې ‌د سینما پر سکرینونو وښودل شول. خو "مس مارویل" ډرامه د معاصرې سترګۍ له لارې انځور کړی، چې د ټکان، زیان او هویت په اړه د څو نسلونو کیسه یې بېرته راژوندۍ کړې ده.

هندۍ لیکواله او تاریخپوهه انکل مالهوترا چې د بېلتون کیسې یې پخپلو کتابونو کې په شفايي تاریخ کې مستندې کړې دي، وايي دا ډرامه یو "معنا لرونکی، اوډل شوی او له عاطفي اړخه دقیق" بحث راولاړوي.

دا زیاتوي: "ډرامه د تاریخ د یوې داسې خلا په اړه ښه ښه رول لوبولی چې تر ننه یې دوام کړی".

په ډرامه کې د کامله کیسه راخیستل شوې - هغه اصلي کرکټر چې د ایمان ویلاني (ځوانه امریکایۍ - پاکستانۍ چې پر یوه خارق العاده اتله اوړي) په رول کې لوبېږي.‌

دا ممثله لومړی ځل په ۲۰۱۴ کال په یوه ډرامه کې راڅرګنده شوه. کامله خپله خارق العاده پیاوړتیا د خپلې نیا عایشې له مرموز لاسبند اخلي چې د بېلتون او وېش پرمهال ترۍ تم شوې ده.

مالهوترا وايي، "په ډرامه کې خلک د هندي-پاکستاني سرحد میراث راژوندی کوي- په دې مانا چې ځوان نسل ته د تېر لپاره دروازه ګڼل کېږي چې د ۱۹۴۷ کال ناوریني پېښو په اړه په هېڅ نه دي خبر.

د ډرامې په پنځمه برخه کې د پیل غمجنه سندره (ته زما سپوږمۍ یې) غږول شوې، دا سندره د ۱۹۴۹ کال اړونده ده، چې په پنځوسمه لسیزه کې دوو هندي ممثلانو شیام او ثریا بللې ده او دواړه د پنجاب ایالت سیمې دي چې اوس د پاکستان برخه ده.‌

بیا خبري برخه راځي او د هند د لومړي وزیر جواهر لال نهرو او د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح انځورونه پکې د وېش پرمهال د تاوتریخوالي له صحنو سره راڅرګندېږي.

په ډرامه کې دا روښانه شوې چې د کامله مور د هغو میلیونونو کسانو له ډلې ده چې په ۱۹۴۷ کال پاکستان ته واوښتل، حسن او عایشه کراچۍ ته د وروستي اورګاډي د تګ پرمهال د سپرېدو پروخت سره جلا کېږي، سانا چې هغه وخت کوچنۍ ماشومه وه په معجزه له خپلې مور سره یوځای کېږي.

دا ډرامه فلم جوړوونکې شارمین عبید چینوي رایستلې ده،‌ هغې کامله ځکه غوره کړې چې د خپلې کورنۍ دا دردوونکې او د تاریخ توره برخه پکې تکرار او انځور کړي.

کتونکي د اورګاډي تمځي کې د کامله په سترګو کې د انسانانو یو توپان ګوري، ځینې یې په ناهیلۍ د اورګاډي د ننه غوېږ کې ځای لټوي او ځینې نور بیا له خپلې کورنۍ سره په اوښکو خدای پامان‍ي کوي.

د پاموړ ځای پکې دا دی هغه خبرې او غږونه چې خلک یې اوري، ریښتیني دي او "د پاکستان ملي ارشیف" او "د هند ملي ارشیف" له ثبت شوي شفايي تاریخ راخیستل شوي. دواړه خپلواک ارشیفونه دي.

عبید چینوی بي بي سي ته وویل، غوښتل یې د پېښې لویوالی او ترې راټوکېدلی کړاو نورو ته ولېږدوي.

دا زیاتوي: "د داسې انځور په لټه کې وم چې له خپلو کورونو نه د کوچېدو پرمهال د خلکو د درد،‌ وېرې او ناهیلۍ استازیتوب وکړای شي، غوښتل مې دا کتونکي هماغه پېر ته راسره بوځم چې پخپلو سترګو د خلکو حالت وویني".

بالاخره پایله دا کېږي چې کتونکي یوه شېبه له کامله سره - چې د خلکو منځ‌کې اوتره شاوخوا ګرځي- پاتېږي.

په مس ماروېل ډرامه کې وېش د تېر پېر پاتې شوني نه دي ګڼل شوي، بلکې داسې احساسات راښکاروي چې نسل په نسل لېږدول کېږي. کامله د خپلې نیا درد نه ده ځورولې، بلکې د اورګاډي تمځي کې یې چې څه لیدلي د خپل هویت ټاکلو لپاره یې راغلي.