د عکاسۍ جایزې ته غوره شوي عکسونه
د'ای اېم' د جایزې لپاره یوې تخلیقي ټولنې خپل د کلني سیالۍ لپاره ۱۰۰ وروستي عکسونه اعلان کړي دي- د لسو موضوعاتو لپاره له ۱۵۰ هېوادونو کې یو لک عکاسانو کابو لس لکه عکسونه لېږلي دي.
اکتوبر میاشت کې هغه غوره شوي عکسونه د برلین د اوونیزې عکاسۍ کې نندارې ته کېښودل کېږي او دې هرې برخې نوموتي عکاس ته به د کال غوره جایزه اعلان شي.
دلته یې ځینې عکسونه غوره شوي دي:
ځنګلي اسونه

د عکس سرچینه، David López Fernández
دا عکس د عکاس خپله موضع ده- دا د هسپانیا په ګیلیشیا کې د ډیویډ لوپیز فرنانډس عکاس له خوا د دوی د دوديز جشن په جریان کې وویستل شو.
دا جشن په کال کې یوځل ترسره کیږي او ځنګلي اسونه یوځای ته سره راټولوي- بیا یې د څښتن له خوا دوی پاکیږي، د غاړو ویښته یې اخیستل کیږي او پرنويو پیدا شویو اسونو نښې لګول کیږي.
زلموټی عبادت کوونکی

د عکس سرچینه، Sandra Morante
د سفر په برخه کې دا غوره شوی عکس سینډرا مورانټ عکاس د چین په سیچوان کې له یوه مندره څخه اخیستی- په عکس کې داسې ښکاري چې د بت عبادت روان دی او یوه زلمکي عکاس ته ورکتلي دي.
د ارواوو یوځای والی

د عکس سرچینه، Caterina Theoharidou
په تخلیقي برخه کې عکاسې کټرینه ټیوهارډو دا عکس له ایټالیې استولی-دا عکس ښیې چې دوه اروایې سره یوځای دي ـ
د سکېټ لوبه

د عکس سرچینه، Karabo Mooki
د سکېټ د لوبې په اړه د سویلي افریقا د جوهانسبرګ د ښار سویتو څخه کرابو موکې دا عکس رالیږلی، په دې عکس کې یوځوان د سکېټ د لوبې پر مهال لیدل کیږي.
'نه غواړم'

د عکس سرچینه، Katerina Mavrodi

له روسې څخه کترینه ماوروډي دا عکس را استولی- دا د انځورګرۍ په کټګورۍ کې به ځای پر ځای شي.
د عکس موضع 'نه غوښتل' دي او د ویکټورین او مدرن هنر ځانګړي اړخونه ترکیبوي.
سړی، اوښ او مرغۍ

د عکس سرچینه، Dimpy Bhalotia
دا د هندوستان په راجستان ایالت کې د اوښانو میله کې د عکاس ډمپټي بھولاټیا عکس دی-په دې عکس یو تن له خپل اوښ سره لیدل کیږي چې تر شا یې مارغانو الوزي.

د عکس سرچینه، Jumo Avilés
په تخلیقي کټګورۍ کې، عکاس جمو اویلیس له طبیعت سره زموږ پر اوسني اړیکو د پوهاوي هڅه کوي.

د عکس سرچینه، Kohei Ueno

دا عکس په اندونیزیا کې د کوهای انو له خوا اخېستل شوی چې په عالي کټګورۍ کې یې شاملولی شو،دا په دې هېواد کې د۲۰۱۸ میلادي کال'اې اې اېس' اتلولۍ لپاره سیالي وه چې څوک کولی شي په اوبو کې ژوره غوټه ووهي.

د عکس سرچینه، Gaile Juknyte

د جاپان له شنجوک ښار څخه ګېل جکنایټ عکاس د یوه بوخت میټرو اورګاډي څخه اخیستی دی- چې دا پر 'سټریټ عکاسۍ' کې شامولی شو.

د عکس سرچینه، Marlon Villaverde
په فیلپین کې عکاس میرلون ولاورډ خپل د پلرني ښار لکبان کې د یوې مظاهرې اخیستي چې موږ یې د فوټر ژورنالیست په برخه کې شاملولی شو.

د عکس سرچینه، Bimo Pradityo
د اندونیزیا له یوګیاکارتې ښار څخه بیمو پرادیتیو عکاس دا عکس اخیستی چې د ګرځنده عکس اخیستونکي په کټګورۍ کې یې شاملولی شو.

د عکس سرچینه، Cecilia Di Paolo

د 'فوډي' کټګورۍ کې د سیسیلیا ډي پاولو ننوتل د هغه ځای څخه بل ځای ته تللو او هرکال بیا د پیل په اړه د هغې احساس منعکسوي.

د عکس سرچینه، Reinold Aryee
دا عکس په لندن کې د رینالډ اري عکاس له خوا اخیستل شوی چې د ارکیټیک کټګورۍ ته یې ور شامولی شو.

د عکس سرچینه، Tika Jabanashvili

دا عکس د ټیکا جبناشویلي په ګرځنده ټیلیفون اخېستل شوی چې د اټو پورټریټ په نوم د ېوې لړۍ برخه ده، دا عکس د 'منیملسټ' په کټه ګورۍ کې شاملولی شو.
ټول عکسونه خپله د عکاس ملکیت دي۔


















