تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټام او جېري پوره ۸۰ کاله یو او بل وځغلول
- Author, کيلي لي کوپر
- دنده, بي بي سي نیوز
- د خپرېدو وخت
د 'ټام اېنډ جیري' یا پیشو او موږک کارټوني فلمونو لړۍ چې ډېر کسان یې له کړنو او کرکټرونو سره اشنا دي، دا اونۍ ۸۰ کلنه کېږي.
په دې فلمي لړۍ کې پیشو او موږک چې دواړه په یوه کور کې اوسېږي، تل له یو بل څخه په تېښته او جګړه دي. موږ د پیشو د ځورولو او پیشو موږک ته د دام په لټه وي، خو دواړه چندان بریالي نه وي.
کېدای شي تاسو ته د کیسې اتلان مالوم وي، پیشو (ټام) په غوسه چیغې وهي، خو هدف یې دا دی چې له خپل پلرني دښمن جیري (موږک) ځان خلاص کړي، خو خبره برعکس شي.
د دغو خوځنده رسمونو هنرمنان بېل هانا او جوزیف باربیرا دي، چې د "میترو ګولډن مایر" سټوډیو کې خپل هنر ثبتوي.
دغو دواړو ځوانو شریکانو، چې لا ۳۰ کلنۍ ته نه وو رسېدلي، هڅه وکړه چې خپل فکر ته وده ورکړي. باربیرا سره د پیشو او موږک په اړه د کارټون جوړولو یو کوچنی نظر و، چې تل له یو بل سره په شخړه کې وي.
مخکې د Puss Gets the Boot په نامه له کوره د پیشو د شړلو یو فلم جوړ شوی، چې په ۱۹۴۰ کال نندارې ته وړاندې شو او ډېر مینه وال یې لرل، دې فلم د لنډو خوځنده فلمونو د اوسکار جایزه هم وګټله. خو د بریا پرمهال د هانا او باربیرا نومونه وانخیستل شول.
له همدې مفکورې د ټام او جیري فلمي نظریه راوټوکېده.
په بیل کې، د میټرو ګولډن مایر سټوډیو مشران د پیشو او موږک دې مفکورې ته زړه نه ښه کاوه، خو کله چې په ټکساس کې د "پیشو او موږک ښکلي خوځنده انځورونه" کیسې په اړه د خوځنده رسمونو د یوه اغېزناک شخصیت پیغام ورغی، د دوی نظر هم واوښت.
په دې سره جاسبار پیشو پر ټام واوښته او جنیکس موږک پر جیري واړول شو.
په دوو لسیزو کې، هانا او باربیرا د ټام او جیري لړۍ تر ۱۰۰ ډېرې برخې تولید کړې، چې هرې برخې یې څو اونۍ وخت ونیو او ۵۰ زره امریکايي ډالره لګښت پرې راغی. په دې معنا چې په پوره یوه کال کې یې یوازې څو برخې جوړې کړای شوې.
د ټام او جیري لړۍ په نړیواله کچه بریالۍ شوه، همدا وو چې اوسکار جایزې یې وګټلې او د هالیووډ په ګڼو فلمونو کې هم راڅرګند شول.
د کارتوني فلمونو د تاریخ کارپوه جیري بیک وايي: "که په ماشومتوب کې د ټام او جیري کارټونونه ګورئ یا اوس، نو د جوړولو د تاریخ په پېژندلو ته یې ډېره لېوالتیا لرئ."
په ۱۹۵۷ کال باربیرا او هانا وروسته تر هغه خپل شرکت جوړ کړ چې میټرو ګولډن مایر شرکت د خوځنده رسمونو برخه د تلوېزیون د مینه والو د کمېدو له کبله وتړله، خو وروسته یې وپتېیله چې د ټام او جیري د پخوانیو برخو بیا ژوندۍ کول به د دوی مینه وال ډېر کړي.
په ۲۰۱۶ کال، په مصر کې د ټام او جیري نوم ناڅاپه د ورځپاڼو په سرلیکونو کې وروسته تر هغه راغی، چې یوه جګپوړي چارواکي دا خوځنده کارټونونه په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي ډېرېدو لامل وبلل.
امریکا او ایران؛ که د ټام او جیري ترمنځ اړیکې
په دې وخت کې د ایران ستر مذهبي شیعه مشر له امریکا سره د خپل هېواد اړیکي د ټام او جیري ترمنځ اړیکو ته ورته وبلل.
خو په برتانیا کې په ۲۰۱۵ کال، د ټام او جیري د فلمي لړۍ په اړه نظرپوښتنې وښوده چې د بالغو برتانویانو ترمنځ ډېر مینه وال لري.
بیل هانا په ۲۰۰۱ کال ومړ او وروسته پسې په ۲۰۰۶ کال جوزیف باربیرا هم مړ شو. تر مړینې یو کال مخکې باربیرا د ټام او جیري په وروستۍ برخه کې ولوبېد.
دی د خپل شراکت په اړه وايي: "یو او بل مو په سمه توګه درک کړ، هر یوه بل ته پوره درناوی درلود."
د جیري بیک په اند، د ټام او جیري د جذابیت پټ راز په دې کې دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو خپل ځان په دوو شخصیتونو کې نه و لیدلی.
.