تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عمران خان وايي، پاکستان کې د قانون نه بلکې د زورواکو واکمني ده
د تحریک انصاف مشر او د پاکستان مخکېنی لومړی وزیر وايي، په داسې حال کې چې پر ده برید شوی و خو له دې کبله یې عریضه ونه کړای شوه چې په مخ کې یې زورور ولاړ دی.
عمران خان ویلي، "په دغه هېواد کې د قانون نه بلکې د زورواکو وکمني ده"
ښاغلي خان دغه څرګندونې خپلو ملاتړو لاریونوالو ته د ویډيو له لارې په وینا کې کړې دي. دغه حکومت ضد لاریون یو ځل بیا د ده پولویانو د پلازمېنې اسلام اباد پر لور پیل کړی دی.
عمران خان پر ده د شوي برید تر څنګ د اعظم سواتي پېښې ته په اشارې سره وویل، "پاکستان کې چې څوک زورور وي، د هغه چې هر څه زړه وغواړي کولای یې شي. څه چې له اعظیم سواتي سره وشول او زه چې په مرمیو ولګېدلم خو ایف ای ار مې ونه شو کړای، لامل یې دا دی چې په مخکې مې زورور ولاړ دی" او په خبره یې، "کله چې زورور راشي نو انصاف پخپله ځي."
"یو تښتېدلی او جزايي د هېواد په اړه پرېکړې کوي"
عمران خان پر اوسنی لومړی وزیر شهباز شریف او د مسلک لیګ ن مشر نواز شریف باندې نیوکې وکړې.
ده ویل چې یو "تښتېدلی سړی" د ټول هېواد پرېکړې کوي. "اوس نړۍ ته دا پیغام رسېږي، هغه کس چې سزا وزکړل شوې ده اوس راغلی او د هېواد په اړه پرېکړې کوي."
د ښاغلي خان په وینا، د اسلام پیغمبر ۱۵ سوه کاله مخکې دا خبره کړې وه چې هغه نظام دوام نه شي کولای چې "واړه غله زندان ته لېږي خو لوی لوټمار نه شي نیولی" او په خبره یې که څه هم پاکستان کې امر بالمعروف نه شته خو "د خدای د امر له مخې د بدو ملاتړ مه کوئ او ښو سره ودرېږي."
د پوځ مشر ګمارل او د حکومت ضد لاریونونو بیا پیل
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف او لومړی وزیر شهباز شریف لندن ته تللي چې له نواز شریف سره د پوځ نوي مشر د ګمارنې پر سر مشور وکړي.
عمران خان ویلي، نواز شریف به د پوځ داسې یو مشر ګماري چې د ده مرسته وکړای شي.
خو خواجه اصف وايي، عمران خان له دې کبله داسې څرګندونې کوي چې غواړي دا ګمارنه تر خپلې اغېزې لاندې راولي خو دا چې اوس دی په واک کې نه دی نو مسله جنجالي کوي.
ښاغلي اصف هغه خبرونه هم رد کړې چې ګواکې شهباز شریف د پوځ اوسني مشر قمر جاوید باجوه د دندې موده غځول غوښتل خو نواز شریف نه ده ورسره منلې.
د یوه بې واکه شوي لومړي وزیر او اوسنیو واکمنانو تر منځ دا سیاسي ناندرۍ داسې مهال روانې دي چې له ګجراته د عمران خان په ملاتړ د حکومت ضد لاریونونه پیل شوي دي او مشري یې مخکېنی د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کوي.
د لاریون مرکزي سیمې ته څېرمه سخت امنیت نیول شوی دی.