تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر کوي
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له قوله ویلي، چې ډېر ژر به افغانستان ته سفر وکړي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، چې د دې سفر لامل په افغانستان کې د "ترهګرو د پټنځایونو" په اړه د دغه هېواد اندېښنه وه.
اسحاق ډار چې د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې په لومړۍ غونډه کې چې د عرفان صدیقي په مشرۍ جوړه شوې وه، خبرې کولې وویل: "زه به په څو ورځو کې افغانستان ته ولاړ شم. افغانستان زموږ ورور هېواد دی."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "موږ له افغانستان سره ډېرې نژدې اړیکې درلودې او لرو. تاسې خپل ګاونډیان نه شئ بدلولی."
دغه پاکستاني چارواکي په خيبرپښتونخوا صوبه کې پر چينايي وګړو د بريد په اړوند د يوې پوښتنې په ځواب کې زياته کړه: "له بده مرغه د دغو پېښو نښې د تحريک طالبان پاکستان لاس لرل په ګوته کوي او دغه ډله په افغانستان کې ده."
په ورته وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه بل مرستیال محمد سیروس سجاد قاضي هم ویلي چې پاکستان به له افغانستان سره خپل نژدې اړیکي وساتي.
ښاغلي قاضي زیاړه کړې ده: "موږ له افغانستان سره نژدې اړیکي لرو او دغو اړیکو ساتلو ته به دوام ورکړو."
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي او څو ځله یې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي.
خو د طالبانو حکومت په وار-وار د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.
پاکستان په دا وروستیو کې (د ټيکاو هوډ) په نامه نوي پوځي عملیات اعلان کړي دي، چې هدف یې د زیاتېدونکو ترهګریزو بریدونو او تاوتریخوالي مخنیوی کول دي. ویل کېږي، د دې اصلي هدف به هغه ډلې وي، چې پاکستان کې دننه فعالیت کوي.
د پاکستان د دغو عملیاتو پر وړاندې په کور د ننه د مخالفت غبرګونونه هم ښودل شوي.
معترضین او ان د پاکستان حکومت ځینې سرچینې په دې باور دي، چې نوي پوځي عملیات اصلاً د چین له لوري د فشار له زیاتېدو وروسته اعلان شوي، ځکه بیجینګ کې چارواکي د پاکستان مېشتو ۲۹ زره چینايي کارګرو امنیت ته اندېښمن دي.
د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر او اوس په اډیاله زندان کې بندي عمران خان ويلي، له افغانستان سره چې اړيکي ښه نه شي، د 'تحريک طالبان پاکستان' یا ټيټيپي ستونزه نشي هوارېدلی.
هغه ویلي "تر هغې چې افغان حکومت [د طالبانو حکومت] همکاري ونه کړي، پر ۲۵۰۰ کیلومتره اوږده پوله جګړه ګټل ناممکن دي."
پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه
پاکستاني چارواکو دا هم ویلي چې د وسله والو په نښه کولو لپاره د اړتیا په صورت کې به د دغه هېواد ځواکونه پر افغان خاوره برید وکړي.
څو ورځې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر له بيبيسي سره خبرو کې وویل، له ترهګرۍ سره د مبارزې په ترڅ کې به د نویو پوځي عملیاتو یوې برخې په توګه پاکستان د افغانستان پر ضد هم هم بریدونو ته دوام ورکړي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي وو، د هوايي بریدونو هدف هغه ډلې دي، چې پاکستان پرې په پر خپلو پوځیانو او ملکي خلکو د بریدونو تور پرې پورې کوي.
پاکستاني چارواکو له دې مخکې یوازې د روان کال مارچ میاشت کې منلې وه، چې ځواکونو یې په ګاونډي افغانستان کې هوايي برید کړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا دا ډول بریدونه پر خپل ملي حاکمیت تېری بولي.
طالبان وايي، د پاکستان غبرګون "بې مسوولیته" دی او خبرداری ورکوي، چې له ډېورنډ کرښې بل پلو د پاکستان بریدونه به "عواقب" ولري.