د پاریس نوتردام کلیسا له سوځېدو پنځه کاله وروسته بیا پرانیستل کېږي
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون هغه کارګر وستایل چې د پاریس د نوټر-ډام کاتدرال د ترمیم "ناممکنه" دنده یې بشپړه کړه. دا کاتدرال او ګوتیک جواهر د ۲۰۱۹ کال په یوه ستر اور کې سوځېدلي وو.
د جمعې په ورځ، نړۍ د نوټر-ډام کاتدرال نوې بڼه ولیدله او مکرون بېرته پرانیستله.
د یاد اور له پېښې پنځه نیم کاله وروسته چې کاتدرال ته پکې لوی زیان رسېدلی و، د پاریس دغه ګوتیک جواهر بیا ژغورل شوی، ترمیم او بیا رغول شوی دی – او اوس لیدونکو ته یو زړه راښکونکی ځای ګرځېدلی.
مکرون هغو هنرمنانو او کارګرانو ته په وینا کې چې په ترمیم کې یې برخه اخیستې وه، وویل: "د نوټر-ډام اور د هېواد لپاره یوه ملي ټپ و او تاسو د هوډ، کار او ژمنتیا له لارې د هغه درملنه کړې."
ولسمشر وویل: "زه ډېره مننه کوم، فرانسه ډېره مننه کوي او زیاته یې کړه: "تاسو نوټر-ډام بېرته راستون کړی".
کله چې مکرون بیا رغول شوي کاتدرال ته ننوت، وویل چې اوس دا "ترمیم شوی، بیا اختراع شوی او بیا جوړ شوی دی، عالي دی."
هغه د کاتدرال بیا رغونې او نندارې ته د وړاندې کولو تر مهاله د ۷۰۰ میلیون یورو (۵۸۲ میلیون پونډو) ځانګړي کولو ژمنه کړې وه.
مخکې له دې چې مکرون کاتدرال ته ورشي، د نوټر-دام ترمیم شوې داخلي برخه یو پټ راز پاتې شوی و - یوازې څو انځورونه د ترمیم د کار پرمختګ ښودلو لپاره په تېرو کلونو کې خپاره شوي وو.
ما د جمعې په ورځ د ننه یوڅو شېبې تېرې کړې او کوم ځای چې ما ولید قانع یې کړم چې رښتیا دا یوه حیرانوونکې تجربه ده. د دې کاتدرال نوی او تازه مخ د نندارې دی.
دا یوازې ترمیم یا د چت جوړښت بیا رغونه نه ده، بلکې دا د داخلي برخې پاکول هم دي چې له ۱۸۵۰مو کلونو وروسته یې ککړتیا او لوګی هم پاک شوی دی.

د ۲۰۱۹ کال د اپریل په ۱۵مه، نندارچیانو په ټوله نړۍ کې د ژوندیو عکسونو له لارې ولیدل چې د کاتدرال پر چت څنګه اورونو لمبې وهلې او بیا - د اور په اوج کې - د ۱۹ مې پېړۍ مناره پر ځمکه راولوېده.
شاوخوا ۶۰۰ اور وژونکو د ۱۵ ساعتونو لپاره له اور سره مبارزه وکړه.
هېڅوک د اور په دې پېښه کې نه وو وژل شوي او نه ټپي شوي وو.
په یوه وخت کې، اندېښنه وه چې په شمالي برج کې اته زنګونه د لوېدو له خطر سره مخ دي، چې دا به د برج د ړنګېدو لامل شوي وي او ښایي د کاتدرال ډېری دېوالونه یې هم له خطر سره مخ کړي وای.
په پای کې جوړښت خوندي شو.
هغه څه چې ویجاړ شوي، مناره، د لرګیو چت (چې د "ځنگل" په نامه یادېږي) او د کاتدرال د تقاطع پر منځنۍ برخه او د ناو یوه برخه کې د ډبرین کونجونه وو-دي.
له نېکهمرغه، هغه څه چې خوندي شول، په دې کې ټولې رنګ شوې ښیښې، ډېری مجسمې او هنري کارونه او هغه مقدس توکي چې د "تاج اغزي" په نوم یادېږي، شامل دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کاتدرال کې د ۱۴مې پېړۍ هغه مجسمه هم ده چې"د ستنې باکرې" په نامه یادېږي.
شپاړس لویې مسي مجسمې د رسولانو او انجيل لیکونکو، چې له منارې چاپېره وې، یوازې څلور ورځې مخکې له اور څخه د ترمیم لپاره ویجاړې شوې.
د ویجاړۍ له جاج اخیستو وروسته، مکرون ژمنه وکړه چې په څلورو کالو کې به کاتدرال بېرته ورغول شي- هغه ژمنه چې ډېری ته یوه بېپروا ژمنه ښکاره کېده.
د دې کار د مدیریت لپاره یوه دولتي اداره د قانون له لارې جوړه شوه او د پیسو لپاره غوښتنه وشوه چې سملاسي یې ځواب ترلاسه کړ. ټولټال ۸۴۶ میلیونه یورو راټول شول، چې ډېری برخه یې لویو بسپنه ورکوونکو ورکړه، خو د کوچنیو ډونرانو ونډه هم د پام وړ وه.
د دې کار مسؤلیت جان-لوی ژورجیلین ته وسپارل شو، چې یو بې سلیقه نظامي جنرال و.
ژورجیلین ته د پروژې د بې شکه بریالیتوب لپاره نړیوال اعتراف ورکړل شو، خو هغه د ۲۰۲۳ کال د اګست میاشت کې د پییرینیس په یو پېښه کې وژل شوی و او فیلیپ جوسټ یې ځایناستی شو.
تخمیناً ۲۰۰۰ معماران، لرګيکاران، ترمیموونکي، چت جوړوونکي، کارګر، هنري متخصصین، مجسمه جوړوونکي او انجنیران په دې پروژه کې بوخت وو - چې د فرانسوي هنر او صنعت لپاره یې یوه ستره مرسته برابره کړه.
په پیل کې باید یوه پرېکړه شوې وای چې د ترمیم طبیعت څه ډول وي: د منځنۍ دورې ودانۍ او د ۱۹مې پېړۍ سبک پکې وکارول شي او که ودانۍ ته یوه عصري بڼه ور اضافه شي.
د نوو ډیزاینونو لپاره غوښتنې غیر معمول نظرونه وړاندې شول، لکه د ښیښې چت، شین "ایکولوژیکي زرغون" چت، د منارې پر ځای یوه لویه لمبه او یوه مناره چې له عمودي لېزر سره اسمان ته جګه شي.
د کارپوهانو او خلکو پر مخالفت سربېره، ټول بدلونونه پرېښودل شول او بیا رغونه له اصل ودانۍ سره ورته پیل شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
مکرون هڅه کړې چې د نوټر-دام ترمیم یوه نښه او سمبول وګرځوي. هغه له نژدې په دې پروژه کې ښکېل و، او کاتدرال ته څو ځله ورغلی دی.
په داسې مهال کې چې مکرون د هغه سیاسي برخلیک له اړخه د تاریخ تر ټولو ټیټ حالت کې دی - د جولای میاشتې له سختو پارلماني انتخاباتو وروسته - د نوټر-دام بیا پرانیستل د خپل مورال لپاره اړین ملاتړ ګڼي.
ځینې کسانو وویل چې هغه د پنجشنبې ورځې مراسمو تنظیمولو سره - چې په رسمي توګه د پروژې پای ته رسېدل وو، دا روښانول غواړي -چې له رسمي پرانیستو یوه اونۍ مخکې د خلکو پام ځان ته ورواړوي.






















