تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روغتیا نړیوال سازمان په هند کې د ټوخي درملنې چمتو شوي شربت په هکله خبرداری خپور کړ
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اوقیانوس په مارشل ایلنډز او مائکرونیزیا سیمو کې د ټوخي لپاره داسې شربت موندل شوي، چې په هند کې چمتو کېږي او روغتیا ته زیان رسوي.
د ډبلیو ایچ او چارواکي وايي، په ګایافنزین نومي دې درملو کې چې د هند په پنجاب ایالت کې یې فارماکیم نومی شرکت چمتو کوي، دیاتیلن ګلیکول و اتیلن ګلیکول په نامناسبه کچه موندل شوي دي. ماهرین وايي، دا دواړه کیمیاوي مواد د انسانانو لپاره خورا زهرجن او د مړینې لامل کېدای شي.
د روغتیا نړیوال سازمان داسې څه نه دي ویلي، چې د دې درملو له کبله څوک ناروغ شوي او که نه.
د روغتیا نړیوال سازمان څو میاشتې مخکې هم په ګیمبیا او ازبکستان کې د ماشومانو مړینې او د ټوخي درملنې هندي درملو تر منځ د تړاو په هکله څرګندونې کړې. د کیو پي فارما کیم شرکت اداري مدیر سرهیر پاټک بي بي سي ته وویل، د دوی شرکت له ټولو قانوني بهیرونو بشپړولو وروسته د دې شربت ۱۸ زره ۳۴۶ بوتلونه کمبودیا ته استولي وو، خو په وینا یې دوی نه پوهېږي چې دا درمل مارشل ایلنډز او مایکرونیزیا ته څنګه ورسېدل.
نوموړی زیاتوي هغه شرکت ته قانوني اخطار استولی، چې دا درمل یې کمبودیا ته صادر کړي وو.
دا درمل چې د ټټر خوږو او ټوخي درملنې لپاره کارول کېږي، د روغتیا نړیوال سازمان مسوولینو په وینا د اسټرالیا درملو معیار ارزونې ادارې معاینه کړي دي. د یادونې ده، چې د هند په هریانه کې ټریلیم فارما نامي شرکت دغه درمل بازار ته استوي او بي بي سي د ټیلیفون له لارې له یاد شرکت سره د اړیکې هڅه وکړه، خو بریالي نه شوو. هند حکومت رسماً په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.
د ډبلیو ایچ او مسوولین وايي، نه خو د درملو چمتو کوونکي او نه هم بازار ته وړاندې کوونکي شرکت د دې د درملو خوندیتوب او معیار تضمین دوی ته ورکړې دی. هند په نړۍ کې د جینریک یا هغو درملو له لویو صاردوونکو یو دی، چې د ځانګړي برانډ یا نښان له درلودلو پرته پرمختلونکو هېوادونو ته صادرېږي.
خو دا وروستیو کې د دې درملو په هکله اندېښنې هم څرګندې شوې. د تېر کال اکتوبر کې د روغتیا نړیوال سازمان مسوولینو د ټوخي درملنې څلور ډوله شربتونو او په افریقايي هېواد ګیمبیا کې د ۶۶ ماشومانو مړینې تر منځ د تړاو په هکله څرګندونې وکړې او په نړیواله کچه یې خبرداری خپور کړ.
خو د هند حکومت او درمل چمتو کوونکي شرکت میډن فارماسیوټیکل دا ټول تورونه رد کړل.
د روانې میاشتې په لومړیو کې بیا د امریکا درملو څار فدرالي ادارې په هند کې د چمتو شویو (ای ډراپس) چې د سترګو درملنې لپاره کارول کېږي او په امریکا کې د درې کسانو مړینې او سخت انفکشن تر منځ د تړاو خبره کړې وه او ویلي یې و، چې د دې درملو په چمتو کولو کې د خوندیتوب اصول تر پښو لاندې شوي.