تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جګړې ولې پیلېږي، ولې اوږدېږي؟
- Author, اسدالله غضنفر
- دنده, لیکوال
- د خپرېدو وخت
جګړه انسانان وژني، اقتصاد تباه کوي، چاپیریال خرابوي، د زده کړو لړۍ ګډوډوي، روحي او جسمي ناروغۍ زیاتوي او سل نور افتونه زېږوي خو لکه څنګه چې مورخانو لیکلي دي، په تاریخ کې داسې کلونه ډېر لږ وو چې جګړې پکې نه وې. دا ولې؟
یو نظر دا دی چې خشونت د انسان په فطرت کې دی او په تېره بیا نارینه خشن دي. د څلور سوه کاله پخوا انګریز مفکر، هابس، دا خبره مشهوره ده چې انسان د انسان لېوه دی. دا خبره په یو څه بېله بڼه ځینو نورو هم کړې ده. اریک فروم چې په شلمه پېړۍ کې یې د بنیادم په عملونو ډېر غور وکړ، دې نتیجې ته ورسېد چې د انسان انسانیت د ده د څرمنې غوندې ډېر نازک شی دی او که مازې زخمي شي، بیا دا وېره شته چې وحشي جذبې یې لکه د وینو دارې په شدت سره را بهر شي.
زموږ د تاریخ په پخوانو تاریخونو کې د جګړو د علتونو د ذکر په وخت ډېر ځله لولو چې د سلطان د غیرت دېګ واېشېده، سلطان په قهر شو، د بدل اخیستلو تابیا یې وکړه او هغه کینه چې یې غلیم ته په زړه کې وه، راڅرګنده شوه. دلته وینو چې د انسان خوی د جګړو عامل بلل کېږي.
د مورخانو په قول، شاوخوا دوه زره کاله پخوا په مصر باندې د رومي سردارانو د حملو یوه لویه وجه دا هم وه چې هلته کلیوپاترا ملکه اوسېده. د هغې د ښکلا جاذبې ځينې لوی رومي واکداران، د مدیترانې سمندرګي بلې غاړې ته، مصر ته ورسول. یو چا ویلي وو چې که د کلیوپاترا پوزه یو سانتي متر ټیټه یا جګه وای، د بشر تاریخ به اوس بل ډول و. دغه مثال په پېښو او جګړو کې د انسان د خوی او شخصیت د نقش اهمیت ته اشاره کوي.
انسان عاقل او محاسبه کوونکی ژوی دی. جګړې ډېره ځله د نورو د ثروت او قدرت د غصبولو لپاره کېږي او یا هغه وخت کېږي چې د خلکو یوه ډله خپلې مادي ګټې یا خپل معنوي ارزښتونه د نورو له خوا په خطر کې وویني.
مشهوره خبره ده چې وایي د جګړې پیل اسانه دی خو ختمول یې اسانه نه دي. ولې؟ ځکه په جګړه ییز حالت کې د مقابل لوري په اړه منفي ذهنیت وار په وار دومره پیاوړی شي چې د روغې جوړې اواز ممکن د شهیدانو له ارمانونو سره جفا او له خپل لوري سره خیانت وبلل شي. اروپایانو ته، چې په تېرو پېړیو کې په امریکا کې له سورپوستکو سره په جګړه بوخت وو، دا فکر پیدا شو چې سورپوستکي بې روحه دي، مانا وژل یې لکه د غیر انسان وژل ګناه نه لري. دې ته ورته چلند په جګړه کې له کابو هر دښمن سره کېږي. د جګړې د مقابل لوري په اړه مو منلې وي چې عقیده یې خرابه ده، رحم نه پېژني، غل دی، غدار دی، وحشي دی او لنډه دا چې مرګ یې په څلورو کتابونو روا دی.
د جګړې له ټولو ناځوانیو سره سره بشر د هغې په ستاینه کې پیاوړي ادبیات ایجاد کړي او اثرناکې اسطورې پنځولي دي. جګړه که د دفاع لپاره وي یا یرغلیزه وي، که له بل هېواد سره وي یا حتا په خپل منځ کې، خو له پیل سره یې ناڅاپه په زړونو کې راوګرځي چې د ژغورنې، ازادۍ او نېکمرغۍ الهه رانه د وینو نذرانه غواړي او لکه غیبي ندا چې اورو، د جګړې په سپېڅلتیا باندې باوري شو. موږ په لنډیو کې وایو: خال به د یار په وینو کېږدم او په شعرونو کې لولو: وینې بهېږي، پسرلی به راشي. د جګړو ګڼ داستانونه په داسې انداز لیکل شوي دي چې له ژوند او عدالت سره جفا پکې نه شو لیدلی، بلکې، د خیال په ټال کې خوندورې پېنګې راکوي، مړې جذبې راپاروي، غرور مو نازوي او د ویاړ په چینو کې مو لمبوي. متل دی، وایي، د جنګ تریخ ساعت، خوږې خبرې. دا خبرې په ګڼو لیکنو او شفاهي روایتونو کې په دومره اثرناکه بڼه کېږي چې د سولې د زمانې زلمي ته ممکن خپل ژوند بې تحرکه، بې تغییره، بې هیجانه او په نهایت کې بې معنا ښکاره شي.
ساعت، خوږې خبرې. دا خبرې په ګڼو لیکنو او شفاهي روایتونو کې په دومره اثرناکه بڼه کېږي چې د سولې د زمانې زلمي ته ممکن خپل ژوند بې تحرکه، بې تغییره، بې هیجانه او په نهایت کې بې معنا ښکاره شي.
د جګړه ییز چاپېریال په ژورنالیزم کې د مقابل لوري جنګیالی مکار او ډارن وي، د هغه حمله غلچکۍ وي او د هغه په لاس وژل شوی خامخا بې ګناه وي. خو د خپل لوري جنګیالی په دښمن باندې په پوره مېړانه، درانه ګوزارونه کوي او دښمن ته د خپلو عملونو سزا ورکوي. جګړه که د یوه دین او مذهب د پیروانو تر منځ هم وي، دا ناممکنه ده چې د مقابل لوري وژل شوي ته شهید ووایي.
د جګړې له پیلېدو سره سم انسانان په دوست او دښمن ووېشل شي او د یو اړخیزو معلوماتو، شعرونو، کیسو، روایتونو او فکرونو عظیمه زېرمه رامنځ ته شي چې د جګړې د عمر په اوږدېدو کې یې لویه برخه وي. معاصر شاعر سلیمان لایق چې د افغانستان د جګړو یوه برخه له نژدې څارلې ده، وایي:
د جګړې مثال د اور دی
په لمبو یې شیطان سپور دی
که په مخ ورځې کې سوځې
که په شا راځې پیغور دی
جګړه لومې ته ورته ده چې پیل کوونکي یې د دانې په هوس ورمخکې شي خو بیا د مرغۍ په څېر پکې ایسار پاته وي. جګړه د ځینو لپاره د عوایدو په ذریعې بدله شي، مثلا په صنعتي هېوادونو کې چې وسلې تولیدېږي، د صنایعو خاوندان ممکن د جګړو په اوږدولو کې خپلې ګټې وویني او هغه لنډۍ رشتیا شي چې:
د ښو توپکو استا کاره
د ښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وینه
په افغانستان کې چې غیردولتي جګړه کوونکي هم زیات وو، جګړه ډېر ځله د دې سبب کېدله چې د یوه کلي، پوستې یا تنظیم قومندان به پکې بدیدار شو او بیا به یې ځان بې له سنګره بل ځای خوندي نه احساساوه.. له بلې خوا جنګي حالت قومندانانو ته د فوق العاده اختیار زمینه برابروله او دې شي د جګړې له ختمېدو سره د دوی دلچسپي کموله. د ډاکتر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته چې دولتي نظام په پښو ونه درېد، یوه وجه یې دا بللی شو چې ګڼو لویو او وړو وسله والو د حکومت او قانون شتون د ځان په ګټه نه لیده. دغسې حالت بې ثباتي راولي او بې ثباتي او بې قانوني اقتصاد له پښو غورځوي چې په نتیجه کې وزګاره ځوانان ډېرېږي. د وزګارو ځوانانو زیاتېدل د نویو جګړو د پیل او د زړو جګړو د ادامې یو ستر عامل دی. د لویدیځې اروپا د دوو لویو جګړه مارو مشرانو، ناپلیون او هیټلر په اړه مورخانو ویلي دي چې دوی په داسې وخت کې قدرت ته ورسېدل چې په ټولنه کې د وزګارو ځوانانو شمېر بېخي زیات وو.
جګړه جګړه مارو ته په جېب خرڅ سربېره، د ویاړ کولو، هیجان احساسولو، شجاعت څرګندولو، بدل اخیستلو، ملګرو لرلو او په کلي مالت کې د خپل اهمیت د لیدلو فرصت وربخښي. دغسې روحي دلایل هم د دې سبب کېږي چې جګړه که په اوله کې د یوه ګواښ د ختمېدو لپاره پیل شوې وي، وروسته وروسته پخپله په مقصد بدله شي او عمر یې اوږد شي.
خو جنګ لکه د افسانو ښامار هره ورځ د خلکو د وینو او غوښو نوي خواړه غواړي. په افسانو کې معمولا د مومن خان غوندې یو اتل راپیدا شي، ښامار ووژني او خلک یې له شره وژغوري. په واقعي دنیا کې دا ډېره لرې ده چې یوازې یو اتل د جګړو د ختمېدو سبب شي. له بلې خوا د یوې جګړې ختمېدل دا معنا نه لري چې د بلې جګړې اور به نه بلېږي. پکار ده هغه وجوهات ختم شي چې ټولنه جګړو ته ورکښوي. ځینې عوامل مو یاد کړل. دلته به یو بل عامل هم یاد کړو چې هغه د سیاسي اخلاقو کمزوري ده. که په یوه ټولنه کې د بېلابېلو لوریو تر منځ د اختلافونو د حل لپاره د تفاهم قدرت کم وي، له خبرو اترو سره دلچسپي نه وي، زغم نه وي او د سوله ایز رقابت اصل ته درناوی نه وي، نو ویلای شو چې هلته سیاسي اخلاق کمزوري دي. د سیاسي اخلاقو د پیاوړتیا لپاره پکار ده چې مدني ټولنه په پښو ودرېږي او غیرحکومتي کسان هم په سیاسي، اجتماعي او فرهنګي ژوند کې د فعالیت مناسبه زمینه ولري. د تنوع منل په ټولنه کې د سولې د دوام لپاره آب حیات بللی شو. یو چا د جګړې تر ټولو ښه ډول هغه بللی و چې بری پکې بې جګړې ترلاسه کېږي، یعنې د تدبیر په مټ. زما په ګومان تر ټولو بده جګړه باید هغه وبولو چې د یوه هېواد اوسېدونکي په خپل منځ کې د یو بل وینې تویوي، او د دغې بدمرغي امکان هغه وخت زیاتېږی چې په ټولنه کې د تنوع د منلو امکان کم شي.
د جګړې په وخت معمولا دا فکر راپیدا شي چې که دښمن مات کړو، هر څه به ګل و ګلزار شي، خو برعکس، د جګړو د لوګیو له کېنستلو وروسته په ایله کې پوه شو چې د بې حسابه یتیمانو، معلولانو او بېوزلو په منځ کې ایسار یوو. ورو ورو مو شاید ځان ته هم پام شي چې روحي روغتیا نه لرو، په وړه خبره په قهرېږو، کار ته مو ملا نه ټیټېږي، په هر چا بدګومانه یوو، ترخې خاطرې مو ځوروي او زده کړه او دقت راته سخته وي.
عقل خو دا راته وایي چې په جګړه ځبلې ټولنه کې به د سولې پلویان تر بل هر ځای زیات وي مګر که اقتصادي وده او رغاونه ټکنۍ شي، که سیاسي اخلاق کمزوري وي او که قانون د بې عدالتۍ ځای ونه نیسي، د نوي اور د بلېدو امکان نه کمېږي.
د افغانستان په څېر ټولنه کې چې دوه، درې نسلونو یې په جګړو کې تېر کړل، د سولې د ټینګېدو لپاره لا پراخو هڅو ته اړتیا ده او هر څوک باید د خپل وس په اندازه پکې برخه واخلي. موږ هر یو حق لرو چې خپل نظر ولرو خو دا نظر په خوږه ژبه، بې سپکو سپورو او بې کترې و کنایې هم وړاندې کېدای شي.
موږ کله کله د خپل فکر او نظر مخالف انسان ته د ابلیس په سترګه وګورو. ابلیس درې ځانګړنې لري: ټول عمر بد کوي او بې دلیله یې کوي، زموږ د تېرا یستلو لپاره ډېر ځله د دوست او خواخوږي په جامه کې راڅرګندېږي، او بل دا چې مرګ یې نشته، د انسان ترپیدایښت پخوا لا موجود و او تر قیامته به خپل شیطنت جاري ساتي. کله چې انسان ته د ابلیس ځانګړنې ومنو، په حقیقت کې د تفاهم لارې بندې کړو، ځکه د مقابل لوري مخالفت ذاتي او بې دلیله راښکاري، د هغه په نرمي کې هم چل وینو او ان د ده مرګ د دې سبب نه کېږي چې د کرکې او دښمنۍ ذهنیت مو د سولې او خوشبینۍ ذهنیت شي، ځکه ابلیس تر قیامته پورې ژوندی وي، نو د مړه دښمن ځای اتومات یوه بل چا ته ورکوو او یو نوی دښمن تراشو.
د هند لوی شاعر رابندرانات ټیګور وايي: «هرماشوم چې دنیا ته راځي، له ځان سره دا پیغام لري چې خدای لا له انسان څخه نهیلی شوی نه دی.» له انسانانو سره د ژوند کولو لپاره په انسانانو باور ته اړتیا لرو.
د دغه باور د غوړېدلو لپاره د سولې د فرهنګ پیاوړتیا پکار ده. تېر تاریخونه تر ډېره حده داسې لیکل شوي دي، لکه انسان چې په ژوند کې نه حلاله روزي ګټلې وي، نه یې مینه کړې وي، نه یې مدنیت پنځولی وي، بلکې یوازې یې وینې بهولې وي.
د ماضي دغسې تصویر نه واقعي دی او نه په په ګټه دی. د دنیا هغه ملتونه چې یو وخت په جګړو کې ایسار وو او اوس یې سوله او نېکمرغي په برخه ده، دوی به دښمن مات کړی وي یا نه خو جګړه یې ماته کړې ده. د جګړې ماته په ذهنونو کې پیلېږي او ذهنونو ته لوری فرهنګ ورکوي.