افغان اتڼ ته نوی سبک ورکول کېږي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

د افغانستان د موسیقۍ ریاست غواړي د افغانانو ملي نڅا 'اتڼ' ته د ځانګړي سبک په ورکولو او د موسیقۍ د بېلابېلو الو په غږوو سره رنګارنګي راولي او په سندریزه بڼه د افغانستان د هرې سیمې خلک ځان پکې ولیدلی شي.

د افغانستان د موسیقۍ ریاست په دې وروستیو کې هڅه کړې چې د افغانانو دغې ملي نڅا ته ځانګړی سبک او د موسیقۍ د بېلابېلو الو په غږونو سره رنګارنګ کړي.

اتڼ د افغانستان ملي نڅا ده چې له ډېرې اوږدې مودې راهیسې د دغه هېواد د خلکو د کلتور یوه برخه ګرځېدلې ده.

د افغانستان د موسیقۍ ریاست مشر محمد احسان عرفان بي بي سي سره په خبرو کې وویل اتڼ د افغانستان په غیر ملموث فرهنګي میراثونو کې راځي او په بېلابېلو سیمو کې په مختلف شکل دي.

دی وايي، پخوا اټن له ډول او سُرڼي سره اجرا کېده چې معیار یې معلوم نه و، یانې پیل یې سم خو پای یې نامعلوم و.

ښاغلی عرفان زیاتوي چې نوموړی په دې فرهنګي نڅا کې نوښت رامنځته کړ.

دی وايي: "اتڼ باید یو سندرغاړی ولري، په هغه کې مې سېتار وټاکه، ډول، رباب او ګیتار هم په کې ورګډ شول چې په دې سره یې نوی شکل اختیار کړ."

دغه ریاست وايي، د افغانستان ۸ محلي سندرې چې ډېری یې په اتڼ کې غږول کېږي، په مسلکي ډول د اتڼ په ساز کې بیا ثبت کړي چې دا هره سندره له ۵۰ کالو ډېره مخینه لري.

اتڼ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پخوا اټن له ډول او سُرڼي سره اجرا کېده چې معیار یې معلوم نه و، یانې پیل یې سم خو پای یې نامعلوم و

محمد احسان عرفان بي بي سي سره د اتڼ پر کړن چوکاټ وغږېد چې په وینا یې، د اتڼ په لومړي پېر کې باید له دې سندرې سره (دا غرونه غرونه افغانستان دی) اتڼچیان درې ځله وڅرخېږي.

له درې څرخو وروسته بیا له دې سندرې سره دې غړۍ تاوه کړي (باغ دې یم باغوانه).

له دې وروسته بیا (دروند دی امېل، وای وای دروند دی امېل) بیا دې استاد اولمیر سندره ده، د عبدالله مقري سندره ده او په پای کې (هلک نرۍ چنار دی- نجلۍ د ګلو ونه) چې په دې سره اتڼ بیا پای مومي.

دی وايي په دې سبک موږ دوه میاشتې کار کړی دی چې مول له نړیوالو معیارونو سره برابر کړ.

دی زیاتوي دا چې اتڼ یو بومي اتڼ دی او کله هم پرې کار نه و شوی، پخوا خلکو فکر کاوه چې اتڼ یوازې له ډول او سُرڼي سره اجرا کېږي خو دی وايي فکر یې وکړ چې باید بډایه شي.

ښاغلي عرفان وايي، له دې کاره یې موخه دا وه چې اتڼ باید معیاري شي او بیا په کې ملي یووالی تمثیل شي یانې په سندریز لحاظ د افغانستان د هرې سیمې خلک پکې ځان لیدلی شي.

اتڼ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د افغانستان ۸ محلي سندرې چې ډېری یې په اتڼ کې غږول کېږي