ایټالیا حکومت په البانیا کې د خپلو څلورو سیلانیانو د خوراک لګښت ورکړی

    • Author, کیتراین ارمسټرونګ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
پېښه په تاریخي بیرات ښار کې رامنځته شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پېښه په تاریخي بیرات ښار کې رامنځته شوې.

ایټالیا حکومت د دیپلوماسۍ په یوه کمساري نوښت کې د خپلو څلورو هغو وګړو د خوراک لګښت پرې کړی، چې د البانیا له یوه رستورانته له خوراک وروسته د پیسو له ورکولو پرته وتلي وو.

دا پېښه د دواړو هېوادونو په رسنیو کې خورا ډېره یاده شوه، تر دې چې د البانیا لومړي وزیر ایدي راما خپل هېواد ته د ایټالیا لومړۍ وزیر جورجیا میلوني د سفر پر مهال له هغې سره دا موضوع راپورته کړه.

ښاغلي راما وروسته لا ستامپا ورځپاڼې ته وویل، لومړۍ وزیرې خپل سفیر ته همالته وویل: ''ورشه او د دې احمقانو لګښت ورکړه.''

وروسته په البانیا کې د ایټالیا سفارت په یوه اعلامیه کې تائید کړه، چې د خپلو سیلانیانو د خوراک پیسې یې ورکړې، چې د رپوټونو له مخې نژدې ۸۰ یورو کېدې.

په اعلامیه کې ویل شوي: ''ایټالویان اصولو ته درناوي کوي، پور پرې کوي او موږ هیله کوو چې داسې پېښې بیا تکرار نه شي.''

د ایټالیا د کرنې او اوبو لګولو وزیر او د لومړۍ وزیرې اغلې میلوني اوښی فرانسسکو لولوبریجیدا هم په دې سفر کې شامل و، چې په وینا یې د لګښت پرې کول د درناوي پر ځای کولو موضوع ده. دی وايي:

''د یو څو بې شرفه کسانو له کبله د شریفو خلکو یو ملت باید له شرم سره مخامخ نه شي.''

د دې پېښې رامنځته کېدو کره نېټه معلومه نه ده، خو د امنیتي کمرو په یوه ویډیو کې چې پر خواله رسنیو ډېره لاس پر لاس شوې لیدل کېږي چې دا کسان په رستورانټ کې له خوړو وروسته د پیسو له ورکولو پرته وځي او د شپې په تیاره کې پناه کېږي.

د رستورانټ څښتن له پېښې وروسته د البانیا رپوټ ټلویزیون ته ویلي و، لومړی ځل داسې شوي چې مشتریان یې د پیسو له ورکولو پرته وتلي او په وینا یې څلور سره ایټالویانو د دوی د خوړو ستاینه هم کړې وه.