روغتون کې له اوره والدین 'هر په لاس ورغلی ماشوم څنګه وژغوره؟

د عکس سرچینه، Reuters
د هند د شمالي اوترپردېش ایالت یوه روغتون کې د اور لګېدو پېښه کې لږ تر لږه لس نوي زېږېدلي ماشومان وژل شوي او ۱۶ نورو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
دا پېښه په جانسي ښار کې رامنځته شوې. د روغتون کارکوونکي توانېدلي چې ۴۴ نور نوې زېږېدلي ماشومان د اور له لمبو وژغوري.
دا پېښه تېره شپه په "مهاراني لاکشمي" روغتون کې شوې او لامل یې د برېښنا شارټي بلل شوې ده.
له لسو ماشومانو چې په اور کې وژل شوي، درې لا هم نه دي پېژندل شوي، چې دې حالت ځینې میندې او پلرونه په دې اندېښمن کړي چې د هغوی ماشومانو ته څه پېښ شوي.
سانتوشي، چې یوه نوې مور ده، لا هم د خپل ۱۰ ورځني ماشوم په لټه کې ده.
هغې د ANI خبري اژانس ته ویلي: "کله چې اور ولګېد، زه ونه توانېدم چې دننه لاړه شم او خپل ماشوم وژغورم. څنګه مې دا کولی شو؟ کله چې هېڅوک دننه نشو تللی، نو چا به راته ماشوم راوړی وای؟"
د جمعې په شپه د مهاراني لکشمي بای طبي کالج روغتون کې د اور لګېدو لامل برېښنايي نیمګړتیا ګڼل شوې.
د هندي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ اور په ځایي وخت د شپې شاوخوا لس نیمې بجې د نویو زېږیدلو ماشومانو د ځانګړې پاملرنې وارډ یا څانګه کې ولګېد.
دلته لسګونه داسې ماشومان بستر وو چې لا له مخکې یې بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا درلوده.
ځايي چارواکو ویلي "په ډېر ګومان اور د هغې الې خرابېدو له کبله لګېدلی چې په دغه واټ کې د اکسیجن کچې ډېردو لپاره کارول کېده."
د پېښې له ځایه خپرو شویو ویډيوګانو او انځورونو کې ښکاري، چې ګڼ شمېر مېندي او پلرونه ویر کوي.
غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي او ګڼو نورو چارواکو پر دې پېښه ژور خواشیني ښودلې. هغه په یوه پیغام کې دا 'زړه بوږنوونکي' پېښه بللې ده.
په اوترپردېش ایالت کې چارواکو نن شنبه خبریالانو ته ویلي چې درې سوځېدلي ماشومان لا نه دي پېژندل شوي.
د دغه ایالت حکومتي چارواکو اعلان کړی چې له زیانمنو کورنیو سره د پنځه سوه زره هندي روپیو (شاوخوا ۵ زره ډالرو) نغدي مرستې کوي.
دا په تېرو شپږو میاشتو کې د هند په روغتونونو کې د اور لګېدو دویمه داسې پېښه ده چې قربانیان یي نوې زېږیدلي ماشومان دي.
تېره مۍ میاشت کې د هند پلازمینه نوي ډیلي کې په یوه خصوصي روغتون کې د اور لګېدو له کبله شپږو نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند بایللی وو.





















