افغانستان کې په کور ناستې ښځې څه ډول پر کتاب لوستو ځانونه بوختې ساتي؟

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

"د یوې لوستې نجلۍ په توګه زه خپل ورځنی مهالوېش د کتاب په کتاب لوستلو پیلوم، ځکه پوهېږم چې یوازې د کتاب لوستل او مطالعه زمونږ نړۍ بدلوي او له تیارو یې د رڼا لور ته بولی شي."

دا د کتاب لوستنې او مطالعې د ارزښت په اړه د یوې ۲۵ کلنې افغانې خبرې دي چې د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت یې له بي بي سي سره کړې دي.‌

تېره اوونۍ د کتاب نړیواله ورځ د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې ولمانځل شوه.

هدیې په ۲۰۲۱ کال کې هغه مهال چې د افغانستان جمهوري نظام و پرځول شو او د افغانو نجونو برخلیک یې بدل کړ، کابل کې د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغه شوه.

نوموې وايي، مطالعه یې پر ورځني عادت بدله شوې او خپله هره ورځ په کتاب لوستلو پیلوي.

"د خوښې کتابونه مې د خپل مسک اړوند دي، زه ډېر کله خپل مسلک پورې تړلي کتابونه لولم، د دې تر څنګ پښتو ګرامر، ناولونه، لنډې کیسې او داستانونه هم زما د خوښې وړ کتابونه دي او لولم یې."

هدیه نه یوازې د کتاب ښه لوستونکې ده، تر څنګ یې له ادبیاتو سربېره پر نورو بېلابېلو موضوعاتو لیکل هم کوي.

هغې د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو یو کتاب هم له انګریزي پښتو ته ژباړلی دی.

دا کتاب تېر کال چاپ او بازار کې خپور شو.

هدیه وايي‌، د کتاب په اړه یې د خلکو نظرونه ډېر مثبت و او دا یې هڅولې چې لا نور لیکل وکړي.

"دا کتاب ما د جمهوریت په وروستیو کې ژباړلی و، هغه وخت امنیتي وضعیت ښه نه و. د دې لپاره چې د کتابونو پېر او پلور هم بې خونده شوی و د کتاب چاپ او خپرېدل مې وځنډول، خو پروسږ کال چاپ شو، زما د تمې خلاف خلکو ډېر خوښ کړ او په اړه یې نظرونه مثبت و. دوی وهڅولم چې دې برخه کې نور کار هم وکړم."

هدیې ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته "د ځلا خوبونه" په نامه کیسه هم لیکلې، چې ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان په کچه په پنځو غوره کیسو کې راغلې.

په ننګرهار کې مهریه بیا د طالبانو حکومت له خوا پر ښځو لګول شوي محدودیتونه "لویه تراژیدي" یادوي.

آغلې مهریې د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو برخه کې د لیسانس زدکړې کړي، په قضا او څارنوالۍ کې یې تخصص کړی او مدافع وکیله پاتې شوې ده.

هغه چې د مطالعې "ځانګړې مینه واله" ده وايي، لوستې ښځې ټولې کتاب لوستلو سره مینه لري، خو محدودیتونو یې پر وړاندې خنډ جوړ کړی.

د نوموړې په خبره : "زه چې کتاب و نه لولم مړه کېږم، پخپله پسې ووځم، که دلته یې پیدا نه کړم له کابل او ان له پېښوره یې راغواړم. کتاب لوستل په ما کې لوی بدلون روالي، بیا وایم کاش نورو مېرمنو هم دا کتابونه لوستلی شوای او یا کاش ما هرې افغانې ښځې ته رسولی شوای. له کتاب لوستلو وروسته زه خپګان حالت ته ځم او په همدې فکرونو کې ډوبېږم."

مهریه وايي، سره له دې چې پر ښځو د زدکړو برخه کې بندیزونه لګول شوي خو "د اوبو مخه نه نیول کېږي، هیڅوک افغانې ښځې له کتاب لوستلو نه شي راګرځولی."

"له کتاب او زدکړو محرومو نجونو لپاره مې په خپل کور کې کتابتون جوړ کړی"

هدیه په هغې کورنۍ کې زېږېدلې او را لویه شوې، چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی او د لوست لپاره کتابونه پېرلی شي.

نوموړې د دې تر څنګ چې خپله مطالعې سره ځانګړې لېوالتیا لري، نورو هغو افغانو نجونو ته یې په کور کې کتابتون او د لوست او مطالعې خوندي‌ چاپیریال جوړ کړی، چې ښوونځي او پوهنتونونه یې پر مخ تړل شوي دي او د زدکړو اجازه نه ورکول کېږي.

هدیه وايي، په دې کتابتون کې د ادبیاتو، ارواپوهنې، ټولنیزو مسایلو، سیاست، انګیزه ورکوونکي کتابتونو او ماشومانو کتابونو تر څنګ په لسګونه جلده نور کتابونه پراته دي.

نوموړې زیاتوي، دې کتابتون ته هره ورځ هغه ګڼ شمېر نجونې راځي چې د کتاب پېرلو وس نه لري.

"کتابتون ته د هر عمر نجونې راځي، ماشومان هم ورته راځي، هغوی ته زه پخپله د ماشومانو له کتابونو کیسې لولم. دا کتابتون له سهار اتو تر مازدیګر څلورو بجو د دوی پر مخ خلاص وي."

نوموړې زیاتوي: "په داسې شرايطو کې چې د نجونو پر مخ د زدکړو دروازې تړل شوې دي، دوی ته د مطالعې او لوست فرصت برابرول ماته ښه حس راکوي."

هدیه وايي، کتابتون لپاره یې کتابونه په خپل شخصي لګښت برابر کړي او ځینو بنسټونو هم مرسته ورسره کړې.

هغه وايي، سره له دې چې نجونې په کتابتون کې د خپلې خوښې کتاب لولي، د یوې اونۍ لپاره غوره شوی کتاب ځان سره کور ته هم د مطالعې لپاره وړلی شي.

له پوهنتون راګرځول شوې محصله: کور کې کتابونه لولم او له دې فرصته ګټه اخلم

سره له دې چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو تړلو ډېرې نجونې زړه ماتې کړي، خو ګڼې بیا د روښانه راتلونکې لپاره هیله منې دي.

لیلا د کابل پوهنتون د طب پوهنځي څلورم کاله محصله وه، چې طالبانو پرې پوهنتون وتاړه او په کور یې کېنوله.

هغه وايي، سره له دې چې له ښوونځي او پوهنتون راګرځول شوې ګڼې نجونو نهیلي شوي، خو دې روښانه راتلونکې ته هیلي لا ژوندۍ ساتلي.

نوموړې زیاتوي، په مطالعې ځان بوخت ساتي او سږ کال یې د طبابت اړوند کتابونو سربېره سیاست، ادبیاتو او روانپوهنې په اړه نور ګڼ انګېزه بښونکي کتابونه لوستي دي.

"ما د ورځې دوه ساعته ازادې مطالعې ته ورکړي، هره ورځ دوه ساعته هغه کتابونه لولم چې خوښېږي مې، د دې تر څنګ د خپل پوهنتون طبي کتابونه لولم."

لیلا وايي، په کور کې یې کتابتون شته او د ورځې تر ټولو ښې شېبې یې په کتابتون کې له کتابونو سره تېږي.

د هغې په وینا: "سره له دې چې مونږ په کور کېنول شوي یوو او د زدکړو اجازه نه راکول کېږي، خو مونږ په کور کې د مطالعې له لارې ځان رسوو او خپله پوهه ډېروو. مونږ هیڅکله نه تسلېمېږو. کتابتون زما دویم پوهنتون دی، خو د هغې ورځې په تمه یم چې یوه ورځ بېرته پوهنتون ته لاړه شم."

د کور د نارینه و رول څومره مهم دی؟

مهریه وايي، ټولې ښځې کتاب لوستلو او مطالعې سره مینه لري، خو ډېرو ته ښايي کتاب ته لاسرسی ستونزمن وي.

د نوموړې په وینا: "ډېرې ښځې د بهر وتلو اجازه نه لري، چې کتاب پلورنځيو ته لاړې شي او د خپلې خوښې کتابونه واخلي."

مهریه په دې برخه کې د کور د نارینه و رول مهم یادوي او وايي، دوی باید ښځې کتاب پلورنځیو ته بوځي چې کتابونه واخلي، او په وینا یې دا هغه وخت ممکنه ده چې ښځې په خپلو کورونو کې لوستلي او پوه سړي ولري.

د هغې په خبره: "نېکمرغه ښځې هغه دي چې په کور کې د فکر خاوندان سړي لري."

هغه ټکي ته چې مهریې او هدیې دواړو اشاره وکړه دا و، چې ښځې د کتاب لوستلو وروسته د یو څه لیکلو ته هڅېږي او خامخا یو څه پرې لیکي.

سره له دې چې افغان ښځې له لوست او مطالعې سره لېوالتیا لري، خو واک ته د طالبانو له رسېدو سره د دوی لپاره فرصتونه محدود شوي.

۲۰۲۳ کال مارچ میاشت کې کابل کې طالبانو د "ښځو کتابتون" په نامه هغه کتابتون هم وتاړه، چې د ښځو له خوا جوړ شوی و او نجونې او ښځې به د کتاب لوستلو لپاره ورتللې.

د کتابتون چارواکو هغه مهال بي بي سي ته ویلي و، د طالبانو امنیتي مامورینو د پرلپسې ګواښونو له امله یې ښځو ته د دې ځانګړي شوي یوازیني کتابتون تړلو ته اړې شوې.

یادونه: په دې رپوټ کې د خوندیتوب لپاره د ځینو مرکه کوونکو نومونه اړول شوي دي.