زېلېنسکي وايي، د جګړې پای ته رسولو لپاره له پوتین سره "شخصي کتنې" ته چمتو دی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د اوکرایین ولسمشر ولودمير زېلېنسکي وايي، چمتو دی چې د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د جګړې د پايته رسولو لپاره په شخصي توګه وګوري.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو یوه پوسټ کې ویلي وو چې اوکرایین باید سملاسي د روسیې د ولسمشر لخوا په ترکیه کې د مخامخ خبرو اترو وړاندیز ومني.

زېلېنسکي په خپل پیغام کې چې پر ایکس خپور شوی لیکلي، په جګړه کې د نورو تلفاتو هېڅ معنی نشته. "زه به د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې پخپله پوتین ته انتظار کوم."

د یادونې وړ ده چې د شنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکرایین ته د مې په ۱۵مه نېټه د مستقیمو خبرو اترو بلنه ورکړې وه.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي د ''مخامخ خبرو'' په تړاو د روسیې وړاندیز ته غبرګون کې ویلي وو چې دا ''مثبته اشاره'' ده، چې روسیه د جګړې پر ختمولو غور کوي، خو نوموړي د دوشنبې پر ورځ د اوربند پیلېدو غوښتنه تکرار کړې.

د ښاغلي زېلینسکي دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راځي، چې د پنجشنبې پر ورځ ناوخته د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین په یوه وینا کې اوکرایین ته په ''جدي مذاکراتو کې د ګډون'' بلنه ورکړه.

د اوکرایین ولسمش مخکې ویلي وو: ''له روسیې زموږ تمه دا ده، چې یو اوربند تائید کړي- بشپړ، دوام لرونکی او باوري- چې د مې ۱۲مه پیلېږي او اوکرایین چمتو دی.''

د یادونې ده، چې پر شنبه د اروپايي هېوادونو مشرانو د اوکرایین پلازمېنه کېیف کې 'د هیله منو ټلوالې' په نامه یوه غونډه کې د یوې میاشتې لپاره د یوه اوربند غوښتنه وکړه، چې له سبا پیل شي.

زېلینسکي ته یو نژدې سلاکار وايي، د جګړې ختمولو د خبرو له پیل مخکې باید یو اوربند وشي. اندریې یرماک وايي: ''وروسته چې هر څه وي، خو لومړی باید ۳۰ ورځنی اوربند وشي. روسیه باید جګړې ته د دوام ورکولو هیله په ګډوډو خبرو کې پټه نه کړي.''

له دې مخکې د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمتري پیسکوف د اروپايي متحدینو او امریکا غوښتنې ته ځواب کې وویل مسکو به ''په دې هکله غور وکړي'' خو نوموړي خبرداری ورکړ، چې ''پر موږ د فشار زیاتولو هڅې به ډېرې بې ګټې وي.''

د پوتین وړانديز څه دی؟

مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکرایین سره د مستقیمو خبرو وړاندیز وکړ او ويلي يې دي چې دا مذاکرات باید له ځنډ پرته ترسره شي.

ښاغلي پوتين د شبنې شپې ناوخته لس بجې د يوه کمساري، مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د ترکيې پلازمېنه استانبول کې له اوکرایین سره د مخامخ خبرو اترو وړاندیز وکړ.

نوموړي وويل، "موږ د دې شخړې د اصلي لاملونو د حل لپاره د جدي خبرو اترو په لټه کې یوو او غواړو د یوې تلپاتې او پياوړې سولې پر لور حرکت پیل کړو."

د ښاغلي پوتين له وينا څو ساعته مخکې، د بريتانيا د لومړي وزير کېير سټارمر او د فرانسې د ولسمشر اېمانول مکرون په ګډون اروپايي مشران چې اوکرايين ته تللي له روسیې غوښتي وو چې اوربند ته غاړه کېږدي.

پوتین ویلي، "دا شونتيا نه ردوي" چې د دې خبرو پر مهال به وکولی شي "په نويو اوربندونو او نوي ډزبنديز موافقه وکړي."

د روسیې ولسمشر دا هم ويلي چې د یکشنبې په ورځ به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د دې مسئلې په جزئیاتو خبرې وکړي.

تر دې مخکې، د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټيو ویټکاف مسکو ته د خپل سفر او له پوتین سره د لیدنې پر مهال د روسیې او اوکرایین د جګړې د کړکېچ د حل لپاره وړاندیزونه کړي وو، خو اوس ولادیمیر پوتین ظاهرا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې خبرو اترو کې د منځګړي په توګه معرفي کړی دی.

کیېف تر اوسه د پوتین وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.

د روسیې او اوکرایین ترمنځ وروستۍ مستقیمې خبرې اترې شاوخوا دری کاله وړاندې پر اوکرایین د روسیې له بشپړ یرغل وروسته شوې وې.

د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې، پوتین اوکرایین ته د زرګونو روسي ځواکونو د استولو امر وکړ، یوه داسې کړنه چې د ۱۹۶۲ کال د کیوبا د توغندیو له کړکېچ راهیسې د روسیې او لوېدیځ ترمنځ په خورا جدي کړکېچ بدله شوه.

اروپايي مشرانو پوتین ته څه وویل؟

د اروپايي مشرانو دا غوښتنه د "رضاکارو هېوادونو ایتلاف" په نوم د غونډې په جریان کې وشوه. په دې غونډه کې د فرانسې، جرمني، برتانیا او پولنډ مشران د اوکرایین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي تر څنګ لیدل کېدل.

په یوه اعلامیه کې، دوی له پوتین وغوښتل چې د ۳۰ ورځو غیر مشروط اوربند سره موافقه وکړي.

په ځواب کې، د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف اعلان وکړ چې مسکو "باید دا مسئله په دقت سره وڅېړي". هغه خبرداری ورکړ چې "په روسیه د فشار راوړلو هڅه په بشپړه توګه بې ګټې ده."

په غونډه کې، اروپايي او امریکایي مشرانو روسیې ته ګواښ وکړ چې که اوربند ونه مني نو "درانه او پراخ" بندیزونه به پرې ولګوي.

له غونډې وروسته، د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر وویل، "موږ ټول دلته، له امریکا سره یوځای، پر [ولادیمیر پوتین] غږ کوو چې که هغه په رښتيا سوله غواړي دا دې ثابته کړي."

د اوکرایین ولسمشر ولودمير زېلېنسکي هم وویل، "زه له تاسو ټولو مننه کوم چې زموږ سره ولاړ یاست." "نن به موږ په دې تمرکز وکړو چې څنګه ریښتینی امنیت رامنځته او د هغې خونديتوب ډاډمن کړو."