تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بیلې ایلش د ګرامې جایزې تر ټولو لویه ګټونکې
امریکایۍ پاپ سندرغاړې بیلې ایلیش د ۲۰۲۰ کال د ګرامې پنځه جایزې تر لاسه کړې. اتلس کلنې الیش ته د غوره البوم، غوره سندرې، غوره نوې سندرغاړې او د سندرې د ښه ریکارډ جایزې ورکړل شوي دي.
د " بد سړی یا Bad Guy " په نوم د هغې سندرې ته د کال د غوره سندرې جایزه ورکړل شوه.
په دې سره ایلیش تر ټولو هغه کوچنۍ سندرغاړې شوه چې دا جایزه تر لاسه کوي او د ټایلر سویفټ ځای یې ونیوه چې له دې وړاندې د دې هنري جایزې تر ټوله کم عمره ګټونکې وه.
د الیش د ورور فینیس اوکونیل بخت هم بیدار و، هغه ته د کال غوره پروډیوسر جایزه ورکړل شوه چې د خپلې خور الیش سندرې یې جوړې کړي دي.
فینیس وویل دا سندره یې په کور کې ریکارډ کړې ده او " کوم ځای کې چې زه آرام اوسم هلته زه ښه نوښت کوم، دا لوی ویاړ دی چې د ګرامې جایزه- لکه - په کور کې جوړو شویو کولچو ته ورکول کېږي."
الیش په ټوکو کې وویل "داسې احساس کوم لکه زه چې باید دلته نه وای."
خو دې ځوانې سندرغاړي په تېرو دوولسو میاشتو کې د پاپ سندرو نوې قواعد رامنځته کړل او داسې سندرې یې وویلې چې د دودیزه پاپ سندرو جوړښت ننګوي.
فینیس د جایزې تر لاسه کولو پرمهال وویل "دا سندریز البوم یې د ګرامې جایزې تر لاسه کولو لپاره نه و جوړ کړی. "
د جایزې د وېش مراسم د امریکا په لاس انجلس ښار کې پرون جوړ شوی و او په پیل کې یې د امریکا د باسکټبال وتلی ستوری کوبي برایانټ ته درناوی وشو.
هغه اوړمه ورځ د چورلکې نسکورېدو په پېښه کې ومړ.
ګرامې جایزې نور ګټونکې هم لرل، د کال وېډیو جایزه د لیل نس اېکس Lil Nas X د "زاړه ښار واټونه" نومې سندرې ته ورکړل شوه.
بلې سندرغاړې لیزو درې جایزې وګټلې چې یوه یې د "رښتینې زړونو" په نوم سندرې لپاره وه. دا جایزه د یو کس له خوا ویل شوې غوره سندرې ته ورکول کېږي.
ګرامې موسیقي جایزه په ۱۹۵۹ کال کې رامنځته شوې او په امریکا یوه لویو څلورو پام وړ جایزو ګڼل کېږي.