نجلۍ له ترکیې نه بېرته ستنېدل نه غوښتل، پلار یې د "پت" په نامه ووژله

د خپرېدو وخت

د بریتانیا انډپنډنټ ورځپاڼې د اسیا د برخې خبریالې ساواستي داسګوپتا د "په عراق کې د پت په نامه جرم غوسه راپارولې" په نامه یوه مقاله خپره کړې ده.

دا وايي وژل شوې یوه بلاګ چلوونکې او پر خواله رسنیو یوه مشهوره څېره طیبه العلي ده.

د ۲۲ کلنې طیبه علي وژل کېدو په عراق کې پراخ بحثونه راپارولي دي.

خبریاله وايي، د عراق د کورنیو چارو وزارت ویلي، د هغې قاتل خپل پلار دی. ځینې رپوټونه وايي چې خپل پلار یې په ترکیه کې د لور له یوازې اوسېدو راضي نه و او دغه وزارت د لور او پلار ترمنځ د لانجې د حلولو هڅه کړې ده خو پکې بریالی نه شو.

دغې خبریالې د عراق د کورنیو چارو وزارت د ویاند سعد معن له قوله - چې پر خواله رسنیو یې لیکلي وو، راخیستي د وزارت له منځګړتوب وروسته، په بله ورځ داسې خبرونه خپاره شول چې ګنې نجلۍ خپل پلار وژلې ده.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي، طیبه په ۲۰۱۷ کال ترکیې ته له خپلې کورنۍ سره تللې وه، خو بېرته یې عراق ته له ستنېدو انکار کړی و او په ترکیه کې پاتې کېدل یې غوره ګڼلي وو.

د بښنې نړیوال سازمان دا وژنه یوه زړه بوږوونکې پېښه بللې ده او له عراقي حکومت یې غوښتي چې د ښځو او نجونو د لازمې ساتنې او حفاظت لپاره خپل قوانین تعدیل او سمون پکې راولي.

د منځني ختیځ لپاره د بښنې نړیوال سازمان مرستالې مشرې ایت مجذوب ویلي: "تر هغه چې عراقي چارواکي د ښځو او نجونو د حفاظت قوانین جوړ نه کړي، دا ډول زړه بوږنوونکي جرمونه به دوام روان وي".