تر اوبو لاندې ځنګل هیښوونکي انځورونه

تصاویر شگفت‌انگیز جنگل زیر آب

د عکس سرچینه، JASON DECAIRES TAYLOR

د خپرېدو وخت

د قبرس ایا ناپا ته نږدې د سمندر ژورو کې تر اوبو لاندې ځنګل جوړ شوی دی.

تر اوبو لاندې دا موزیم له ډول ډول ۹۳ هنري توکو جوړ او نړۍ کې بې ساری دی.

دا ځنګل پر ښکلا سربېره د چاپېریال په هکله مهم پیغام لري، ځکه مجسمې داسې جوړې شوې چې تر اوبو لاندې ژوي تر ډېره ځان ته جذب کړي.

تصاویر شگفت‌انگیز جنگل زیر آب

د عکس سرچینه، JASON DECAIRES TAYLOR

تېرو شلو کلونو کې مدیترانه سمندرګي کې د سمندري ژوو ژوند له ګواښ سره مخ دی او تمه ده چې دغه هنري اثار تر اوبو لاندې ژوند ته د ستنېدو بلنه وي.

د مجسمو ځنګل د جوړولو موخه تر اوبو لاندې د طبیعي ځنګل په څېر چاپېریال جوړول او د ژواک رنګارنګۍ لپاره داسې ځای بلل شوی چې ژوي پکې پنا واخلي او خپل خواړه برابر کړي.

تصاویر شگفت‌انگیز جنگل زیر آب

د عکس سرچینه، JASON DECAIRES TAYLOR

دې ځنګل کې د ونو پر مجسمو سربېره د ماشومانو بوتان هم لیدل کېږي چې پر لوبو بوخت دی.

د دې مجسو طراح او هنرمن جیسون دي کرېس تیلور وايي، د ماشومانو دا مجسمې انسان ته وریادوي چې طبیعي نړۍ ته اړتیا لري چې پکې و اوسېږي او ذهن ارام کړي.