د ۱۹ کلنو اسیا جام: د بنګله دېش۱۹ کلنو لوبډلې افغان لوبډلې ته په ۴۵ منډو ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
له ۱۹ کلنو د کم عمره افغان کرېکټ لوبډله په بي ګروپ کې له خپلو بنګله دېشي سیالانو سره د متحده عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال کرېکټ لوبغالي کې په اسیا جام سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه وکړه. پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې یا بالینګ پرېکړه وکړه.
د بنګله دېش تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې خپلې سیالې افغان لوبډلې ته د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په توپ وهنه کې د افغان لوبډلې پیل ښه، خو ورو و. په نننۍ لوبې کې د څلوېښتم اوور تر پایه د افغانستان ۱۵۹ منډې وې او پنځه لوبغاړي یې له لاسه ورکړي و، خو پنځه نور لوبغاړي یې یوازې د ۲۴ منډې په بدل کې یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل.
افغان لوبغاړي د لوبې په ۴۸ اوور کې خپل ټول لوبغاړي یوازې د ۱۸۳ منډو په بدل کې له لاسه ورکړل او لوبه یې د ۴۵ منډو په توپیر خپلې بنګله دېشي لوبډلې ته وبایلله.
د افغان توپوهونکو له ډلې فیصل خان پنځوسیزه وکړه او ناصر خان معروف خېل ۳۴ منډې وکړې، نورو لوبغاړو ته پام وړ توپ وهنه ونه شوه کړای.
اقبال حسین او الفهد درې درې افغان لوبغاړي وسوځول.
د افغان لوبډلې راتلونکې لوبه د یکشنبې په ورځ له شري لنکا لوبډلې سره ده.
په توپ اچونه کې د لوبې په سر کې د بنګله دېش لومړی لوبغاړی ژر او په صفر وسوځېد، خو وروسته تر هغه د عزیز الحکیم او کلام علیم ترمنځ ښه ملګرتیا وشوه. دغه دا ملګرتیا تر ۱۴۵ منډو ورسېده چې بالاخره د الله محمد غضنفر له خوا ماته شوه او کلام علیم یې په ۶۶ منډو اوټ کړ. عزیز الحکیم بیا هم ښه لوبه وکړه او سلیزه یې هم جوړه کړه.
د بنګله دېش نورو لوبغاړو د پام وړ ډېرې منډې ونه کړې. د پنځوس اوورنو په پای کې یې د نهو لوبغاړو په له لاسه ورکولو، افغان لوبډلې ته د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه.
په افغان توپ اچونکو کې نورستاني عمرزي، خاطر ستانکزي او عبدالعزیز دوه دوه وېکټې واخیستې. الله محمد غضنفر او نثار خان معروف خېل یوه وېکټه تر لاسه کړه.
د اتو لوبډلو تر منځ دا سیالۍ د اسیا کرېکټ شورا په نوښت کېږي.
افغانستان دغو سیالیو ته تر ډېره نوي غوره شوي لوبغاړي موندلي چې وار له مخه په خپلو لومړنیو سیالیو کې ځلېدلي.
د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي نوي لوبغاړي یې تر یو لړ ارزونو او روزنو وروسته غوره کړي دي.
د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې څه موده وړاندې د ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې سیالیو لپاره د ۲۹ لوبغاړو لومړنی نوملړ اعلان کړ، چې په کور دننه له څو تمریناتي کمپونو او خپلمنځي سیالیو وروسته د اسیا جام سیالیو لپاره لوبډله غوره کړي.
د افغان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات بي بي سي پښتو ته ویلي، "په پکتیا کې مو د ۸۴ تنو لوبغاړو لپاره د کورنیو او بهرنیو روزونکو او غوراوي کمېټې مسؤل تر نظر لاندې د ۱۹ کلنو پروسس په نوم تمریناتي کمپ جوړ کړی و، چې شاوخوا یو میاشت یې دوام وکړ او له هغې ډلې شاوخوا ۲۹ تنه غوره شول."
ښاغلی سادات وايي، "دا لړۍ هلته پای ته ونه رسېده تر پکتیا وروسته په کابل کې یو میاشتنی کمپ ورته جوړ شو، تر هغه وروسته دې لړۍ ته په سوېل ختیځ خوست ولایت کې دوام ورکړل شو. په خوست کې تر تمریناتي کمپ او خپلمنځي سیالیو وروسته ترې ۱۸ تنه لوبغاړي د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته غوره شول."
په هېواد کې د ننه له څو ارزونو او تمریناتي کمپونو وروسته "غوره شویو لوبغاړو" د روانې میاشتې په پیل کې خپل لومړنۍ سفر متحده عرب اماراتو ته وکړ، داسې چې دلته یې هم پیل ښه و.
ټاکل شوې اتلس کسیزې لوبډلې د اسیا جام سیالیو ته دې ښې تیارۍ په موخه هلته لس ورځني تمرینات وکړل او پاکستان او متحده عربي اماراتو سره یې د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ هم وکړه چې تېره ورځ یې د دغو سیالیو اتلولي هم خپله کړه.
د اسیا جام ۱۹ کلنو سیالیو کې کوم افغان لوبغاړي لوبېږي؟

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د نوملړ له مخې، اسیا جام ته په لوبډله کې، محبوب تسکین (لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، عزیر خان، فیصل خان شینوزاده، برکت الله، عزت بارکزی، عزیز میاخېل، حمزه علي خېل (ویکټ ساتونکی)، نظیف امیري، عبدالعزیز، نصرت الله نورستانی، خاطر ستانکزی، فهیم خېوه وال، حفیظ ځدراڼ، الله محمد عضنفر او نصیر معروف خېل ته ځای ورکول شوی، سربېره پر دې روح الله عرب، وحید ځدراڼ او سلمان خان د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې وو. خو په وروستیو کې کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې عزیز میاخېل د ټپي کېدو له امله له لوبډلې اېستل شوی او ځای روح الله عرب ته ورکول شوی دی.
د اسیا جام ۱۹ کلنو سیالۍ او ګډون والې لوبډلې

د عکس سرچینه، ACB
تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو اسیا جام یوولسم پړاو سیالیو کې ګډونوالې لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې دي. په دغو سياليو کې د کرېکټ د اسيايي شورا پنځه بشپړ غړي افغانستان، بنګله دېش، هند، پاکستان او شري لنکا او درې نورې لوبډلې جاپان، نیپال او عربي متحده امارات ګډون کوي.
افغان لوبډله په ب ګروپ کې له بنګله دېش، شري لنکا او نیپال سره لوبېږي. په الف لوبډله کې هند، پاکستان، جاپان او عربي متحده امارات دي.
دا له ۱۹ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو نړیوالې یو ورځنۍ لوبې دي.
لومړۍ لوبه د نومبر په ۲۹ د افغانستان او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ ده.
د دغو سیالیو پایلوبه د ډېسمبر په اتمه پلان ده.
له دې مخکې ۲۰۲۳ کال کې بنګله دېش په پایلوبه کې د عربي متحده اماراتو لوبډلې ته په ماتې ورکولو اتلولي خپله کړې وه.
د اسیا جام سیالیو وروسته به افغان لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۵م کال په مارچ کې د نیپال پر وړاندې ۵ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي او ټاکل شوې تر هغه وروسته د کرېکټ نړیوالې شورا اړوند د ۲۰۲۶م کال ۱۹ کلنو لوبغاړو نړیوال جام لپاره د غوراوي پړاو سیالیو کې ګډون وکړي.





















