اروپا ته تللي خلک: "۱۲ کاله کېږي مېړه مې له بهره نه دی راغلی، اوس که وي او که نه وي، توپير یې نه شته"

صاعقه
د خپرېدو وخت

"کوم خلک چې په پیسو ګټلو پسې له هېواده بهر تلل غواړي نو لږ تر لږه یو ځل دې په کور کې د خپلې پاتې کېدونکې ښځې په اړه خامخا فکر وکړي چې هغه به څه کوي؟"

دا د پاکستان پنجاب ایالت د شکرګړ سيمې اوسېدونکې څلوېښت کلنې صاعقه نجیب خبرې دي چې مېړه یې ۱۲ کاله مخکې په ناقانونه توګه له دغه هېواده بهر تللی او بیا بېرته کور ته نه دی ورغلی.

صاعقه نجیب یوه تکړه ښځه ده او له تېرو ۱۲ کلونو په مزودورۍ پسې د ورک مېړه مالي مرسته ورسره نه شته خو دا بيا هم په یوازې ځان خپل پنځه ماشومان روزي، په ښو ښوونځيو کې درسونه پرې وايي او اوس د لا نورو لوړو زدکړو لپاره خپله مشره لور یوه بهرني پوهنتون ته لېږي.

اغلې نجیب وايي کله یې چې واده وکړ نو مېړه یې د درملو یوه شرکت سره کار کاوه خو کومه تنخوا چې ورکول کېده پر هغې د کور ګوزاره ګرانه وه نو همدا علت و چې مېړه یې له هېواده بهر تګ ته زړه ښه کړ.

د دې په وینا، مېړه يې په ناقانونه توګه یا پر قاچاقي لار لومړی ترکیې، بیا یونان او تر هغه وروسته اېټالیا ته ورسېد. په اېټالیا کې دوه کاله پرې تېر شول خو له دې سره یې هېڅ راز حال احوال نه درلود او ان نه پوهېدله چې مېړه یې مړ دی او که ژوندی.

دې مېرمنې ته درې کاله وروسته چا خبر ورکړ چې مېړه یې ژوندی دی، اېټالیا کې کار کوي خو د قاچاقي سفر پر مهال له ډېرو کړاوونو او سختیو سره مخ شوی چې دی یې له رواني پلوه ځپلی او اوس هلته په یوه روغتون کې بستر دی.

"هېڅکله مې چا ته د سوال لاس نه دی غځولی"

صاعقه

صاعقه نجیب وايي چې مېړه یې بهر لاړ نو خسرګنۍ یې ناوړه چلند ورسره پيل کړ او دا مجبوره شوه چې له خپلو پنځو اولادونو سره ترې بېله شي او ځان ته په کرایه کور ونیسي.

د خپلو بچیانو په نس مړولو او پر ښو زدکړو د سمبالولو لپاره یې په یوه شرکت کې کار پيل کړ.

کار یې په رېسپشن یا د شرکت د مالوماتو ورکولو په څانګه کې و.

تنخوا یې کمه وه نو ډېر کله به یې یوازې یو وخت ډوډۍ خوړله. د اولادونو د ښوونځي فیس به هم په میاشتو میاشتو ورباندې پاتې و خو اغلې نجیب وايي چې هېڅکله یې چا ته د سوال لاس نه دی ورغځولی.

یو ځل خو ان د کور څښتن د هغې د کور ټول توکي ضبط کړي وو ځکه چې د شپږو میاشتو کرایه یې نه وه ورکړې خو دې ورو ورو هغه پور ورخلاص کړ او خپل توکي یې بېرته ترلاسه کړل.

د صبر او هڅو مېوه

دې مېرمنې د ژوند کړاو او ډېرې ستونزې وګاللې او یوه ورځ یې له یوه سوداګر سره ولیدل چې د رستورانت په څېر یې د پخو کړو خوړو شرکت درلود. دې ته یې د اداري برخې سمبالولو وړانديز وکړ.

اغلې نجیب هم ښه اخلی پخلی زده و نو دا دنده یې ومنله.

د پنجاب ایالت د شکرګړ سيمې د یوه کلي په کوڅو کې به په پښو ګرځېدله او پاخه کړي خواړه به یې پر خلکو خرڅول. ورو ورو یې کاروبار ښه شو او درې کاله کېږي چې اوس په همدغه شرکت کې شریکه ده.

صاعقه

صاعقه نجیب اوس رستورانت لري او زیاتره مېلمه پالې یې نجونې دي. تر ډېر هغه نجونې چې په ژوند کې له بېلابېلو کړاوونو او سختیو سره مخ دي.

په خپله سيمه کې يې اوس کور اخیستی چې دا پکې له خپلو اولادونو سره اوسېږي او اولادونه یې په شخصي ښوونځيو کې زدکړه کوي.

دا وايي، اولادونه يې په درسونو کې ډېر تکړه دي نو ځکه غواړي چې په قانوني ډول یې د لا ښو زدکړو لپاره پرتګال هېواد ته ولېږي.

دغه مېرمن وايي چې اولادونه یې له خپل پلار سره پر وټس اپ غږېږي خو د کور لګښتونو لپاره پیسې نه ورلېږي. په وینا یې، تر ۱۲ کلونو تېرولو وروسته یې هم مېړه د اېټالیا قانوني اسناد نه دي ترلاسه کړي.

دا زیاتوي چې اوس يې که مېړه وي او که نه وي، دې ته توپير نه لري.

مېړه یې چې بهر ته نو د صاعقه نجیب عمر شاوخوا دېرش کاله و. له مېړه د لرې والي له کبله یې د ځوانۍ خوږې شېبې د خپلو اولادونو د سر صدقه کړې خو اوس خوشاله ده چې د دې هڅې بې ځایه نه وې او د خپل کوښښ او صبر مېوه خدای ورکړې ده.