د منظور پښتین د ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي

د خپرېدو وخت

د پښتون ژغورنې غورځنګ او فعالان وايي د دغه غورځنګ د مشر منظور پښتین د نامعلوم برخلیک په اړه اندېښنه لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ پر ایکس یوه بیان کې ویلي له دوه ورځو راهیسې دوی نه پوهېږي چې ښاغلی پښتین له بیا نیول کېدو وروسته چېرته دی.

دې غورځنګ ویلي اسلام اباد کې یوې محکمې له خوا د خوشي کېدو او بیا نیول کېدو وروسته دوه ورځې تېرې شوې خو لا یې برخلیک نه دی معلوم.

د پښتون ژغورنې غورځنګ راولپنډۍ خوندي ښار کې د منظور پښتین نیول د اختطاف پېښه بللې او ویلي یې دي دا پېښه ډېرې پوښتنې رامنځته کوي.

فعالان وايي منظور پښتین اډیاله زندان کې ساتل کېده خو له هغه ځای نامعلوم ځای ته وړل شوی دی.

په کراچۍ کې مدافع وکیلې منیژې کاکړ هم پر ایکس د هغه د برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلې یې دي چې دوه ورځ کېږي هغه نیول شوی خو لا هېڅ محکمې ته دی وړاندې شوی.

نوموړې بي بي سي سره خبرو کې په دې بڼه د ښاغلي پښتین نیول په زوره لادرکه کول بللي دي:

"د جنورۍ پر څلورمه د منظور پښتین ضمانت وشو او وروسته عدالت د هغه د خوشي کېدو امر کړی و، خو ترې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګرو د اسلام اباد عالي محکمه کې یوه عریضه کړې وه او غوښتنه پکې شوې وه پر منظور پښتین که کومې نورې مقدمې لګول شوې وي، هغه دې مخکې راوړل شي. عدالت امر ورکړ چې دی به دا ځل خوشی شي او په بله مقدمه کې به نه نیول کېږي او په نورو صوبو کې چې پر هغه کومه قضیه اړونده وي، دی به هلته ځان پخپله وړاندې کوي".

اغلې کاکړ وویل، چې د عدالت له امر وروسته هم لا تر اوسه چې دویمه ورځ پوره کېږيو د منظور پښتین څرک نه لګېږي چې کوم ځای کې دی او له چا سره دی.

دا وايي، چې د ده غورځنګي ملګرو او کورنۍ ته هېڅ حال نه دی ورکړل شوی چې ښاغلی پښتین چېرې دی او په کوم حالت کې دی، دا په قانوني توګه د پاکستاني حکومت یو غیر قانوني عمل دی او له ۲۴ ګړیو ډېر د یو چا لا درکه کېدل په زور د تري تم کېدو قضیه ښکاري.