پاکستان کې غوږور وزګوړ که خواله رسنیو ستوری

    • Author, ليو ساندز
    • دنده, بي بي سي نيوز
  • د خپرېدو وخت

ټولو به د "دامبو" کارټوني شخصیت په اړه اورېدلي وي، د لویو غوږونو لرونکی فیل چې ښکر یې ملنډې پرې وهي، همدا ده چې د سرکس سختو کارونو ته مخه کوي.

یووازې دامبو مشهور نه دی، بلکې د پاکستان کراچۍ کې کوچنی "سیمبا" نومی وزګوړی هم د ۵۴ سانتي متره غوږونو په لرلو ډېر مشهور شوی.

سیمبا ددې پرځای چې ملنډې پرې ووهل شي، د ښکلا په سیالۍ کې تر بریالي کېدو وروسته پر یوه نړیوال ستوري اوښتی او هرڅوک یې نازوي.

د سیمبا روزونکی محمد حسن ناریجو فرانس پرې خبري اژانس ته ویلي د نړیوالو ریکارډونو د ثبتولو له ګینیس سره ددغه حیوان د ثبتولو لپاره په اړیکه کې دی چې سیمبا "په نړۍ کې د تر ټولو اوږد غوږونو لرونکي وزګوري" په توګه ثبت کړي.

دا لا جوته نه ده چې ایا رښتیا هم سیمبا په نړۍ کې ډېر اوږدغوږی وزګوړی دی او که بل هم شته، خو کله یې چې د اوږدو غوږونو انځورونه خپاره شول، پاکستان کې پرخواله رسنیو ډېر مشهور شو.

خو دومره اوږده غوږونه لرل خطر هم لري، داسې چې کېدای شي کوم حیوان یې پر غوږونو پښه کېږي؛ ځکه نو ښاغلی ناریجو یې تر ملا د غوږونو ور تاوولو ته مخه کړه،‌ یوه غاړکۍ یې هم ورته جوړه کړه چې غوږونه یې پکې وپېچي.

هغه فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي: "د قرآن ایاتونه لولو او پرې و چوف کوو یې چې له بدو سترګو وساتل شي".

خو ناریجو تمه لري چې سیمبا په سمه توګه وروزي.

دی زیاتوي: "د پاکستان نوم باید په ټوله نړۍ کې مشهور شي".