تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو امربالمعروف وزارت: ٰموټرو کې موسیقي مه غږوئ او بې محرمه ښځې هم مه خېژوئ'
په افغانستان کې د طالبانو حکومت امربالمعروف وزارت له موټر چلونکو غوښتي، چې په موټرو کې د موسیقۍ له غږولو او پر موټرو کې د هغو ښځو له پورته کولو ډډه وکړي چې د دوی په ټکو "بې حجابه او محرم" نه لري.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د کابل محتسبینو پر لویو لارو "چیک پوانټونه ترسره کړي" او د خپل مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د فرمانونو د پلي کېدو سپارښتنه یې کړې.
د طالبانو رهبر تل له خپلو چارواکو غواړي چې فرمانونه یې سم پلي کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي "محتسبیونو پر لاره له تېرېدونکو موټر چلونکو وغوښتل چې له موسیقۍ غږولو او هغو کړنو ډډه وکړي چې د امربالمعروف وزارت له پالیسو سره په ټکر کې وي."
د طالبانو له امربالمعروف وزارت چارواکو نه په ځینو ادارو کې دا هم شکایت کېږي چې په هر څه کې "مداخله" کوي.
دا وروستیو څو میاشتو کې په ځینو ولایتونو کې طالب چارواکو د موسیقۍ ګڼې الې هم سوځولې او د ودونو او خوښۍ په مراسیمو کې یې پر ټنګ ټکور هم بندیزونه لګولي دي.
"بې محرمه ښځې موټرو کې مه خېژوئ"
د طالبانو دغه وزارت له موټر چلونکو دا هم غوښتي، هغه مېرمنې چې د دوی په ټکو "بې حجابه" وي او محرم نه لري، په موټرو کې و نه خېژوي.
د ښځو په اړه د طالبانو په ځپونکو تګلارو کې دا هم ویل شوي چې ښځې دې په موټرو کې له "محرم پرته "سفر نه کوي- داسې تګلاره چې په پراخه کچه غندل شوې ده.
د ملګرو ملتونو او بشري حقونو بنسټونه په وینا، طالبانو په خپله څه باندې تېره دوه کلنه واکمنۍ کې له ۵۰ ډېر محدویتونه او بندیزونه پر ښځو لګولي دي.
له شپږم پورته د نجونو ښوونځیو بندول، پوهنتونونو ته د نجونو نه پرېښودل، له پارکونو د ښځو را ګرځول، له کاره منع کول او په سیاست کې برخه نه ورکول یې له څو مهمو محدویتونه بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو ادارې دا هم وايي چې د طالبانو حکومت په لوی لاس داسې تګلارې جوړ کړې چې ښځې یې له "ټولنیز ژونده ورکې کړې دي."
د طالبانو حکومتي چارواکي تل ادعا کوي چې "د اسلام په چوکاټ" کې یې ښځو ته ټول حقونه ورکړي دي.