شهباز شریف: باثباته افغانستان نه يوازې زموږ هیله ده، بلکې ضرورت مو هم دی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

اسلام اباد کې تر سره شوې شانګهای همکاريو سازمان ته وينا کې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي، افغانستان په سیمه کې ډېر ارزښت لري او د دې سازمان غړو هېوادونو ته د سوداګرۍ او ترانزيت زمينه برابروي.

د لومړي وزير په وينا، "باثباته افغانستان نه يوازې زموږ هیله ده، بلکې ضرورت مو هم دی".

سرمشریزې ته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل، سیمه‌ییزو همکاریو او اړیکو ته وده ورکول د دوامدار پرمختګ لپاره اړین عمل دی او نننۍ غونډه د سیمه‌ییزې همکارۍ ډېرولو لپاره همه موکه برابروي.

شهباز شریف د شانګهای سازمان غړي هېوادونه د نړۍ ۴۰ سلنه نفوس جوړوي. ده وویل: "کله چې پاکستان تېر کال د دغې سرمشریزې د کوربتوب مشري پر غاړه واخیسته، نو موږ د سیمه‌ییزې سولې، ثبات، غوره نښلون او د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره خپلې ژمنې تازه کړې. موږ باور لرو چې دا اصول د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ او زموږ د ګډ لید د پرمختګ لپاره بنسټیز دي."

هغه دا هم وویل چې بايد خپلو خلکو ته د ژوند ښه کيفيت او اسانتياوې برابرې کړو او د اقتصادي پرمختګ، ثبات او سوکالۍ لپاره په ګډه پر مخ ولاړ شو.

هغه زیاته کړه، په غونډه کې د بحث پایلې به د سیمې خلکو ته ورسیږي او په ګډه به د خپلو هېوادوالو د ژوند کیفیت ښه کړو.

په پاکستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۳مې سرمشریزې په اړه ګډه اعلامیه خپره شوې چې پکې د شانګهای همکارۍ سازمان راپور او د ۲۰۲۵ کال بودجه تصویب شوه او د دغه سازمان د غړو هېوادونو د حکومتونو د مشرانو راتلونکې غونډه به په ۲۰۲۵ کال کې په روسیه کې جوړه شي.

په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د برابرۍ اصول، متقابلې ګټې او په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه د دوامدار پرمختګ بنسټ دی او د زور له کارولو د نه ګواښ اصول د نړیوالو اړیکو د دوامدار پرمختګ بنسټ دی.

د شانګهای سازمان د اعلامیې له مخې، خلک حق لري چې په ازاده او ډیموکراتیکه توګه د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لاره غوره کړي او د دولتونو خپلواکي، ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته متقابل درناوی د دوامدار پرمختګ بنسټ دی. د دې ترڅنګ د هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو او شخړو د هواري لپاره د خبرو او مشورې له لارې د هواري په ژمنه ټینګار وشو.

د ګډې اعلامیې له مخې د پوهنې، کلتور، ګرځندوی او لوبو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی دی. له بلې خوا د ځوانانو لپاره د پروګرامونو په لومړیتوب ټینګار وشو چې د ساینس او ټیکنالوژۍ په برخه کې زیات کار وکړي او د هغوی لپاره د غوره فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

په دې ناسته کې د نړیوالو ننګونو پر وړاندې د مبارزې او د مصنوعي ذکاوت لپاره د نویو څېړنیزو پروژو پر کار کولو ټینګار شوی دی.

د شانګهای همکارۍ سازمان ته د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنګر هم ورغلی و. خو ښاغلي شنکر پاکستان ته له روانېدو وړاندې ویلي وو، د سفر موخه یې یوازې او یوازې په شانګهای ناسته کې ګډون دی.

"زه غواړم دا ووایم چې زما د سفر موخه په دې ناسته کې ګډون دی، زه هلته د هند او پاکستان د اړیکو پر سر د خبرو لپاره نه ورځم. دا چې زه یو مؤدب او مدني کس یم، په همدې ډول غواړم هلته چلند وکړم."

دا په تېره یوه لسیزه کې پاکستان ته د هند د بهرنیو چارو یوه وزیر لومړنی سفر دی او تمه دا وه چې د ددې سفر له امله به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د ترینګلتیا له حده ووځي.

وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار په ویلي و، دې سازمان د څارونکي په توګه په افغانستان کې د طالبانو حکومت غونډې ته نه دی وربلل شوی.

نوموړي ویلي، په ۲۰۲۱ کال پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته په شانګهای همکاریو سازمان (اېس‌سي‌او) کې د افغانستان څارونکی (ناظر) حیثیت "تقریباً ځنډول شوی" یا "غیر فعال" شوی دی.

هغه زیاته کړې، پاکستان په یوازې توګه د اېس‌سي‌او غونډو ته د افغانستان د وربللو یا نه وربللو پرېکړه نه شي کولی او دا چې دا د دغه سازمان شریکه پرېکړه ده.

افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان څارونکی یا ناظر غړی دی او له ۲۰۱۲ کال څخه د جمهوریت تر سقوطه پورې یې د دغه سازمان په ټولو غونډو کې د څارونکي په توګه ګډون درلود.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د بي‌بي‌سي پوښتنې ته ځواب ونه وایه او نه یې خپله کوم غبرګون ښودلی دی.

د شانګهای همکاریو سازمان په سیمه کې د ګډو همکاریو د رامنځته کېدو او ستونزو مخنیوي په موخه په ۲۰۰۱ کال کې د چین روسیې او منځنۍ اسیا ځينو هېوادونو لخوا رامنځته شو، چې کال په کال یې د غړو او څارونکو شمېر ډېر شو.