د اوکرایین او روسیې استازي درې کاله وروسته لومړی ځل مخامخ خبرې کوي

د عکس سرچینه، Dmytro Vlasov/BBC
د روسیې او اوکرایین استازو تر منځ د ترکیې په استانیول کې مذاکرات پیل شول. دا لومړی ځل دی، چې له ۲۰۲۲ کال راوروسته د دواړو هېوادونو استازي مخامخ خبرې کوي.
په استانبول کې د بي بي سي خبریال ویټالي شیویچینکو په خپل رپوټ کې وايي، دواړه پلاوي په یوه سالون کې ناست دي، خو د ناستې ځای او دریځونو تر منځ یې ډېر واټن دی.
زېلېنسکي وايي، د ده استول شوی پلاوی د سملاسي اوربند په هکله د خبرو واک لري، خو روسي چارواکو پرون وویل، د دوی ډېر پام پر اوږدمهاله سوله او د دې کړکېچ د رېښو پر ایستلو ورټول دی.
د کرېملین د دې ژباړل شوي دریځ معنی دا ده، چې دوی اوربند ته ډېر لېوال نه دي، بلکې دوی په دې هکله غږیږي، چې دا جګړه ولې پیل شوه، چې د کریمیلین له نظره د یوه خپلواک هېواد په توګه د اوکرایین شتون دی.
د بي بي سي خبریال وايي، په جالبه توګه د روسي پلاوي مشر پرون وویل، چې هېواد یې چمتو ته د جوړجاړیو په هکله خبرې وکړي، خو دا معلومه نه ده، چې دا څه ډول جوړجاړي دي.
که څه هم دی لومړنی کس دی، چې د جوړجاړي یادونه کوي، خو تمه څرګندیږي، چې دا به پرمخ یو ګام اخیستل وي او ښايي د روسیې په دریځ کې د نرمښت نښه وي.
له ده پرته نور ټول خپلې پخوانۍ غوښتنې تکراروي، چې د اوکرایین لپاره د ناټو غړیتوب له غوښتنې لاس پر سر کېدل او لږ تر لږه پر پنځو اوکراییني سیمو د روسیې کنټرول غوښتنه ده او دا ټولې داسې غوښتنې دي، چې د زېلېنسکي لپاره د منلو وړ نه دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د دې خبرو له پیل سره هممهاله د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، دی غواړي ''څومره ژر چې موږ کولای شو'' د روسیې له ولسمشر ولادیمر پوتین سره وویني.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روسیې پلاوي له استازو سره لیدنه کې د ''وژنو درولو'' غوښتنه کړې. نوموړي له دې مخکې تېره شپه خبریالانو ته ویلي و، چې نننیو خبرو ته ''زیاته تمه'' نه لري.
د خبرو له پیل مخکې د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلېنسکي ویلي و، مذاکراتو ته د خپل هېواد د دفاع وزیر استوي، خو په وینا یې روسیه ''د رښتینو خبرو لپاره ډېره جدي نه ده.''





















