'افغانستان ته مینه لیک'؛ د افغانانو لپاره یوه سندریزه ډالۍ

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د طالبانو له واکمنېدو سره وضعیت له یوې مخې بدل شوی دی. افغانان او په ځانګړې توګه هنرمندان د راتلونکي په هکله د بې باورۍ ښکار ښکاري.

دغسې حالت کې کاناډا مېشتي افغان سندرغاړۍ شمالي افغان او پاکستانۍ سندرغاړې زیب بنګښ له افغانانو سره د خواخوږۍ مینې او یووالي یوه پیغام خپروولو هڅه کړې. شمالي افغان او زیب بنګښ د 'افغانستان ته مینه لیک ' په نامه یو سندریزه ټولګه خپره کړې، چې دودیزې افغان سندرې یې پکې ویلې دي.

دې ټولګه کې هغه پښتو او دري سندرې بلل شوې، چې له دې مخکې افغان سندرغاړو بللې او مشهورې شوې دي.

دواړه هنرمندان وايي، دا یې د افغانانو لسیزو قربانیو ته یو درناوی دی) مکریم کلیم د بي بي سي لپاره د نوې سندریزې ټولګې په هکله له دوی دواړو سره خبرې کړې دي.

شمالی افغان وايي، دا سندرې یې د افغانستان په نامه ډالۍ کړې دي. نوموړی وايي:

''اوسني وضعیت ته په پام مې چې دا سندرې واورېدې، ډېر احساساتي شوم. دا سندرې د کابل او ټول افغانستان اوسني وضعیت ته یو نذر دی. '' شمالی افغان وايي، هر څه چې پېښ شول، ډېرې خبرې پرې نه شي کولای، خو په وینا یې د یوه موسیقار او سندرغاړي په حیث یې وس رسېږي، چې د افغانانو لپاره سندرې ووايي، چې که دوی هر چېرې ژوند کوي، خوند ترې واخلي.

پاکستانۍ سندرغاړې زیب بنګښ وايي، له ماشومتوبه یې افغان موسیقي اورېدلې. دا وايي:

''داسې فکر کوم چې افغان موسیقي زما د کور موسیقي ده. ''

نوموړې وايي، مخکې یې د پیمانه او بي بي صنم په نامه سندرې هم له افغان سندرغاړي استاد شاولي اورېدلې وې.

اغلې بنګښ وايي، شمالی افغان د استاد شاولي افغان زوی دی او د دوی له کورنۍ سره د خپلوانو په څېر راشه، درشه لري.

زیب وايي، له ډېرې مودې یې غوښتل له شمالی افغان سره په شریکه سندرې ووايي، او په وینا یې د کورونا مخنیوي قرنطین پر مهال چې شمالی پاکستان ته تللی و، په شریکه یې پرېکړه وکړه چې د افغان سندرغاړو مشهورې سندرې به بیا تازه کوي.

نوموړې وايي، د ټولګې لومړۍ درې سندرې یې په یوه اونۍ کې له ویډیويي کلیپونو سره ثبت کړې.

نوموړې وايي، ګومان یې نه کاوه، چې افغانستان کې به حالت داسې په چټکۍ سره بدلېږي، خو کله چې دا وروستیو کې پاکستان ته ستنه شوه، پرېکړه یې وکړه، چې دا ټولګه باید همدا اوس خپره شي.