بلوچستان کې د 'افغان طالبانو غړي' مولوي عمر جان وژنه؛ پولیس وايي، 'د پاکستان تابعیت یې درلود'

مولوي عمر جان

د عکس سرچینه، X/@ZABEHULAH_M33

    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي بي سي - کوټه
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان بلوچستان پولیس وايي، په کوټه کې د وژل شوي دیني عالم مولوي محمد عمر جان اخندزاده وژل کېدو پېښه په هکله تحقیقات کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه پېښه غندلې او په یوه اېکس (مخکینی ټویټر) پیغام کې یې ویلي ''د افغانستان اسلامي امارت دغه واقعه د هېواد لپاره یوه نه جبرانیدونکې علمي ضایعه بولي.''

یوه ځايي چارواکي بي بي سي ته د نوم نه یادولو په شرط ویلي، چې ښاغلی اخندزاده د پنجشنبې پر شپه نامعلومو کسانو د کوټې په نوا کلي سیمه کې په داسې حال کې په ډزو وواژه چې له جوماته کور ته پر لار و.

تر اوسه کومې ډلې د نوموړي وژلو مسوولیت نه دی منلی. بل لور په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم د کوټې پولیسو یوه افسر عبدالحئی بلوڅ له قوله وايي، پولیسو له افغان طالبانو سره د نوموړي د تړاو په هکله هېڅ معلومات نه لري.

ځايي پولیس وايي، مولوي محمد عمر جان اخندزاده له اوږدې مودې راهیسې د کوټې په یوه جومات کې ملا امام و. د عدلي طب ماهرین وايي، ښاغلی اخندزاده په سینه کې د دوو مرمیو لګېدو له کبله وژل شوی دی.

د کوټې صدر سرکل پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي په وینا د ښاغلي اخندزاده عمر له ۵۵ کالو زیات و او نوموړی د نوا کلي په ملیزو جومات کې له اوږدې مودې راهیسې ملا امام و.

پولیس وايي، مخکې د نوموړي پلار په همدې جومات کې امامت کاوه، خو له تېرو ۱۰-۱۵ کالو راهیسې نوموړي ته امامت سپارل شوی و.

دغه پولیس چارواکی زیاتوي مولوي عمر جان د پاکستان تابعیت اسناد (شناختي کارت) درلود او په شخصي ملکیت کور کې یې ژوند کاوه.

دغه پولیس چارواکی زیاتوي دوی له افغان طالبانو سره د مولوي عمر جان د تړاو په هکله معلومات نه لري او له پوښتنو، ګروېږنو وروسته به په دې هکله یو څه وویلای شي.

طالبانو په دې هکله څه ویلي؟

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا پېښه غندلې او ستر جرم یې بلل دی. خو دا یې نه دي ویلي چې نوموړی چېرته او څنګه وژل شوی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي، ښاغلی اخندزاده په کندهار کې د جهادي مدرسې ښوونکی او د طالبانو حکومت د کره کتنې ادارې غړی هم و.

نوموړي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د افغانستان اسلامي امارت دغه واقعه د هېواد لپاره یوه نه جبرانیدونکې علمي ضایعه بولي، د اخندزاده صاحب مرحوم، کورنۍ، خپلوانو او متعلقینوته تسلیت وړاندې کوي. د اسلام د دښمنانو دغه جنایت چې علماء کرام په شهادت رسوي، په کلکه غندي او ستر جرم یې ګڼي."

د ذبیح الله مجاهد په وینا، ښاغلی اخندزاده په کندهار کې د جهادي مدرسې ښوونکی او د طالبانو حکومت د کره کتنې ادارې غړی هم و.

کله چې د کوټې پولیسو له افسر (ډي ای جي) څخه له افغان طالبانو سره د مولوي عمر جان د تعلق په هکله پوښتنه وشوه، نوموړي وویل، پولیس په دې هکله هېڅ معلومات نه لري، خو هغه زیاته کړه: ''له یو څه پوښتنو، ګروېږنو وروسته به د کوټې پولیس وکولای شي، په دې هکله نظر څرګند کړي.''

د یادونې ده، چې د بلوچستان په مرکز کوټه او د بلوچستان ایالت په نورو سیمو کې مخکې هم د افغان طالبانو د ځینو مشرانو وژنې پېښې رامنځته شوې دي.