د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر کوي

اسحق ډار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسحق ډار: "موږ له افغانستان سره ډېرې نژدې اړیکې درلودې او لرو. تاسې خپل ګاونډیان نه شئ بدلولی."
د خپرېدو وخت

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له قوله ویلي، چې ډېر ژر به افغانستان ته سفر وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، چې د دې سفر لامل په افغانستان کې د "ترهګرو د پټنځایونو" په اړه د دغه هېواد اندېښنه وه.

اسحاق ډار چې د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې په لومړۍ غونډه کې چې د عرفان صدیقي په مشرۍ جوړه شوې وه، خبرې کولې وویل: "زه به په څو ورځو کې افغانستان ته ولاړ شم. افغانستان زموږ ورور هېواد دی."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "موږ له افغانستان سره ډېرې نژدې اړیکې درلودې او لرو. تاسې خپل ګاونډیان نه شئ بدلولی."

دغه پاکستاني چارواکي په خيبرپښتونخوا صوبه کې پر چينايي وګړو د بريد په اړوند د يوې پوښتنې په ځواب کې زياته کړه: "له بده مرغه د دغو پېښو نښې د تحريک طالبان پاکستان لاس لرل په ګوته کوي او دغه ډله په افغانستان کې ده."

په ورته وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه بل مرستیال محمد سیروس سجاد قاضي هم ویلي چې ‍پاکستان به له افغانستان سره خپل نژدې اړیکي وساتي.

ښاغلي قاضي زیاړه کړې ده: "موږ له افغانستان سره نژدې اړیکي لرو او دغو اړیکو ساتلو ته به دوام ورکړو."

پاکستاني طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان غړي نه شته

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي او څو ځله یې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي.

خو د طالبانو حکومت په وار-وار د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.

پاکستان په دا وروستیو کې (د ټيکاو هوډ) په نامه نوي پوځي عملیات اعلان کړي دي، چې هدف یې د زیاتېدونکو ترهګریزو بریدونو او تاوتریخوالي مخنیوی کول دي. ویل کېږي، د دې اصلي هدف به هغه ډلې وي، چې پاکستان کې دننه فعالیت کوي.

د پاکستان د دغو عملیاتو پر وړاندې په کور د ننه د مخالفت غبرګونونه هم ښودل شوي.

معترضین او ان د پاکستان حکومت ځینې سرچینې په دې باور دي، چې نوي پوځي عملیات اصلاً د چین له لوري د فشار له زیاتېدو وروسته اعلان شوي، ځکه بیجینګ کې چارواکي د پاکستان مېشتو ۲۹ زره چینايي کارګرو امنیت ته اندېښمن دي.

د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر او اوس په اډیاله زندان کې بندي عمران خان ويلي، له افغانستان سره چې اړيکي ښه نه شي، د 'تحريک طالبان پاکستان' یا ټي‌ټي‌پي ستونزه نشي هوارېدلی.

هغه ویلي "تر هغې چې افغان حکومت [د طالبانو حکومت] همکاري ونه کړي، پر ۲۵۰۰ کیلومتره اوږده پوله جګړه ګټل ناممکن دي."

پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه

خواجه اصف
د عکس تشریح، د پاکستان دفاع وزیر وايي، د افغانستان دننه بریدونو ته به دوام ورکړي

پاکستاني چارواکو دا هم ویلي چې د وسله والو په نښه کولو لپاره د اړتیا په صورت کې به د دغه هېواد ځواکونه پر افغان خاوره برید وکړي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر له بي‌بي‌سي سره خبرو کې وویل، له ترهګرۍ سره د مبارزې په ترڅ کې به د نویو پوځي عملیاتو یوې برخې په توګه پاکستان د افغانستان پر ضد هم هم بریدونو ته دوام ورکړي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي وو، د هوايي بریدونو هدف هغه ډلې دي، چې پاکستان پرې په پر خپلو پوځیانو او ملکي خلکو د بریدونو تور پرې پورې کوي.

پاکستاني چارواکو له دې مخکې یوازې د روان کال مارچ میاشت کې منلې وه، چې ځواکونو یې په ګاونډي افغانستان کې هوايي برید کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا دا ډول بریدونه پر خپل ملي حاکمیت تېری بولي.

طالبان وايي، د پاکستان غبرګون "بې مسوولیته" دی او خبرداری ورکوي، چې له ډېورنډ کرښې بل پلو د پاکستان بریدونه به "عواقب" ولري.