پاکستان؛ د عمران خان تحریک انصاف ګوند لاریون بېرته پیل کړ

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان پلویانو د پلازمېنې اسلام اباد پر لور د حکومت ضد لاریون یو ځل بیا پیل کړی دی.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند مشران وايي، د لاریون تګلاره یې بدله کړې ده او اوس به لاریون د ګاډو کاروان په بڼه پرمختګ نه کوي، بلکې تر اسلام اباد پورې به د لارې اوږدو کې په هر یوه ښار کې غونډې کوي.

نن پنجشنبه د پنجاب ایالت په وزیر اباد ښار کې د دې لړۍ لومړۍ غونډه وشوه، چې عمران خان ورته له ویډیولینک لارې وینا وکړه.

ښاغلي خان په خپله وینا کې هغه تورونه بیا تکرار کړل، چې په وینا یې پر ده او ګوندي ملګرو یې د ډزو پېښې تر شا د پاکستان لومړي وزیر، کورنیو چارو وزیر او د څارګرې ادارې ای اېس ای یوه افسر لاس درلود.

د نوموړي په وینا د ده وژنې دسیسه په سپتمبر میاشت کې جوړه شوې وه او پلان دا و، چې مذهب ته سپکاوی به د دې وژنې دلیل وي.

په پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمان الله په خپل رپوټ کې وايي، د پاکستان اطلاعاتو فدرالي وزیرې مریم اورنګزیب د ښاغلي خان نننۍ وینا ته غبرګون کې ویلي، عمران خان ځکه پر لومړي وزیر شهباز شریف او نورو لوړپوړو چارواکو دا تورونه لګوي، چې غواړي په سیاست کې یې نوم ژوندی پای شي.

د یادونې ده، چې په همدې وزیر اباد ښار کې د تحریک انصاف پر لاریون ډزې شوې وې، چې له کبله یې د عمران خان په ګډون یو شمېر ټپیان او یو کس وژل شوی و.

وزیر اباد هغه سیمه ده، چې د پنجاب له مرکزي ښار لاهوره د تحریک انصاف لاریون ورورسېد، ډزې پرې وشوې، چې پکې د عمران خان په ګډون یو شمېر کسان ټپیان او یو کس ووژل شو.

د عمران خان په وینا په هغه پېښه کې د ده په ګډون ۱۳ کسان ټپیان شوي او یو ګوندي ملګری یې چې معظم نومېد، په هغه پېښه کې وژل شوی و.

عمران خان د جمعې پر ورځ ناوخته په یوه ټویټر پیغام کې له خپلو پلویانو غوښتي هغه لارې دې پرانیزي چې دوی د احتجاج لړ کې تړلې وې.

تحریک انصاف ګوند مشران وايي، سبا جمعه به د پنجاب ایالت په لاله موسی، کهاریان، سرای عالمګیر کې غونډې کوي او پر بله ورځ به د لاریون لړ کې د پنجاب په جهلم ښار کې غونډه کوي.

د تحریک انصاف ګوند یوې مشرې یاسمین په وزیر اباد ښار کې له نننۍ غونډې مخکې وویل، هغه ګرځنده دریځ به اوس ځانګړی لېږدول کېږي چې مخکې به د عمران خان په ګډون د ګوند مشرانو لاریونوالو ته ترې ویناوې کولې او ګوندي فعالان به له دې دریځ پرته له یوه ښاره بل ته سفر کوي.