تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه کس نیول شوی چې د امریکايۍ سیاستوالې او د هغې د مېړه پر وژنه تورن دی
د امریکا د مینیسوټا ایالت پولیسو یو ۵۷ کلن سړی وینس لوتر بولټر له دوه ورځينو اوږدو عملیاتو وروسته نیولی. هغه تورن دی چې د دیموکرات ګوند استازې، ملیسا هورټمن او د هغې مېړه، مارک يې په ډزو وژلي دي.
ملیسا هورټمن شاوخوا ۲۰ کاله د استازو جرګې غړې وه او له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۵ پورې یې د جرګې مشري کوله.
د سیمې پولیسو ویلي، دوی د دیموکرات ګوند د استازې ملیسا هورټمن او د هغې د مېړه مارک تر وژنې وروسته دا سړی، د خپلو دوه ورځينو اوږدو عملیاتو پایله کې نیولی دی.
په دې عملیاتو د پولیسو ځانګړو ځواکونو چورلکې هم کارولي او دا د مینیسوټا په تاریخ کې تر ټولو پراخ پلټونکي عملیات یاد شوي دي.
په لومړیو کې د مینیسوټا ایالت والي ویلی وو چې ددې دوه استازو وژنه سیاسي انګېزه لري، خو لا هم ددې پېښې اصلي لامل نه دې روښانه شوی.
پولیس وايي، د نېونې پر مهال وینس لوتر بولټر وسله درلوده، خو دوی ته پرته له کوم مقاومته تسلیم شوی دی.
پر وینس لوتر بولټر، ددې ایالت د مشر جان هافمن او د هغه د مېرمنې د ټپې کولو تور هم لګول شوی، چې دا مهال دواړه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د هافمن مېرمنې په یو لیکلي پيغام کې ویلي، دوی دواړه ځانونه ډېر نیکمرغه ګڼي، چې د ۱۷ مرمیو له لګېدو وروسته هم ژوندي پاتې شوي. هغې ویلي:
" موږ د ویلو لپاره هیڅ توري نه لرو، دا ډول سیاسي کرکه له باور لېرې ده."
ټاکل شوې چې تورن وینس بولټر د دوشنبې په ورځ، په سیمه ییز وخت ۳۰: ۱ بجې د مینیاپولي محکمې ته وړاندې شي.
وړمه ورځ ( یکشنبنه) د ینیسوټا والي ټيم والز، دا برید نه بښونکې کړنه بللې او ټینګار يې کړی چې سیاسي لانجې باید د تاوتریخوالي دا ډول بڼه پیدا نه کړي.
وینس بولټر باندې تور دی چې ځان يې پولیس ښودلی، د شنبې په ورځ يې بریدونه کړي او وروسته تښتیدلی دی. بولټر یو امنیتي قراردادي او مذهبي مبلغ هم پاتې شوی، چې افریقا او منځني ختیځ کې یې تبلیغي فعالیتونه کړي دي.
د هغه له موټر سره یو نوملړ هم موندل شوی چې د رسنیو د راپورونو له مخې، پدې نوملړ کې د والي والز، د کانګرېس استازې الهان عمر، او لوی څارنوال کیټ الیسن نومونه هم شته او داسې اندېښنه شته چې دا ښايي د هغه راتلونکي احتمالي هدفونه وو.
پولیسو لا دا ګومان رسمي نه دی تایید کړي، خو په نوم لړ کې د شته کسانو د امنیت او خوندیتوب خبره يې کړې ده.
همدارنګه چارواکو ویلي دوی، نږدې ګاونډي ایالتونو سره اړیکه ټینګه کړې او په نوملړ کې د شته کسانو د خبراوي او د هغوی پر خوندیتوب يې ټينګار کړی دی.