پر چینايي پوځ ټوکه؛ ټوکماره ډله دوه میلیونه ډالره جریمه شوې

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

په چین کې د ټوکمارو یوه ډله د یوې ټوکې له کبله څوارلس نیم مېلیونه چینایي ین، چې څه باندې دوه مېلیونه ډالره کیږي، جریمه شوې ده.

دوی د پوځ اړوند داسې ټوکه کړې چې د ولسمشر شي جین پينګ شعار هم په کې و.

دغې ټوکې چې د یوه شوخ سپي کړه وړه یې له پوځي اخلاقو سره پرتله کړي و، په چین کې چارواکي خواشیني کړي دي.

دوی ویلي چې شنګهای چیاګو شرکت د رسنیو کلتور مات کړی او د چین پوځ ته یې سپکاوی کړی دی.

د دغې ډلې ملاتړي کمپنۍ جریمه منلي او ښاغلی 'لي' چې دغه ټوکه یې کړې وه، له دندې لېرې کړی دی.

دغه چلند چې اوس له سپکاوی ډک بلل کېږي، د تېرې شنبې په ورځ د چین په بېجېنګ کې په یوه جوړ شوې پروګرام کې شوی دی.

په دغه ټوکه کې ټوکمار 'لي' دوه سپیو ته، چې وروسته یې نوموړي په غېږه کې نیسي، پوځ ته یوه ډول اشاره کوي.

'لي' چې د پروګرام نوم یې 'کور' دی وویل "دا سپي چې تاسې یې ګورئ، هرو مرو به په دې فکر کې واچوي چې دوی څومره مینه ناک دي، دې دوه سپیو ماته دا راښودله چې د بریا لپاره وجنګېږئ، او مثالي کار غوره کړئ."

دا د چیني ولسمشر شي جي پېنګ د هغې وینا یوه برخه ده چې په ۲۰۱۳م کال کې یې د چین پوځ ته په وینا کې کړې وه.

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

دا ټوکه چې ټویټر ته ورته په یوه چینايي اپلکشن 'وېبو' خپره شوې، په کې اوریدل کېږي چې له بیان وروسته په کې ټوکماره ډله او اوریدونکي په لوړ غږ خاندي.

که څه هم دا په انټرنېټ نه ده خوښه شوې او په اړه یې ځينو خلکو شکایتونه هم ثبت کړي دي.

چیني چارواکو ویلي، د سې شنبې له ورځې راهیسې یې د دې موضوع د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د چین دولتي رسنۍ شېنوها د معلوماتو له مخي، سملاسي له دې پروګرامه تر لاسه شوې نږدې یو نیم مېلیون ین ناقانونه تر لاسه شوې پیسې بلل شوې او دا ډله څه باندې ۱۴ میلیونه ینه چې له دوه مېلیونو ډالر ډېر کېږي، جریمه شوې ده.

له نغدي جریمې ور ها خوا د شانګهای شیاګو ډلې فعالیتونه هم ځنډول شوې دي.

د چین د کلتور او ټورېزم وزارت له دې ناندریز بحث وروسته ویلي "مونږ به هېڅ کومې کمپنۍ، ډلې یا شخص ته اجازه ورنکړو چې د چین د خلکو وسله وال ځواک په تر لاسه شوې ښه نوم داغ ولګوي."