تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'مذهب دې باید زړه کې وي نه په دماغو کې'
- Author, شکیل اختر
- دنده, بي بي سي اردو ټکی کام، نوی ډیلی
- د خپرېدو وخت
له فلمونو سیاست ته راتګ په رښتیا یوه شعوري پرېکړه وه، کله چې زما نوم د لومړي ځل لپاره د کاندیدانو په لېست کې راغی یوه شېبه وورېدم، خو د هغې بوج په غاړه اخېستو له امله مې ومنله.
د هند په پارلمان کې نوې کم عمره غړې نصرت جهان ده، نوموړې مخکې تر دې په بنګالي فلمونو کې یوه لوبغاړې وه.
د هند د تېرو ټاکنو په دوران کې نوموړې د بنګال واکمن ګوند د ترنمول کانګرس په ټکټ کې وټاکل شو.
نصرت له بي بي سره په خبرو کې وویل چې نوموړې ته سیاست یو ډېر له مسؤلیته ډک کار دی: "ما دې یوې فلمي لوبغاړي په څېر له بنګال څخه نوماند ممتاز بېنر جي په انتخاباتي کمپاین کې برخه لرله، نوموړي ویلي و چې د ډلې لپاره کار وکړي".
سیاست ته له راتګه وروسته نوموړې په مسلسله توګه د خبرونو ښایست جوړه شوه او نوموړې ښه ځواني لرله.
"مذهب باید زړه کې وي"
پارلمان ته له ټاکلو لږ وروسته، هغه له هندو/ زین صنعتکار (نخیل جین) سره واده وکړ. جهان یو هندو منځلاری غړی و، چې سیاست ته یې د نصرت د راتګ پرېکړه یې وستایله، خو ځینو مسلمانو مذهبي مشرانو د پردي مذهب له یوه غړي سره پر واده نیوکه وکړه.
نوموړې بي بي سي ته وویل چې واده د انسان یوه طبیعي اړتیا ده.
د نوموړې په وینا هند یو سیکولر ملک دی او د خلکو ذهنونه په دې معاملو کې پراخ دي.
"د هر چا حق دی چې خپل سیال ځانته ومومي. ژوند زما دی چې څنګه یې تېروم ما چې له چا سره واده وکړ نه مې و لیدلی چې نوموړی مسلمان دی او که هندو. خو د ښه ژوند لپاره باید لومړی ښه انسان اوسي"
نصرت زیاته کړه، چې د مسلمانانو یوې کوچنۍ ډلې د نوموړې د واده مسله ګرمه ساتلې وه.
نوموړې وویل: "زه مسلمانه زیږېدلې وم- مسلمانه یم او مسلمانه به اوسم- مذهب باید د سړي په زړه کې نه په دماغو کې."
د خال هیله
له واده وروسته نوموړې چې کله د لوړې مراسمو د ترسره کولو لپاره پارلمان ته راغله، د یوې هندۍ ناوې په څېر خال (سندور) یې پر ټنډه او امېل یې پر غاړه و چې پارلمان ته راننوته.
په دې ډول د نصرت راتګ په انټرنیټ او خواله رسنیو کې یې خاص ځای وموند، خو د ځینو کړیو له خوا وګواښل شوه.
د نصرت په خبره چې ما د دغو نښو (خال پر ټنډه او امېل په غاړه) په اړه هېڅ فکر نه و کړی- زه تېروتې نه وم- له واده وروسته کله چې یوه مېړوښه مېرمن خپل دودیز سبک خپلوي ما هم هماغه کړي و.
د هند په تېرو پارلماني ټاکنو کې د مېرمنو د شمېر پر زیاتېده خوښه وه- نصرت وايي هغه دا تأثر نه پریږدي چې په زور پارلمان کې د ښځو مسئلې راپورته کولو له لارې غواړي "فیمنسټه" وبلله شي.