تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند ولې له درسي نصابه د مسلمانو واکمنانو تاریخ حذف کړ؟
د هندي ښوونځیو له نصاب نه د مغول واکمنانو د فصل لیرې کېدو په هند کې د ښوونځي د زدکوونکو لپاره د تاریخ د تدریس د کیفیت په اړه بحثونه راپارولي دي.
دا بحثونه وروسته تر هغه ګرم شول چې د روزنیزو او ښوونیزو څېړنو ملي شورا نوی درسي نصاب خپور کړ. دا اداره د فدرالي تعلیم وزارت اړونده خو خپلواک بنسټ دی.
دغه اداره په هند کې د ماشومانو لپاره د درسي نصاب پر کتابونو څارنه کوي.
په نورو بدلونونو کې د مهاتما ګاندي د وژلو په تړاو معلوماتو لیرې کېدل او په ۲۰۰۲ کال ګوجرات ایالت کې د بلوا پېښې هم راځي.
ګوتنیوونکي وايي، د هندي چارواکو دې ګام اندېښمن کړي دي او د هېواد د زدکوونکو پر پوهې به هم اغېز وکړي.
دوی وايي ډېره اندېښنه یې له دې اړخه ده چې ولې د مغولو کورنیو په تړاو معلومات لیرې کېږي.
ځینې هندي فعالان او ښي اړخي تاریخ لیکونکي پر دې اند دي چې ګنې مغول – چې د هند د نیمه وچې پر پراخو سیمو یې څو پېړۍ واکمني کړې ده – بهرني یرغلګر وو او د هند خاوره یې نیولې وه او په دې هېواد کې یې هندو تمدن ویجاړ کړی دی.
پروفیسر هلال احمد چې د سیاسي اسلام برخه کې کار کوي او د ټولنو د ودنې څېړنیز مرکز کې تدریس کوي پر دې اند دی چې دا کار به پر زدکوونکي منفي اغېز وکړي.
خو د بدلون پلویان بیا وايي چې تغییرات ضروري وو، ځکه چې د ښوونځیو تاریخ کتابتونو کې نصاب مسلمانو واکمنو ته لوی اهمیت ورکړی و.
ماخان لال چې یو تاریخ لیکونکی اکاډیمیک شخصیت او د نصاب ګټ کتابونه یې لیکلي، وايي "د مغولو د واکمنۍ پېر په هندي تاریخ کې تر ټولو خونړۍ دوره وه".
دی پوښتي: "ایا د ویجای ناګار او چولا یا پانډا د امپراتوریو په اړه ډېر څه لیکلی شو"، چې اشاره یې د هند سوېل کې د هندو واکمنو کورنیو ته ده.
مخکې هم د تاریخ نصاب کې نورو حکومتونو ګوتې وهلې دي.
پروفیسر هلال احمد وايي، تاریخ هېڅکله پای ته رسېږي، بشپړ هم نه دی او په اړه یې هېڅکله حل ته رسېدل هم ممکن نه دي. نو باید په پرله پسې توګه د ښوونیز تاریخ کتابونه بیا له سره وکتل شي.
د ۱۲ ټولګي د تاریخ هغه برخه لیرې کړل شوې چې د مغول واکمنانو اړونده ده.
دا ۳۰ مخه تاریخ د مغولو د کارنامو په اړه دی. په دې برخه کې راغلي وو چې مغولو د هندو، جاین، زردشتي او مسلمانانو ټولنې سره یوځای کړې وې.
ماخان لال وايي، دغه فصل هېڅ تاریخي اهمیت نه درلود او په پای کې مازې یو فصل دی.
دی وايي، هندي نصاب کتابونو کې له ډېرې اوږدې مودې راهیسې د مغول واکمنانو وحشت کم انځور کړی او د هندو پاچاهانو پرتله یې نا انډوله اهمیت ورکړی دی.