عمران خان: د پاکستان پوځ د ټاکنو له پایلو وېره لري

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران خان د بي بي سي له (هارډ ټاک) خپرونې سره مرکه کې وايي، ''د پاکستان پوځ د هغو ټولټاکنو له پایلو وېره لري، چې تمه کېږي د سږ کال پای کې وشي.''نوموړي په دې مرکه کې ادعا وکړه چې ''فاشستان'' غواړي پاکستان ''د تیارې دورې'' ته ستون کړي.
عمران خان د ۲۰۱۸ کال ټولټاکنو کې له بریا وروسته د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو، خو له څه کم څلور کاله واکمنۍ وروسته تېر کال په پارلمان کې د باور رایې ترلاسه کولو کې پاتې راغی او له دندې ګوښه شو. د سیاسي چارو شنونکي وايي، د نوموړي ګوښه کېدو اصلي لامل له پوځ سره مخالفت و.
که څه د پاکستان پوځ په ظاهره په سیاسي چارو کې لاسوهنه ردوي، خو پوځ تل د دې هېواد په حکومت کې مهم رول درلود او د پردې تر شا د سیاسي لوبې مهم رول لري. منتقدین یې وايي، واک ته د عمران خان په رسېدو کې هم د پاکستان پوځ رول درلود، خو نوموړي له بي بي سي سره په تازه مفصله مرکه کې ادعا وکړه، چې د ده په مشرۍ ''تحریک انصاف پاکستان ګوند (پي ټي ای) یوازینی ګوند دی چې له پوځي دیکتاتورۍ پرته رامنځته شوی.''
د تېرې مې میاشتې له پېښو وروسته د تحریک انصاف ګوند ګڼ شمېر مهمو مشرانو او پلویانو له عمران خانه سیاسي لار جلا کړې، خو عمران خان ادعا کوي چې د ګوند قدرت او نفوذ یې اوس هم زیات دي. نوموړی زیاتوي ''په داسې حال کې چې دولت زموږ له منځه وړلو هڅې کوي، د ضمني ټاکنو له ۳۷ هغو یې زموږ ګوند ۳۰ وګټلې.''
ښاغلي خان په دې مرکه کې وویل، مخالفینو یې تمه درلوده، چې له واکه د دې لېرې کېدل به د پي ټي ای ګوند د کمزورۍ لامل شي، ''ځکه کله چې یو څوک تر اوږدې مودې له واکه لېرې کېږي، نو همداسې کېږي، خو برعکس وینو چې زموږ د ګوند محبوبیت ورځ تر بلې زیاتېږي.''
عمران خان وايي، مخالفینو یې ټولې لارې چارې لټولې دي: ''دوی د ښځو او سوله ییزو احتجاجیانو په ګډون لس زره کسان زندانونو ته غورځولي او تر دې هم بده دا چې دا خلک شکنجه کوي.''
عمران خان وویل، که هغسې چې مخالفان یې ادعا کوي ګوند یې ''له منځه تللی'' حکومت به د ټولټاکنو لپاره نېټه اعلان کړې وه.
د عمران خان پلویان بیا نوموړي ته د یوه داسې مستقل سیاسي مشر په نظر ګوري چې د پاکستان له دودیز واکمن نظام د بهر یو کس دی او په هېڅ ډول فساد کې یې لاس نه درلود. دوی باوري دي چې د پاکستاني پوځ چمتو شوي پلان له مخې عمران خان له واکه ګوښه شو، خو د پاکستان پوځ بیا دا تورونه په کلکه ردوي.
له واکه لېرې کېدو وروسته عمران خان په ګڼ شمېر حقوقي قضیو کې ښکېل پاتې شوی. د نوموړي حقوقي ډله وايي، د ښاغلی خان نوم په ۲۰۰ داسې قضیو کې شامل دی، چې د بغاوت، ترهګرۍ او په وژنه کې د مخامخ ښکېلتیا قضیې هم پکې شته. دا ډله وايي، له همدې امله عمران خان تل د خپل کور چې کلک امنیت یې ساتل کېږي او محاکمو تر منځ ګرځي، راګرځي.
پوځ تاوتریخوالی پیل کړ
په تېره مې میاشت کې چې عمران خان ونیول شو، په ټول پاکستان کې پراخ احتجاجونه وشول. د نوموړي زرګونه پلویان لارو، کوڅو ته ووتل، د پوځ پر مرکزونو یې بریدونه وکړل او ځینو ته یې اور ورته کړ.
ګڼ شمېر داسې کسانو چې د خپله د عمران خان ګوندي ملګري هم پکې شامل وو، له همدې کبله پر ده نیوکې وکړې او دا چاره یې له سرو کرښو تېرېدل وبلل.
بل لور د کرېکټ دا مخکښ ستوری چې د وخت له تېرېدو سره سیاستوال شو، د اور لګولو په پېښو کې لاس لرل ردوي او غواړي چې دا پېښې باید په ځانګړې توګه وارزول شي. دی وايي: ''کله چې مې پلویانو ولیدل پوځیانو ونیولم او پوښتنې، ګرویږنې راڅخه کوي، څه به یې کول، ایا احتجاج یې باید نه وای کړی؟''
ښاغلي خان په تکرار سره ادعا کړې چې د ده نیولو لپاره د پولیسو پر ځای د پوځ سرتېرو استولو سره پاکستان پوځ د تاوتریخوال پیل کړی.

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلي خان چې وايي، غواړي پاکستان کې اصلاحات راشي په لاهور کې له خپل دوه پوړیز کوره بي بي سي ته وویل: ''رښتیا خو دا دي چې هېواد د یوې غمېزې په درشل کې دی. موږ داسې یو لور ته روان یو چې فکر کوم د تیارې دوره ده... د پاکستان ژغورلو یوازینۍ لار ازاد او عادلانه ټاکنې دي، له دې ګډوډۍ د وتلو یوازینۍ لار همدا ده.''
د پاکستان پارلمان کې دا وروستیو میاشتو کې د قراردادونو طرحې وړاندیز شوې، چې د منتقدینو په وینا عمران خان او ګوند ته یې په ټاکنو کې د ګډون برخه کې خنډونه جوړولای شي. په یوه دا ډول طرح کې د هغو کسانو لپاره د درې کلن زندان سزا وړاندیز شوې، چې د کوم استخباراتي افسر نوم افشا کړي.
دغه لایحه داسې حال کې وړاندیز کېږي چې د پاکستان پر پوځي او استخباراتي افسرانو د ښاغلي خان نیوکې زور اخلي. دی لومړنی سیاستوال دی، چې برالا د پوځي افسرانو نومونه اخلي او تور پورې کوي چې د ده پر ضد یې دسیسه چمتو کړې.
عمران خان وايي: ''هېواد د فاشستانو لاس ته لوېدلې او دوی هم له ټاکنو وېره لري. دا چې زه ځورول کېږم لامل یې دا دی چې دوی پوهېږي موږ به په اسانۍ په ټاکنو کې بریالي شو او له همدې کبله دیموکراسي له منځه وړي.''






















