تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي عربستان تهران ته خپل نوی سفیر استولی
د سعودي عرب رسمي خبري اژانس خبر ورکړی، چې دغه هېواد تهران ته خپل نوی سفیر استولی دی.
دغه اژانس ویلي چې 'عبدالله بن سعود عنزي' به په ایران کې د سعودي نوی سفیر وي.
عبدالله بن سعود عنزي پخوان په عمان کې د خپل هېواد سفیر و.
د سعودي د رسمي خبري اژانس لخوا په دې تړاو خپاره شوي رپوټ کې همدا راز راغلي چې د دغه هېواد مشرانو له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو او ارتباطاتو د پیاوړتیا غوښتنه هم کړې ده.
ایران او سعودي عربستان د روان کال په مارچ میاشت کې د چین د منځګړیتوب پایله کې خپلمنځي سیاسي اړیکې له سره ټینګې کړې.
ریاض په ۲۰۱۶ کال تهران کې د دغه هېواد پر سفارت او مشهد کې یې پر کونسلګرۍ د ایراني احتجاج کوونکو له برید وروسته له ایران سره اړیکې پرې کړې.
دغو احتجاج کوونکو په سعودي عربستان کې د یوه شیعه دیني عالم د اعدامېدو په غبرګون کې دا ګام اخیستی و.
تر دې مخکې ایران اعلان کړی و چې 'عليرضا عنایتي' یې ریاض ته د خپل نوي سفیر په توګه استولی دی.
ښاغلی عنایتي پخوا د فارس خلیج په چارو کې د ایران بهرنیو چارو وزارت سلاکار او په کویت کې د دغه هېواد سفیر پاتې شوی.
د ایران او سعودي ترمنځ د یمن د جګړې پر سر هم اړیکي ترینګلي وو.
ریاض او ملګري هېوادونه یې د یمن جګړه کې د حکومت او ایران بیا د حوثي شیعه ملیشې ملاتړ کوي.
حوثیان د پلازمېنې صنعا په ګډون د یمن پر پراخه برخه واکمن دي.